ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه ى پشتو * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (43) سوره: سوره نساء
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْرَبُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْتُمْ سُكٰرٰی حَتّٰی تَعْلَمُوْا مَا تَقُوْلُوْنَ وَلَا جُنُبًا اِلَّا عَابِرِیْ سَبِیْلٍ حَتّٰی تَغْتَسِلُوْا ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَوْ عَلٰی سَفَرٍ اَوْ جَآءَ اَحَدٌ مِّنْكُمْ مِّنَ الْغَآىِٕطِ اَوْ لٰمَسْتُمُ النِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوْا مَآءً فَتَیَمَّمُوْا صَعِیْدًا طَیِّبًا فَامْسَحُوْا بِوُجُوْهِكُمْ وَاَیْدِیْكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُوْرًا ۟
4-43 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نشې په حالت كې لمانځه ته مه نژدې كېږئ، تر هغه پورې چې تاسو پوه شئ په هغه څه چې تاسو يې وایئ او نه د جنابت په حالت كې، مګر دا چې لارَوي یئ، تر دې چې تاسو غسل وكړئ او كه تاسو بېماران یئ، یا په سفر یئ، یا په تاسو كې یو كس له اودس ماتي راشي، یا تاسو له ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه مومئ، نو د ځمكې پاك مخ (خاورې وغیره) ته اراده وكړئ، پس د خپلو مخونو او (تر مړوندونو پورې د) لاسونو مسح وكړئ، بېشكه الله ډېر معافي كوونكى، ښه مغفرت كوونكى دى
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی آیه: (43) سوره: سوره نساء
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه ى پشتو - لیست ترجمه ها

ترجمه ى معانی قرآن کریم به زبان پشتو. مترجم: زکریا عبدالسلام. مراجعه: مفتى عبدالولى خان. سال چاپ: 1423هجرى قمرى.

بستن