Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: مریم   آیه:
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهٖ ؕ— هَلْ تَعْلَمُ لَهٗ سَمِیًّا ۟۠
د اسمانونو،ځمکې او د هغو ټولو شیانو رب دی چې د دواړو په مینځ کې دي نو یوازې د هغه عبادت وکړه او ښه کلک پرې اوسه.ایا د هغه کوم سیال پیژنې؟
تفسیرهای عربی:
وَیَقُوْلُ الْاِنْسَانُ ءَاِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ اُخْرَجُ حَیًّا ۟
او کافر انسان وايې:ښه!کله چې زه مړ شم نو بیرته به ژوندۍ راویستل کیږم؟
تفسیرهای عربی:
اَوَلَا یَذْكُرُ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ یَكُ شَیْـًٔا ۟
ایا انسان دیته نه ګوري چې مونږ له نشت څخه پيدا کړی دی؟
تفسیرهای عربی:
فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّیٰطِیْنَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِیًّا ۟ۚ
نو قسم ستا په رب چې زه به خامخا هغوی او شیطانان ټول رایو ځای او بیا به یي دجهنم په چاپيریال کې په ګونډو کړم.
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ لَنَنْزِعَنَّ مِنْ كُلِّ شِیْعَةٍ اَیُّهُمْ اَشَدُّ عَلَی الرَّحْمٰنِ عِتِیًّا ۟ۚ
او بیا به له هرې ډلې نه هغه راجلا کړم چې له مهربان خدای نه ډیر سر غروونکي وو.
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ لَنَحْنُ اَعْلَمُ بِالَّذِیْنَ هُمْ اَوْلٰی بِهَا صِلِیًّا ۟
مونږ ښه پوهیږو چې جهنم ته دورننوتلو تر هر چا وړ څوک دي؟
تفسیرهای عربی:
وَاِنْ مِّنْكُمْ اِلَّا وَارِدُهَا ۚ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِیًّا ۟ۚ
ستاسې هر یو به یو ځل پر جهنم ورځي.دا اخرنۍ خبره ده پوره کول یې ستا د رب په غاړه دي.
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ نُنَجِّی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّنَذَرُ الظّٰلِمِیْنَ فِیْهَا جِثِیًّا ۟
بیا به پرهیزګاران ترې خلاص او ظالمان به په ګونډو پکې پریږدو.
تفسیرهای عربی:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا ۙ— اَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ خَیْرٌ مَّقَامًا وَّاَحْسَنُ نَدِیًّا ۟
او کله چې زمونږ روښانه ایتونه پر هغوی ولوستل شي نو کافران مؤمنانو ته وايي: وګورئ په مونږ او تاسې کې د چا غوندې شاندارې دي.
تفسیرهای عربی:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَحْسَنُ اَثَاثًا وَّرِﺋْﻴًﺎ ۟
مونږ له وړاندې څومره ډیر قومونه هلاک کړي دي چې له دوي نه یې اسباب او وسایل ډیر او په شان او شوکت کې ترې لوړ ښکاریدل.
تفسیرهای عربی:
قُلْ مَنْ كَانَ فِی الضَّلٰلَةِ فَلْیَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمٰنُ مَدًّا ۚ۬— حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ اِمَّا الْعَذَابَ وَاِمَّا السَّاعَةَ ؕ۬— فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضْعَفُ جُنْدًا ۟
ای محمده!ووایه هغه څوک چې بې لارې دی رحمان خدای ښه اوږد وخت ورکوي. تر هغو چې هغه څه وګوري چې وعده ورسره کیږي عذاب وي که قیامت نو بیا به پوه شي چې د چا ځای ډیر خراب او د چا ډله ډيره کمزورې ده؟
تفسیرهای عربی:
وَیَزِیْدُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اهْتَدَوْا هُدًی ؕ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ مَّرَدًّا ۟
او الله لار میندونکو ته لا پسې ښه والی زیاتوي.او پاتې نیک کارونه ستا د رب په وړاندې د ښه ثواب وړ او پایله یې ډیره غوره ده.
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: مریم
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز - لیست ترجمه ها

ترجمه‌ى معانی قرآن کریم به زبان پشتو. مترجم: مولوی جانباز سرفراز

بستن