Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. * - Tərcumənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: Yusuf   Ayə:
فَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَایَةَ فِیْ رَحْلِ اَخِیْهِ ثُمَّ اَذَّنَ مُؤَذِّنٌ اَیَّتُهَا الْعِیْرُ اِنَّكُمْ لَسٰرِقُوْنَ ۟
کله چې يوسف خپلو خادمانو ته د خپلو وروڼو پر اوښانو د خوراکي توکو بارولو امر وکړ، د پاچا هغه پېمانه چې غله وړونکو ته به يې غله پرې پېمانه کوله د خپل سکه ورور په بوجۍ کې له هغوی پټه کېښوده، له ځان سره د هغه د پاتې کولو لپاره، کله چې هغوی خپلو کورنيوته روان شول، يو آواز کوونکي په هغوی پسې چېغه کړه، ای په غله د بار اوښانو څښتنانو، بېشکه تاسو غله ياست.
Ərəbcə təfsirlər:
قَالُوْا وَاَقْبَلُوْا عَلَیْهِمْ مَّاذَا تَفْقِدُوْنَ ۟
د يوسف وروڼو آواز کوونکي او هغه چاته چې ورسره و د شا لخوا په مخ ور اړولو وويل: څه درڅخه ورک دي چې آن پر موږ د غلا تور لګوئ؟.
Ərəbcə təfsirlər:
قَالُوْا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَنْ جَآءَ بِهٖ حِمْلُ بَعِیْرٍ وَّاَنَا بِهٖ زَعِیْمٌ ۟
آواز کوونکي او څوک چې ورسره ملګري وو د يوسف عليه السلام وروڼو ته وويل: له موږ د پاچا هغه پېمانه ورکه شوې چې پېمانه پرې کوي، چا چې مخکې له پلټنې راوړه د هغه لپاره يو اوښ بار انعام دی او پر دغه زه ورته ضامن يم.
Ərəbcə təfsirlər:
قَالُوْا تَاللّٰهِ لَقَدْ عَلِمْتُمْ مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِی الْاَرْضِ وَمَا كُنَّا سٰرِقِیْنَ ۟
د يوسف وروڼو ورته وويل: په الله قسم تاسو ته زموږ پاکي او بېزاري درمعلومه ده، لکه زموږ حالت مو چې وليدی، موږ مصر ته نه يو راغلي چې درغلي پکښې وکړو او نه په خپل ژوند کې غله وو.
Ərəbcə təfsirlər:
قَالُوْا فَمَا جَزَآؤُهٗۤ اِنْ كُنْتُمْ كٰذِبِیْنَ ۟
آواز کوونکي او ملګرو يې وويل: که په تاسو کې چا غلا کړي وي د هغه سزا به څه وي که چېرې تاسو له غلا څخه د بېزارۍ په دعوی کې درواغجن وئ؟
Ərəbcə təfsirlər:
قَالُوْا جَزَآؤُهٗ مَنْ وُّجِدَ فِیْ رَحْلِهٖ فَهُوَ جَزَآؤُهٗ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟
د يوسف وروڼو ورته وويل: د غله سزا په موږ کې دا ده چې د چا په بار کې غلا شوی شی وموندل شي هغه سپارل کيږي هغه چاته چې غلا ترې شوې ده تر څو يې مريی کړي، په دغه مرېيتوب غوندې سزا موږ غلو ته سزا ورکوو.
Ərəbcə təfsirlər:
فَبَدَاَ بِاَوْعِیَتِهِمْ قَبْلَ وِعَآءِ اَخِیْهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِنْ وِّعَآءِ اَخِیْهِ ؕ— كَذٰلِكَ كِدْنَا لِیُوْسُفَ ؕ— مَا كَانَ لِیَاْخُذَ اَخَاهُ فِیْ دِیْنِ الْمَلِكِ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— نَرْفَعُ دَرَجٰتٍ مَّنْ نَّشَآءُ ؕ— وَفَوْقَ كُلِّ ذِیْ عِلْمٍ عَلِیْمٌ ۟
هغوی يې د خپلو بارونو د پلټنې لپاره يوسف ته راوګرځول، يوسف د خپل چل پټولو په موخه د سکه ورور له بار پلټلو مخکې د خپلو ناسکه وروڼو د بارونو پلټنه پيل کړه، بيا يې د سکه ورور بار وپلټی او پېمانه يې ترې راوويستله، لکه څنګه مو چې د ورور په بار کې يې د پېمانې اېښودلو د تدبير چل وروښودلو، همدارنګه مو هغه ته بل کار هم وروښوده چې خپلو وروڼو ته يې د هغوی د ښار سزا ورکړي چې هغه د غله غلام جوړول دي، دغه کار به نه وای ترسره شوای که يې د پاچا سزا عملي کړې وای، چې وهل او تاوان ورکول وو، مګر دا چې الله بل تدبير وغواړي هغه پرې ځواکمن دی، موږ له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو مرتبې يې لوړوو لکه د يوسف مرتبه مو چې لوړه کړه، د هر پوهې څښتن پر سر تر هغه بل پوه شته او د ټولو د پوهې پر سر د الله پوهه ده چې په هرڅه پوهيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
قَالُوْۤا اِنْ یَّسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ اَخٌ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ ۚ— فَاَسَرَّهَا یُوْسُفُ فِیْ نَفْسِهٖ وَلَمْ یُبْدِهَا لَهُمْ ۚ— قَالَ اَنْتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا ۚ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَصِفُوْنَ ۟
د يوسف وروڼو وويل: که هغه غلا کوي؛ نو حيرانتيا نشته، بېشکه سکه ورور يې د هغه له غلا مخکې غلا کړې وه، د هغوی موخه يوسف عليه السلام و، يوسف عليه السلام د هغوی پر دغه وينا خپل کړاو پټ کړ، هغوی ته يې ښکاره نکړ، په زړه کې يې ورته وويل: تاسو چې پر کومه کينه او ناوړه کړنه ياست چې مخکې در څخه وشوه، هغه په دغه ځای کې په خپله يو شر دی، الله تعالی پر دغه تور لګولو چې له تاسو وځي ډېر پوه دی.
Ərəbcə təfsirlər:
قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ اِنَّ لَهٗۤ اَبًا شَیْخًا كَبِیْرًا فَخُذْ اَحَدَنَا مَكَانَهٗ ۚ— اِنَّا نَرٰىكَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
د يوسف وروڼو يوسف ته وويل: ای عزیزه! د هغه يو سپين ږيری عمرخوړلی پلار دی چې ډېره مينه ورسره لري د هغه په بدل کې له موږ يو ونيسه، بېشکه موږ دې وينو له موږ او نورو خلکو سره په معامله کې له ښېګڼه کوونکو څخه يې؛ نو په دغه کې له موږ سره ښه وکړه.
Ərəbcə təfsirlər:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• جواز الحيلة التي يُتَوصَّل بها لإحقاق الحق، بشرط عدم الإضرار بالغير.
د داسې چل رواوالی چې د حق ثابتولو ته پرې ورسيږي بل ته د زيان نه رسولو په شرط.

• يجوز لصاحب الضالة أو الحاجة الضائعة رصد جُعْل «مكافأة» مع تعيين قدره وصفته لمن عاونه على ردها.
د ورک شوي يا ضايع شوي شي د څښتن لخوا د هغه چا لپاره انعام ټاکل روا دي چې د هغه په بېرته ورکړه کې مرسته وکړي، سره لدې چې اندازه او صفت يې معلوم کړي.

• التغافل عن الأذى والإسرار به في النفس من محاسن الأخلاق.
له کړاو بې پروايي او په زړه کې يې پټول د ښو اخلاقو له ډلې څخه دي.

 
Mənaların tərcüməsi Surə: Yusuf
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. - Tərcumənin mündəricatı

Tərcümə "Quran araşdırmaları Təfsir Mərkəzi" tərəfindən yayımlanmışdır.

Bağlamaq