Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. * - Tərcumənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: əl-İsra   Ayə:
عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یَّرْحَمَكُمْ ۚ— وَاِنْ عُدْتُّمْ عُدْنَا ۘ— وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ حَصِیْرًا ۟
اوس نژدې ده چې ستاسې رب په تاسې مهربان شي. خو که تاسې بیرته فساد ته وګرځیدئ، مونږ به هم ستاسې ربړولو او هلاکولو ته وګرځو. او مونږ کافرانو ته د جهنم بندي خانه جوړه کړې ده.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَهْدِیْ لِلَّتِیْ هِیَ اَقْوَمُ وَیُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِیْنَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ اَجْرًا كَبِیْرًا ۟ۙ
بې له شکه چې قران د سیخې او نیغې لارې ښوونه کوي او هغو مؤمنانو ته چې نیکي کوي زیری ورکوي چې د هغوی لپاره لوی اجر دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَّاَنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
او د هغو کسانو لپاره چې په اخرت ایمان راوړي مونږ دردناک عذاب تیار کړی دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَیَدْعُ الْاِنْسَانُ بِالشَّرِّ دُعَآءَهٗ بِالْخَیْرِ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ عَجُوْلًا ۟
او انسان همغومره شر غواړي چې هغه ته خیر غوښتل پکار وو. او انسان ډیر تلوار کوونکی دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَجَعَلْنَا الَّیْلَ وَالنَّهَارَ اٰیَتَیْنِ فَمَحَوْنَاۤ اٰیَةَ الَّیْلِ وَجَعَلْنَاۤ اٰیَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِّتَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِیْنَ وَالْحِسَابَ ؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ فَصَّلْنٰهُ تَفْصِیْلًا ۟
او مونږ شپه او ورځ دوه نښآنې ګرځولي دي چې د شپي نښه مو تیاره او ورکه کړه. او د ورځې نښه مو روښانه او ځلیدونکې وګرځوله تر څو تاسې د خپل رب فضل ولټوئ. او د کلونو شمیر او نور حساب پرې معلوم کړئ او مونږ هر شی ښه پوره بیان کړی دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَكُلَّ اِنْسَانٍ اَلْزَمْنٰهُ طٰٓىِٕرَهٗ فِیْ عُنُقِهٖ ؕ— وَنُخْرِجُ لَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ كِتٰبًا یَّلْقٰىهُ مَنْشُوْرًا ۟
مونږ هر انسان ته د هغه عمل نامه په غاړه کې ور زوړنده کړې ده چې د قیامت په ورځ به يې د یو لوی کتاب په شکل کې ورته راوباسو او له یوه پرانستي کتاب سره به مخ شي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِقْرَاْ كِتٰبَكَ ؕ— كَفٰی بِنَفْسِكَ الْیَوْمَ عَلَیْكَ حَسِیْبًا ۟ؕ
ورته به وویل شي: کتاب دی ولوله نن دخپل ځان د حساب لپاره په خپله همدا ته بس یې.
Ərəbcə təfsirlər:
مَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ؕ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِیْنَ حَتّٰی نَبْعَثَ رَسُوْلًا ۟
څوک چې په سمه روان شي نو د خپل ځان په ګټه يي لار ومیندله او چا چې لار ورکه کړه، نو د لار ورکونې تاوان د همده لپاره دی. او هیڅوک د بل پیټی نه شي پورته کولی. او مونږ چې پیغمبر نه وي لیږلی هیڅوک نه په عذابوو.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِذَاۤ اَرَدْنَاۤ اَنْ نُّهْلِكَ قَرْیَةً اَمَرْنَا مُتْرَفِیْهَا فَفَسَقُوْا فِیْهَا فَحَقَّ عَلَیْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنٰهَا تَدْمِیْرًا ۟
او کله هم چې مونږ د کوم کلي د هلاکولو تکل کړی. نو مشرانو او بډایانو ته مو امر کړی، هغوی پکې وران کاري کړې نو د هغه کلي د ورانولو خبره پخه او ښه پوره مو دړې وړې کړی دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْ بَعْدِ نُوْحٍ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟
او مونږ له نوح نه راپه دیخوا خورا ډیر نسلونه هلاک کړي. او ستا رب د خپلو بنده ګانو د ګناهونو په خبریدلو او لیدلو کې یو دی.
Ərəbcə təfsirlər:
 
Mənaların tərcüməsi Surə: əl-İsra
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. - Tərcumənin mündəricatı

Qurani Kərimin Puştu dilinə mənaca tərcüməsi. Tərcümə edən: Molovli Canbaz Sərfraz.

Bağlamaq