Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Tərcumənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Ayə: (134) Surə: ən-Nisa
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ ثَوَابَ الدُّنْیَا فَعِنْدَ اللّٰهِ ثَوَابُ الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟۠
څوک چې ستاسو څخه -ای خلکو- غواړي په خپل عمل باندې یوازې د دنیا ثواب، نو پس پوهه شئ چې د الله تعالی سره شته ثواب د دنیا او اخرت، نو بس ودې غواړي ثواب د دې دواړو، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو د خبرو، لیدونکی دی ستا د کارونو، او خامخا به درله پرې بدله درکړي.
Ərəbcə təfsirlər:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• استحباب المصالحة بين الزوجين عند المنازعة، وتغليب المصلحة بالتنازل عن بعض الحقوق إدامة لعقد الزوجية.
د خاوند او ښځې د خپلمنځي اختلاف پر مهال د دواړو تر منځه روغه جوړه کول مستحب دي، او غالبول د مصلحت دي په تنازل کولو سره د خپلو ځینو حقونو څخه لپاره د دایم ساتلو د تړون د نکاح.

• أوجب الله تعالى العدل بين الزوجات خاصة في الأمور المادية التي هي في مقدور الأزواج، وتسامح الشرع حين يتعذر العدل في الأمور المعنوية، كالحب والميل القلبي.
واجب کړی الله تعالی عدل کول د ښځو تر منځه په ځانګړې توګه په مادي چارو کې، هغه چې د خاوند په وسه کې دي، او بخښنه کړې شرعې کله چې ناممکن وي عدل کول په معنوي چارو کې، لکه مینه او د زړه کوږوالی یوې ښځې طرف ته.

• لا حرج على الزوجين في الفراق إذا تعذرت العِشْرة بينهما.
په ښځه او خاوند باندې هیڅ ګناه نشته په جداکیدو کې کله چې د دواړو تر منځ زندګې تیرول نا ممکن شي.

• الوصية الجامعة للخلق جميعًا أولهم وآخرهم هي الأمر بتقوى الله تعالى بامتثال الأوامر واجتناب النواهي.
جامع وصیت او حکم ټولو خلکو ته اول او اخرو ته هغه امر کول دي د الله تعالی څخه په ویرې په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه.

 
Mənaların tərcüməsi Ayə: (134) Surə: ən-Nisa
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Tərcumənin mündəricatı

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Bağlamaq