2-20نژدې ده چې برېښنا د دوى نَظَرونه وتښتوي، كله هم چې هغه د دوى لپاره رڼا كوي، نو دوى په هغې (رڼا) كې مزل كوي او كله چې پر دوى تياره شي، نو ودرېږي، او كه الله غوښتلى، نو خامخا به يې د دوى اَورېدل او د دوى نظرونه ختم كړي وى، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
2-22هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړ كړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بيا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له الله سره هېڅ قسمه شريكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ
2-26بېشكه الله د هېڅ مثال په بيانولو نه شرمېږي، د ماشي وي، يا كه له ده نه د زيات (شي) وي، نو هر چې هغه خلق دي چې ايمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې يقينًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلق چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟ (نو) هغه (الله) په دې سره ډېر خلق ګمراه كوي او ډېرو ته په دې سره هدايت وركوي او نه ګمراه كوي په دې سره مګر فاسقان
2-27هغه خلق چې د الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې الله يې د پيوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانيان دي
2-28څنګه تاسو له الله نه منكرېږئ، حال دا چې تاسو نِشت وئ، نو هغه تاسو راژوندي كړئ، بيا به هغه تاسو مړه كوي، بيا به تاسو راژوندي كوي، بيا به خاص د هغه په طرف ستنولى شئ
2-33(الله) وويل: اى ادمه! دوى د هغو (څيزونو) پر نومونو خبر كړه، نو كله چې يې دوى د هغو پر نومونو خبر كړل، (الله) وويل: ايا ما تاسو ته نه و ويلي چې بېشكه زه د اسمانونو او ځمكې پر غيبو (پټو څيزونو) پوهېږم، او پوهېږم پر هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او پر هغه څه چې تاسو پټول
2-38مونږ وويل: تاسو ټول له دې(جنت) نه كوز شئ، نو كه زما له طرف نه تاسو ته كوم هدايت راغى، نو چا چې زما د هدايت پىروي وكړه، نو پر هغوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به هغوى غمژن كېږي
2-41او تاسو ايمان راوړئ پر هغه (كتاب) چې ما نازل كړى دى، چې د هغه (كتاب) تصدىق كوونكى دى چې له تاسو سره دى، او په ده سره اول كفر كوونكي مه جوړېږئ، او زما په ايتونو سره لږ قيمت مه اخلئ او خاص له ما نه وېرېږئ
2-48او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ يو نفس به د بل نفس هېڅ په كار نه راځي او نه به له هغه نه څه سفارش قبلېږي او نه به له هغه نه څه (مالي) بدله اخيستل كېږي او نه به له هغوى سره مدد كېږي
2-49او كله چې مونږ له فرعونيانو نه تاسو خلاص كړئ چې تاسو ته به يې سخت عذاب دركاوه، ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې، او په دې كې ستاسو د رب له طرف نه ډېر لوى ازمېښت و
2-57او مونږ پر تاسو ورېځ سيورى كړه او مَن او سلوٰى (ترنجبين او مړز ډوله مرغان) مو پر تاسو نازل كړل، هغه پاكيزه څيزونه خورئ، چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او هغوى پر مونږ ظلم نه و كړى، او لېكن هم پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه
2-62يقينًا هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې يهوديان شوي دي، او نصرانيان او صابيان (بې دينه) دي، هر هغه چا چې پر الله او پر ورځ د اخرت ايمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نيز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
2-74بيا له دې نه بعد ستاسو زړونه سخت شول، نو هغه د تيږو په شان دي، يا په سخت والي كې نور هم زيات دي او بېشكه يقينًا ځينې تيږې هغه دي چې له هغو نه وَلِې بهېږي او بې شكه يقينًا ځينې هغه دي چې چوي، نو له هغو نه اوبه راوځي، او خامخا يقينًا ځينې هغه دي چې د الله له وېرې نه رارغړي، او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى
2-75ايا نو تاسو تمه كوئ چې دوى به ستاسو (د وينا) له وجې ايمان راوړي، او يقينًا په دوى كې يوه ډله وه چې د الله كلام به يې اورېده، بيا به يې په هغه كې له پوهېدو نه وروسته تحريف كاوه، حال دا چې دوى به پوهېدل
2-80او دوى وايي: له څو په شمار ورځو نه سوا به مونږ ته كله هم اور را ونه رسېږي، ته (ورته) ووايه: ايا تاسو له الله نه څه وعده اخيستې ده؟ (كه داسې وي)، نو الله به كله هم د خپلې وعدې خلاف ونه كړي، بلكې تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ(اړوئ) چې تاسو پرې نه پوهېږئ
2-83او كله چې مونږ د بني اسرائيلو (نه) پخه وعده واخيسته چې عبادت به يواځې او يواځې د الله كوئ، او له مور و پلار سره به ښېګړه كوئ او له خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو سره (به هم ښېګړه كوئ) او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ، او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، بيا تاسو (له خپلې وعدې نه) وګرځېدئ مګر ډېر لږ كسان (ونه ګرځېدل) او تاسو مخ ګرځونكي يئ
2-84او كله چې مونږ ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته چې خپلې وينې به نه تُويَوَئ او له خپلو كورونو نه به خپل ځانونه (يو بل) نه وباسئ، بيا تاسو اقرار وكړ، په دې حال كې چې تاسو ګواه يئ
2-85بيا هم تاسو هغه كسان يئ چې خپل ځانونه وژنئ، او خپله يوه ډله د هغوى له كورونو نه وباسئ، په ګناه او ظلم سره د هغوى په خلاف د يو بل مدد كوئ، او كه چېرې هغوى تاسو ته بنديان راشي، نو د هغوى (دخلاصون لپاره) فديه وركوئ، حال دا چې شان دا دى چې پر تاسو باندې د هغوى وېستل حرام دي، ايا نو د كتاب پر ځينې (حكمونو) ايمان راوړئ او پر ځينو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قيامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى
2-87 يقينًا يقينًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، او له هغه نه بعد مو پرله پسې رسولان لېږلي وو، او مونږه د مريمې زوى عيسٰى ته څرګندې نښې وركړې وې او مونږه هغه په پاك روح سره قوي كړى و، ايا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو (د پېغمبرانو) يوه ډله مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به تاسو وژله
2-96او خامخا ته به له ټولو خلقو نه زيات په ژوند پسې حرصناك هم دوى مومې، او تر دې چې له مشركانو نه هم(زيات حرصناك)، د دوى (د يهوديانو) هر يو كس دا ارزو كوي چې ارمان! كه زر كاله عمر وركړى شي، او نه دى هغه خَلاصَوُنكى ده لره له عذاب نه، دا چې(دومره) عمر وركړى شي، او الله هغه څه لره ښه ليدونكى دى چې دوى يې كوي
2-97ووايه: هر څوك چې د جبريل دښمن دى، نو يقينًا هغه دا (قرآن) د الله په حكم سره ستا پر زړه نازل كړى دى، چې د هغو (كتابونو) تصدىق كوونكى دى، چې له ده نه مخكې دي، او د مومنانو لپاره هدايت او زېرى دى
2-101او كله چې دوى ته د الله له جانب نه رسول راغى، چې تصدىق كوونكى دى د هغه څه چې له دوى سره دي، نو له هغو كسانو نه چې كتاب (تورات) ورته وركړى شوى و (اهل كتاب وو) يوې ډلې د الله كتاب د خپلو شاګانو وروسته (داسې) وغورځاوه، ګوياكې دوى نه پوهېږي
2-105دا خبره نه هغه كسان خوښوي چې په اهل كتابو كې كافر شوي دي او نه يې مشركان، چې ستاسو د رب له جانبه پر تاسو څه خير نازل كړى شي، او الله په خپل رحمت سره خاص كوي هغه څوك چې يې وغواړي، او الله د عظيم فضل خاوند دى
2-106مونږ چې كوم ايت منسوخ كوو، يا يې (د مومنانو له زړونو نه) هيرَوُو، نو له هغه نه غوره، يا د هغه په شان راوړو، ايا ته پوه نه يې چې يقينًا الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
2-107ايا ته پوه نه يې چې يقينًا الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، او تاسو لپاره له الله نه غير (بل) هېڅ كارساز نشته او نه مددګار
2-108ايا تاسو اراده لرئ چې له خپل رسول نه (داسې) سوال وكړئ لكه څنګه چې له دې نه مخكې له موسٰى نه سوال شوى و؟ او هغه څوك چې د ايمان په بدل كې كفر واخلي، نو يقينًا هغه له سمې لارې نه بې لارې شو
2-109په اهل كتابو كې ډېر خلق د خپلو نفسونو د حسد په وجه، د حق له واضحه كېدو نه بعد (هم)، دا ارزو لري چې له ايمان راوړو نه پس تاسو بيا كافران كړي، نو (لا دوى ته) معافي كوئ او مخ ترې واړوئ، تر هغې چې الله خپل حكم راوړي، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
2-110او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، او هر هغه خير (نېكي) چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره مخكې لېږئ، هغه به له الله سره ومومئ، بېشكه الله هغه عمل لره ښه ليدونكى دى چې تاسو يې كوئ
2-120او له تا نه خو به هېڅكله نه يهوديان راضي شى، او نه نصرانيان، تر دې چې ته د دوى د دين پيروي وكړې، ته ووايه: بېشكه د الله هدايت، هُم هغه (اصل) هدايت دى، او يقينًا كه تا، له دې نه پس چې تا ته علم راغى، د هغوى د خواهشاتو پيروي وكړه، (نو) تا لره د الله (له عذاب) نه (خلاصوونكى) نه څوك دوست شته او نه كوم مددګار
2-123او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ يو نفس به د بل نفس هېڅ په كار رانشي، او نه به له هغه نه فديه (بدل) قبلېږي او نه به هغه ته څه سفارش فايده وركوي او نه به له هغوى سره مرسته كېږي
2-125او كله چې مونږه بيت الله د خلقو لپاره د جمع كېدو او د امن ځاى وګرځاوه، او (مونږ وويل:) له مقامِ ابراهيم نه ’’لمونځ ځاى‘‘ جوړ كړئ، او مونږ ابراهيم او اسمٰعيل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ
2-126او كله چې ابراهيم وويل: اى زما ربه! دا (ځاى) امن ناكه ښار جوړ كړه، او د ده اوسېدونكو ته له مېوو نه روزي وركړه، (خو) په دوى كې يواځې هغه چا ته چې پر الله او پر ورځ د اخرت يې ايمان راوړى وي. (الله) وويل: او څوك چې كافر شو، نو هغه ته به لږه فايده وركړم، بيا به هغه په زوره د اور عذاب ته بوځم او هغه د ورتلو بد ځاى دى
2-127او كله چې ابراهيم د بيت الله بنيادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعيل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، تهٔ چې يې، خاص تهٔ، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې
2-129اى زمونږه ربه! دې (خلقو) ته له هم دوى نه يو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا ايتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښَيي او دوى پاكوي، يقينًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې
2-133ايا تاسو هغه وخت موجود وئ چې يعقوب ته مرګ حاضر شو؟ كله چې هغه خپلو زامنو ته وويل: له ما نه بعد به د څه شي عبادت كوئ؟ هغوى وويل: مونږ به ستا د اِلٰه (معبود) او ستا د پلرونو ابراهيم، او اسمٰعيل او اسحٰق د اِلٰه عبادت كوو، د يو حق معبود، او مونږه (ټول) د هغه حكم منونكي يو
2-135او دوى ويل چې تاسو يهوديان شئ، يا نصرانيان، نو نېغه لار به ومومئ، ته (دوى ته) ووايه: (داسې نه ده) بلكې (مونږ) د ابراهيم د ملت (تابع كېږو) چې حنيف (توحيد والا) و او دى له مشركانو څخه نه و
2-136تاسو ووايئ: مونږ پر الله ايمان راوړى دى او پر هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او پر هغه څه چې ابراهيم او اسمٰعيل او اسحٰق او يعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ايمان راوړى دى) پر هغه څه چې موسٰى او عيسٰى ته وركړى شوي دي، او پر هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبيانو ته وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ يو په مينځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي يو
2-140ايا تاسو (دا) وايئ چې بېشكه ابراهيم او اسمٰعيل او اسحٰق او يعقوب او (د هغه) اولاده يهوديان، يا نصرانيان وو؟ ته (دوى ته) ووايه: ايا تاسو ډېر پوه يئ، يا كه الله؟ او له هغه كس نه زيات ظالم څوك دى چې هغه ګواهي پټوي چې له ده سره د الله له جانبه ده؟ او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى
2-143 او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو پر خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي او هغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږ نه وه مقرر كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول پیروي كوي له هغه چا نه چې پر خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر پر هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضايع كړي، یقینًا الله پر خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
2-144 یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چې ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغهٔ په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى
2-146 هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى دا (محمدﷺ، يا قرآن يا اسلام) پېژني لكه چې دوى خپل زامن پېژني، او یقینًا له دوى نه یوه ډله لازمًا حق پټوي، حال دا چې دوى پوهېږي
2-148 او د هر چا لپاره یو جانب دى چې دى هغه ته مخ ګرځوونكى دى، نو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، په هر ځاى كې چې تاسو یئ الله به تاسو (ټول) په جمع راولي، یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى
2-149 او له كوم ځاى نه چې ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام په طرف وګرځوه، او یقینًا همدا ستا د رب له جانبه خامخا حق دي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى
2-150 او له كوم ځاى نه چې ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام (قبلې) په طرف وګرځوه، او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغه په طرف وګرځوئ، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په تاسو باندې څه حجت (او اعتراض) نه وي، مګر له دوى څخه هغه كسان چې ظلم يې كړى دى، نو له هغو نه مه وېرېږئ، او له ما نه وېرېږئ، او د دې لپاره چې زه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كړم او د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ
2-151 لكه چې مونږ په تاسو كې له هم تاسو نه رسول درلېږلى دى چې پر تاسو باندې زمونږ ایتونه تلاوت كوي، او تاسو پاكوي او تاسو ته كتاب او حكمت (سنت) ښَیي، او تاسو ته د هغه څه تعلیم دركوي چې تاسو پرې نه پوهېدلئ
2-158 یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي، نو هر څوك چې د بيت الله حج كوي، یا عمره كوي، نو په هغهٔ باندې هېڅ ګناه نشته چې د دې دواړو طواف وكړي، او هر څوك چې په خپله خوښه څه نېكي وكړي، نو الله شكر قبلوونكى، ښه عالم دى
2-159 یقینًا كوم خلق چې هغه څه پټوي چې مونږ نازل كړي دي، چې هدایت او ښكاره دلیلونه دي، له دې نه پس چې مونږ هغه په كتاب كې خلقو ته بیان كړي دي، دغه خلق (چې دي)، الله پر دوى لعنت كوي اولعنت ویونكي پر دوى لعنت وايي
2-165 او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي، او كه چېری هغه كسان چې ظلم يې كړى دى؛ دا وویني، كله چې دوى عذاب ویني، چې یقینًا قوت ټول خاص د الله لپاره دى او دا چې یقینًا الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى
2-167 او چا چې پیروي كړې ده، هغوى به وايي: ارمان! كه مونږ لپاره (دنیا ته) بیا تلل وي، نو له دوى نه به مونږ بېزاره شو لكه چي دوى له مونږ نه بېزاره شول، همدارنګه به الله دوى ته خپل عملونه په دوى باندې د حسرتونو لپاره ښكاره كوي او دوى له اور نه كله هم وتونكي نه دي
2-174 یقینًا هغه كسان چې هغه څه پټوي چې الله له (خپل) كتاب نه نازل كړي دي، او د دې په بدل كې لږ قیمت اخلي، (نو) دغه كسان، نه خوري (نه اچوي) په خپلو خېټو كې مګر اور، او د قیامت په ورځ به الله نه له دوى سره خبرې وكړي او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
2-177 نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د اخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) چې په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي
2-181 نو چا چې دا (وصیت) له اورېدلو نه پس بدل كړ، نو یقینًا همدا خبره ده چې د دې (بدلولو) ګناه پر هغو كسانو ده چې دا (وصیت) بدلوي، یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
2-186 او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي
2-189 دوى له تا نه د نويو میاشتو په باره كې تپوس كوي، ته (ورته) ووایه: دا (میاشتې) د خلقو او د حج لپاره ټاكلي وختونه دي، او (دا) نېكي نه ده چې كورونو ته د هغو له شاګانو نه راشئ، او لېكن نېكي د هغه چا ده چې متقي شي، او تاسو كورونو ته د هغو له دروازو نه راځئ، او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې كامیاب شئ
2-191 او دوى وژنئ كوم ځاى چې دوى ومومئ، او دوى له هغه ځاى نه وباسئ چې تاسو يې وېستلي وئ، او فتنه (شرك، له دین نه اړول) له قتل نه ډېره سخته (ګناه) ده او له دوى سره د مسجد حرام په خوا كې جنګ مه كوئ، تر دې چې دوى له تاسو سره په ده كې جنګ شروع كړي، نو كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي، نو بیا دوى قتل كړئ، د دغو كافرانو سزا همداسې ده
2-198 پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چی د خپل رب څه فضل ولټوئ، نو كله چې له عرفات نه راكوز شئ، نو په مشعرحرام كې د الله ذكر كوئ، او د هغه ذكر كوئ لكه څنګه چې يې تاسو ته ښودنه كړې ده، او یقینًا تاسو له دې نه مخكې خامخا له ګمراهانو څخه وئ
2-203 په شمېرل شويو ورځو كې الله یادوئ، پس څوك چې په دوه ورځو كې ژر لاړ، نو پر هغه هېڅ ګناه نشته، او چا چې تاخیر وكړ، نو پر ده (هم) هېڅ ګناه نشته، د هغه چا لپاره چې تقویٰ يې غوره كړې وي او له الله نه وېریږئ، او پر دې پوه شئ چې یقینًا تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ
2-204 او بعضې له خلقو نه هغه څوك دي چې د دنيايي ژوند په باره كې د هغه خبرې تا په تعجب كې اچوي او دى په هغه څه باندې الله ګواه كوي چې د ده په زړه كې دي، حال دا چې دى ډېر زیات جګړه مار دى
2-211 له بني اسرائیلو نه تپوس وكړه چې مونږ څومره ډېرې واضحې نښې دوى ته وركړې وې، او څوك چې د الله نعمت بدل كړي، له دې نه پس چې ده ته راغى، نو یقینًا الله سخت عذاب وركوونكى دى
2-214 ایا تاسو دا ګمان كوئ چې جنت ته به داخل شئ؟ حال دا چې پر تاسو باندې لا تر اوسه د هغو خلقو حالت نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي، هغوى ته سختي او بېماري رسېدلې وې، او جړقول شوي وو تر دې چې رسول او له هغه سره ایمان راوړونكو به وویل: د الله مدد به كله راځي؟ خبردار شئ! یقینًا د الله مدد ډېر نژدې دى
2-215 دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه شى خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: څه چې خرڅ كوئ له مال نه، نو (هغه) د مور و پلار لپاره او نژدې خپلوانو او مسكینانو او مسافرو لپاره دي، او تاسو چې څه نېكي هم كوئ، نو یقینًا الله پر هغې ښه عالم دى
2-216 پر تاسو باندې جنګ كول فرض كړى شوي دي، حال دا چې دا ستاسو بدې شي، او كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر غوره وي او كېدى شي چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر بد وي او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ
2-217 دوى له تا نه د حرامو میاشتو په باره كې تپوس كوي، په هغې كې د جنګ كولو ( په باره كې)، ته (ورته) ووایه: په هغې كې جنګ كول لویه ګناه ده او د الله له لارې نه منع كول او په هغه (الله ) سره كافر كېدل او له مسجد حرام نه منع كول او له هغه (مسجد) نه د هغه اهل (حقدار) وېستل د الله په نېز بېخي ډېره لویه ګناه ده، او فتنه (شرك) له قتل نه ډېره لویه ګناه ده، او دوى به همېشه له تاسو سره جنګ كوي تر هغه پورې چې تاسو له خپل دین نه واړوي، كه وس يې وشي، او په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه وګرځېده، بیا په داسې حال كې مړ شو چې كافر و، نو دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت (دواړو) كې ضايع شوي دي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله (همېشه) وي
2-220 د دنیا او اخرت په باره كې، او دوى له تا نه د یتیمانو په باره كې پوښتنه كوي، ووایه: د دوى اصلاح كول ډېر ښه دي، او كه تاسو هغوى (له ځان سره) شریك كړئ، نو ستاسو وروڼه دي، او الله پېژني ورانكارى له اصلاح كوونكي نه، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې خامخا په مشقت كې اچولي وى، یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
2-223 ستاسو ښځې تاسو لپاره فصل دي، نو خپل فصل ته راځئ څنګه چې ستاسو خوښه وي، او د خپلو ځانونو لپاره (نېك عمل) وړاندې ولېږئ، او له الله نه وېرېږئ او پر دې پوه شئ چې یقینًا تاسو له هغه سره ملاقات كوونكي یئ، او مومنانو ته زېرى وركړه