Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. * - Tərcumənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: əl-Bəqərə   Ayə:
وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ یُّقْتَلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَمْوَاتٌ ؕ— بَلْ اَحْیَآءٌ وَّلٰكِنْ لَّا تَشْعُرُوْنَ ۟
او تاسی مه وایاست -اې مومنانو!- د هغه چا په هکله چی د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې شهید شی، چی هغوی داسې مړه دي لکه څنګه چې نور خلک مري، بلکې دوئ د الله تعالی په نزد ژوندي دي، لیکن تاسو یې په ژوند نه پوهېږئ؛ ځکه چې هغه خاصه زندګي ده چی له وحیې پرته پرې څوک نه پوهېږي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَیْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوْعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْاَمْوَالِ وَالْاَنْفُسِ وَالثَّمَرٰتِ ؕ— وَبَشِّرِ الصّٰبِرِیْنَ ۟ۙ
او خامخا به مونږ په تاسې باندې رنګ رنګ ازمایښتونه کوو؛ لکه له دښمن څخه وېره، د ډوډۍ کموالی، د مالونو نشتوالی او پیداکول یې هم په ډیر مشقت سره، او کموالی په نفسونو کې د هغو مصیبتونو په وجه چې خلک تباه کوي، او یا د الله تعالی په لاره کې په شهادت سره او په کموالی د زمکی د میوو سره، نو -اې پیغمبره!- ته د دنیا او اخرت د خوشحالیو زیری هغه چاته ورکړه چی په دې مصیبتونو صبر کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
الَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَتْهُمْ مُّصِیْبَةٌ ۙ— قَالُوْۤا اِنَّا لِلّٰهِ وَاِنَّاۤ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَ ۟ؕ
او هغه کسان چې له د غو مصیبتونو څخه ورته یو مصیبت ورسېږي، نو په رضا او غاړه کېښودو سره ووايي: مونږ ټول د الله تعالی ملکیت یو څنګه چې وغواړي هماغه شان په مونږ کې تصرف کوي او مونږه خامخا د قیامت په ورځ الله تعالی ته ورګرځیدونکي یو، نو الله تعالی هغه ذات دی چې مونږ ئې پیداکړي یو او په مونږ یې د قسما قسم نعمتونو پیرزوینه کړې ده، او خاص الله تعالی ته زمونږ ورګرځیدل دي او وروستۍ ورتګ مو هم دی.
Ərəbcə təfsirlər:
اُولٰٓىِٕكَ عَلَیْهِمْ صَلَوٰتٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ ۫— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُهْتَدُوْنَ ۟
د دغو صفتونو والا باندې الله تعالی په ملأ اعلی (د ملایکو په مجلس کې) ثنا وائي، او رحمت ورباندې نازلوي او خاص همدغه کسان د سمې لارې موندونکي دي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ ۚ— فَمَنْ حَجَّ الْبَیْتَ اَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِ اَنْ یَّطَّوَّفَ بِهِمَا ؕ— وَمَنْ تَطَوَّعَ خَیْرًا ۙ— فَاِنَّ اللّٰهَ شَاكِرٌ عَلِیْمٌ ۟
د کعبې شریفې خواته چې د صفا او مروه کوم دوه پیژندل شوي غرونه دي، دا د شریعت له نښو څخه دي، نو هر څوک چي بیت الله شریف ته د حج یا عمری اداء کولو اراده وکړي؛ نو په دوی څه ګناه نشته چی د دې دواړو غرونو ترمنځ منډې ووهي (سعي وکړي) او دلته د نه ګناه معنی دا ده چې د هغو مسلمانانو لپاره اطمینان دی چی کومو به د صفا او مروه ترمنځ سعی کول بد ګڼل په دې عقیده چې دا د جاهلیت له کارونو څخه دي، نو الله تعالی روښانه کړه چې دا د حج د کارونو څخه دي او چاچې په اخلاص سره په خپله خوښه مستحب کارونه تر سره کړل، نو الله تعالی یې له هغه څخه قبلوي او بدله ورله هم ورکوي، الله تعالی پوهه دی په هغه چا چې نیک کارونه کوي، او د ثواب مستحق ګرځي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْتُمُوْنَ مَاۤ اَنْزَلْنَا مِنَ الْبَیِّنٰتِ وَالْهُدٰی مِنْ بَعْدِ مَا بَیَّنّٰهُ لِلنَّاسِ فِی الْكِتٰبِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ یَلْعَنُهُمُ اللّٰهُ وَیَلْعَنُهُمُ اللّٰعِنُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چی له خلکو څخه هغه دلیلونه پټوي چې مونږ د پیغمبر په ریښتینوالی دلالت کوي او په هغه څه مو رالیږلی چی دی پیغمبر پرې راتګ کړی(قران)، د یهودیانو او نصارو څخه او د نورو خلکو څخه، وروسته ددی نه چی مونږ خلکو ته د هغوئ په کتابونو کښې ښکاره کړی وو؛ دغه کسان الله تعالی د خپل رحمت څخه لری کوي، او همدارنګه ملایکی پیغمبران او ټول خلک دوی ته د الله له رحمت نه د لرې والی دعاګانې کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا وَاَصْلَحُوْا وَبَیَّنُوْا فَاُولٰٓىِٕكَ اَتُوْبُ عَلَیْهِمْ ۚ— وَاَنَا التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
مګر هغه کسان چې الله تعالی ته په داسې حال کې ورګرځي چی د پیغمبر د ريښتینولۍ د دلیلونو په پټولو پښېمانه وي او خپل پټ او ښکاره عملونه برابر کړي او کوم حق او د هدایت خبرې چې پټې کړې یې وي، بیرته یې خلکو ته بیان کړي، نو د دغو کسانو نیکیو ته راګرځیدل زه قبلوم، او زه د توبه ایستونکو بنده ګانو ښه توبه قبلونکی او په هغوئ رحم کوونکی یم.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَمَاتُوْا وَهُمْ كُفَّارٌ اُولٰٓىِٕكَ عَلَیْهِمْ لَعْنَةُ اللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
بېشکه هغه کسان چې کفر یې کړی او مخکې له توبې ایستلو څخه په کفر کې مړه شوي، په دې کسانو باندې د الله تعالی لعنت دی او د الله تعالی له رحمت څخه شړل شوي دي او همدارنګه ملائیکې او ټول خلک دوی ته د الله له رحمت څخه د لرې کېدو دعا کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— لَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
همېشه به په دوی باندې لعنت وي، له دوی څخه به یوه ورځ عذاب هم نشي لرې کېدی او د قیامت په ورځ به دوی ته مهلت هم نشي ورکول کېدی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ ۟۠
-اې خلکو!- ستاسو د عبادت مستحق یوازې یو ذات دی چې په خپل ذات او صفاتو کې یوازې دی، له هغه څخه سوا بل څوک په حق سره د عبادت لایق نه دی، هغه مهربان ذات دی، د پراخې مهربانۍ څښتن دی، داسې چې په خپلو بنده ګانو یې بې شمېره پېرزوینې کړي دي.
Ərəbcə təfsirlər:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• الابتلاء سُنَّة الله تعالى في عباده، وقد وعد الصابرين على ذلك بأعظم الجزاء وأكرم المنازل.
پر خپلو بنده ګانو ازمیښت کول د الله تعالی طریقه ده او په دې ازمیښتونو باندې صبرکوونکو سره الله تعالی د سترې بدلې او د غوره درجو ورکولو وعده کړې ده.

• مشروعية السعي بين الصفا والمروة لمن حج البيت أو اعتمر.
د حج او عمرې کوونکو لپاره د صفا او مروه تر منځ د منډې وهلو (سعی کولو) جواز او مشروعیت.

• من أعظم الآثام وأشدها عقوبة كتمان الحق الذي أنزله الله، والتلبيس على الناس، وإضلالهم عن الهدى الذي جاءت به الرسل.
له خلکو څخه د الله تعالی د رالېږل شوي حق پټول او په خلکو باندې د حق ګډوډول او خلک د پیغمبرانو له لارې څخه بې لارې کول له ډېرو غټو ګناهونو څخه دي او سخته سزا به ورکول کېږي.

 
Mənaların tərcüməsi Surə: əl-Bəqərə
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. - Tərcumənin mündəricatı

Tərcümə "Quran araşdırmaları Təfsir Mərkəzi" tərəfindən yayımlanmışdır.

Bağlamaq