Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. * - Tərcumənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: Yunus   Ayə:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا وَرَضُوْا بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَاطْمَاَنُّوْا بِهَا وَالَّذِیْنَ هُمْ عَنْ اٰیٰتِنَا غٰفِلُوْنَ ۟ۙ
بېشکه هغه کافران چې له الله سره د مخامخ کېدو هيله نلري چې ترې وډار شي او يا هغه وغواړي، د آخرت د تلپاتې ژوند په بدل کې د دنيا په پای ته رسيدونکي ژوند خوښ دي، پر هغو د خوښۍ له امله يې زړونه ډاډه دي، دا هغه کسان دي چې د الله له نښانو او دلايلو مخ اړوونکي او بې پروا دي.
Ərəbcə təfsirlər:
اُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
دغه کسان چې پر دغو صفتونو یاد شوي دي د اوسېدو ځای يې چې ورځي به، هغه اور دی، د هغه څه د ترسره کولو له امله چې د قيامت له ورځې انکار کول او درواغ ګڼل دي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ یَهْدِیْهِمْ رَبُّهُمْ بِاِیْمَانِهِمْ ۚ— تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
بېشکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان رواړی او ښه کارونه يې کړي دي الله به يې د ايمان له امله د هغوی داسې ښه کار ته لارښوونه وکړي چې د هغه خوښۍ ته رسوونکی وي، بيا به د قيامت په ورځ الله هغوی د تلپاتې نعمتونو جنتونو ته ننباسي، چې لاندې به ترې نهرونه بهيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
دَعْوٰىهُمْ فِیْهَا سُبْحٰنَكَ اللّٰهُمَّ وَتَحِیَّتُهُمْ فِیْهَا سَلٰمٌ ۚ— وَاٰخِرُ دَعْوٰىهُمْ اَنِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
د هغوی بلنه (وينا) به په جنت کې د الله پاکي او سپېڅلتيا بيانول وي، د الله لخوا هرکلی، د پرېښتو هرکلی او د هغوی يو بل ته هرکلی: به سلام ويل وي، د بلنې پای به يې د ټولو مخلوقاتو پالونکي الله ستاينه وي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَوْ یُعَجِّلُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَیْرِ لَقُضِیَ اِلَیْهِمْ اَجَلُهُمْ ؕ— فَنَذَرُ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
که چېرې الله پاک د خلکو د هغې ښېرا په قبلولو کې بيړه کولی چې هغوی يې د غوسې په حال کې د خپلو ځانونو، اولادونو او مالونو لپاره کوي لکه د هغوی د خير دعا چې ژر قبلوي؛ نو هغوی به تباه شوي وای، خو الله هغوی ته مهلت ورکوي، هغه خلک پرېږدي چې له هغه سره د مخامخ کېدو هيله نلري، ځکه هغوی له سزا نه ډاريږي، هغوی پرېږدي په داسې حال کې چې تردد، تعجب او د حساب په ورځ کې شک کوونکي دي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنْۢبِهٖۤ اَوْ قَاعِدًا اَوْ قَآىِٕمًا ۚ— فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهٗ مَرَّ كَاَنْ لَّمْ یَدْعُنَاۤ اِلٰی ضُرٍّ مَّسَّهٗ ؕ— كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْمُسْرِفِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
کله چې له بريده اوښتونکي انسان بدن ته کومه ناروغي يا بدحالي ورسيږي، په خوارۍ او عاجزۍ مو د اړخ لګولو، ناستې او ولاړې په حالت کې رابولي، په دې هيله چې کړاو ځنې لرې کړل شي، کله يې چې موږ دعا قبوله کړو او کړاو ورڅخه لرې کړو، پر هغه څه روان شي چې مخکې پرې و، ګواکې موږ يې د ور رسېدلي کړاو په اړه ور بللي نه يو، لکه څنګه چې د دغه مخ اړوونکي لپاره په لار ورکۍ کې پاتې کېدل ښايسته کړل شوي دي همدارنګه له پولو اوښتونکو لپاره يې د کفر له امله هغه کفر او ګناهونه ښايسته کړل شوي دي چې ترسره کوي يې؛ نو نه يې پرېږدي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَقَدْ اَهْلَكْنَا الْقُرُوْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوْا ۙ— وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ وَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
بېشکه له تاسو مخکې مو ای مشرکانو! امتونه تباه کړل د خپلوپېغمبرانو د درواغ ګڼلو او ګناهونو د ترسره کولو له امله يې، په داسې حال کې چې کوم پېغمبران مو ورلېږلي وو هغوی له داسې څرګندو دلايلو سره ورته راغلل، چې د خپل پالونکي لخوا يې په راوړي شيانو کې د هغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوي، خو هغوی سم نشول چې ايمان راوړي، د ايمان د وړتيا نه لرلو له امله، الله هغوی خوار کړل، د ايمان توفيق يې ور نکړ، لکه څنګه مو چې دغه ظالم امتونو ته سزا ورکړه همدارنګه هغوی ته ورته خلکو ته په هر وخت او هرځای کې سزا ورکوو.
Ərəbcə təfsirlər:
ثُمَّ جَعَلْنٰكُمْ خَلٰٓىِٕفَ فِی الْاَرْضِ مِنْ بَعْدِهِمْ لِنَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُوْنَ ۟
بيا مو ای خلکو! د دغو درواغ ګڼونکو امتونو چې تباه مو کړل تاسو ځای ناستي ورګرځولئ، ترڅو وګورو چې څنګه کارونه کوئ، ايا ښه کار کوئ چې ثواب پرې درکړل شي او که بد کار کوئ چې سزا پرې درکړل شي؟.
Ərəbcə təfsirlər:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• لطف الله عز وجل بعباده في عدم إجابة دعائهم على أنفسهم وأولادهم بالشر.
د الله مهرباني پر خپلو بندګانو چې د هغوی ښېرا د خپلو ځانونو او اولادونو په اړه یې نه قبلوي.

• بيان حال الإنسان بالدعاء في الضراء والإعراض عند الرخاء والتحذير من الاتصاف بذلك.
د انسان د حالت بيان چې دعا کوي د سختۍ پر مهال، د هوساينې پر مهال يې مخ اړونه او پردغه حالت له متصف کېدو څخه وېرول.

• هلاك الأمم السابقة كان سببه ارتكابهم المعاصي والظلم.
د پخوانيو امتونو د تباهۍ لامل د هغوی لخوا د ګناهونو او ظلم ترسره کول وو.

 
Mənaların tərcüməsi Surə: Yunus
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. - Tərcumənin mündəricatı

Tərcümə "Quran araşdırmaları Təfsir Mərkəzi" tərəfindən yayımlanmışdır.

Bağlamaq