Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - "Ruvvad" * - Tərcumənin mündəricatı

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Mənaların tərcüməsi Surə: ət-Tovbə   Ayə:

التوبة

بَرَآءَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖۤ اِلَی الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ؕ
د بېزارۍ اعلان دى د الله او د هغه د پيغمبر له خوا هغو مشركانو ته چې له هغو سره تاسي تړون كړى و.
Ərəbcə təfsirlər:
فَسِیْحُوْا فِی الْاَرْضِ اَرْبَعَةَ اَشْهُرٍ وَّاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ مُخْزِی الْكٰفِرِیْنَ ۟
نو تاسي په ځمکه كې څلور مياشتې نور وګرځئ او پدې پوه شئ چې تاسې د الله عاجزوونكي نه ياست، او دا چې الله د کافرانو رسوا كوونكى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَذَانٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖۤ اِلَی النَّاسِ یَوْمَ الْحَجِّ الْاَكْبَرِ اَنَّ اللّٰهَ بَرِیْٓءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۙ۬— وَرَسُوْلُهٗ ؕ— فَاِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ ؕ— وَبَشِّرِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ
د الله او د هغه د رسول له لوري د حج اكبر په ورځ ټولو خلكو لپاره اعلان دی چې الله او د هغه پېغمبر له مشركانو څخه بېزار دي اوس كه تاسي توبه وباسئ نو همدا ستاسي لپاره ښه ده، او كه مخ واړوئ نو پوه شئ چې تاسي دالله بې وسه كوونكي نه ياست، او اى پېغمبره! منكرانو ته د دردناك عذاب زيرى واوروه.
Ərəbcə təfsirlər:
اِلَّا الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ثُمَّ لَمْ یَنْقُصُوْكُمْ شَیْـًٔا وَّلَمْ یُظَاهِرُوْا عَلَیْكُمْ اَحَدًا فَاَتِمُّوْۤا اِلَیْهِمْ عَهْدَهُمْ اِلٰی مُدَّتِهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟
پرته له هغو مشركانو نه چې له هغو سره تاسي تړونونه كړيدي او هغوى د خپل تړون په سرته رسولو كې له تاسي سره څه نيمګړتيا نده كړې او نه يې ستاسي پر خلاف د چا ملاتړ كړی دى، نو له داسې خلكو سره تاسي هم د تړون تر مودې پورې وفا وكړئ ځكه چې الله پرهيزګاران خوښوي.
Ərəbcə təfsirlər:
فَاِذَا انْسَلَخَ الْاَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِیْنَ حَیْثُ وَجَدْتُّمُوْهُمْ وَخُذُوْهُمْ وَاحْصُرُوْهُمْ وَاقْعُدُوْا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ ۚ— فَاِنْ تَابُوْا وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ فَخَلُّوْا سَبِیْلَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
نو كله چې حرامې مياشتې تېرې شوې بيا نو هر ځاى چې مشركان بيامومئ وژنئ يې، ويې نيسئ، را ايساريې كړئ او په هر څارنځي كې ورته كېنئ نو كه توبه يې ووېستله، لمونځ يې ترسره كړ او زكات يې وركړ نو لار يې خوشې كړئ بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِنْ اَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ اسْتَجَارَكَ فَاَجِرْهُ حَتّٰی یَسْمَعَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ اَبْلِغْهُ مَاْمَنَهٗ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
او كه له مشركانو كوم يو پناه درنه وغواړي نو پناه وركړه تر څو د الله كلام واوري، بيا يې خپل د امن ځاى ته ورسوه، دا ځكه چې دوى ناپوهه خلك دي.
Ərəbcə təfsirlər:
كَیْفَ یَكُوْنُ لِلْمُشْرِكِیْنَ عَهْدٌ عِنْدَ اللّٰهِ وَعِنْدَ رَسُوْلِهٖۤ اِلَّا الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ— فَمَا اسْتَقَامُوْا لَكُمْ فَاسْتَقِیْمُوْا لَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟
د دې مشركانو لپاره د الله او د هغه د رسول پر وړاندې څرنګه ژمنه كېداى شي؟ پرته له هغو چې تاسو د مسجد حرام خواته ژمنه ورسره كړې ده، نو ترڅو چې هغوى درسره سم وي (په ژمنه کې) تاسو هم ورسره سم اوسئ، بې شكه الله متقيان خوښوي.
Ərəbcə təfsirlər:
كَیْفَ وَاِنْ یَّظْهَرُوْا عَلَیْكُمْ لَا یَرْقُبُوْا فِیْكُمْ اِلًّا وَّلَا ذِمَّةً ؕ— یُرْضُوْنَكُمْ بِاَفْوَاهِهِمْ وَتَاْبٰی قُلُوْبُهُمْ ۚ— وَاَكْثَرُهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟ۚ
هغوى به څرنګه ( ژمنه وساتي) چې كه پر تاسو يې لاس بر شي نو بيا ستاسو په هكله نه د خپلوۍ خيال ساتي او نه د تړون، تش په خوله مو خوشالوي خو زړونه يې انكار كوي او زياتره يې فاسقان دي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِشْتَرَوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هغوى د الله په آيتونو لږ غوندې قيمت پېرودلى، او د هغه له لارې يې ايسارول كړي، رښتيا هم بدې چارې وې چې دوى وكړې.
Ərəbcə təfsirlər:
لَا یَرْقُبُوْنَ فِیْ مُؤْمِنٍ اِلًّا وَّلَا ذِمَّةً ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُعْتَدُوْنَ ۟
هغوى د يو مومن په باب نه خپلوۍ ته ګوري او نه ژمنې ته او همدوى (تل) تېرى كوونكي دي.
Ərəbcə təfsirlər:
فَاِنْ تَابُوْا وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ فَاِخْوَانُكُمْ فِی الدِّیْنِ ؕ— وَنُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
نو كه توبه يې ووېستله، لمونځ يې ترسره كړ، او زكات يې وركړ نو بيا خو ستاسي ديني ورونه دي او دا آيتونه هغو خلكو ته په تفصيل بيانوو چې پوهيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِنْ نَّكَثُوْۤا اَیْمَانَهُمْ مِّنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ فَقَاتِلُوْۤا اَىِٕمَّةَ الْكُفْرِ ۙ— اِنَّهُمْ لَاۤ اَیْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَنْتَهُوْنَ ۟
او كه له ژمنې وروسته يې بيا خپل قسمونه مات كړل او ستاسو په دين كې يې پېغورونه دركړل (عیبونه یې ولګول)، نو د كفر له (دغو) مشرانو سره وجنګېږئ، ځكه چې د هغوى د قسمونو څه اعتبار نشته ښايي (په دې توګه) هغوى را ايسار شي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَا تُقَاتِلُوْنَ قَوْمًا نَّكَثُوْۤا اَیْمَانَهُمْ وَهَمُّوْا بِاِخْرَاجِ الرَّسُوْلِ وَهُمْ بَدَءُوْكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؕ— اَتَخْشَوْنَهُمْ ۚ— فَاللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشَوْهُ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
آيا له هغو خلكو سره به ولې نه جنګېږئ چې خپل قسمونه يې مات كړي او (له وطنه يې) د رسول (صلی الله علیه وسلم) د وېستلو قصد كړى و، او همدوى له تاسو سره (د جنګ) لومړني پيل كوونكي دي، آيا له هغوى وېرېږئ، نو الله ډېر لايق دى چې ترې وډار شئ كه تاسو رښتيني مومنان ياست.
Ərəbcə təfsirlər:
قَاتِلُوْهُمْ یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ بِاَیْدِیْكُمْ وَیُخْزِهِمْ وَیَنْصُرْكُمْ عَلَیْهِمْ وَیَشْفِ صُدُوْرَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
له هغو سره وجنګېږئ، الله به ستاسي په لاسونو هغوى ته سزا وركړي او هغوى به ذليل او خوار كړي او د هغو په مقابل كې به ستاسي مرسته وكړي او د ډېرو مومنانو زړونه به يخ كړي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَیُذْهِبْ غَیْظَ قُلُوْبِهِمْ ؕ— وَیَتُوْبُ اللّٰهُ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او د هغوى د زړونو تاو به ايسته كړي او چاته يې چې خوښه شي د توبې توفيق به هم وركړي، الله په هر څه پوهېدونكى حكمت والا دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تُتْرَكُوْا وَلَمَّا یَعْلَمِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ جٰهَدُوْا مِنْكُمْ وَلَمْ یَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلَا رَسُوْلِهٖ وَلَا الْمُؤْمِنِیْنَ وَلِیْجَةً ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
آيا تاسي دا ګڼلې ده چې همداسې به پريښودل شئ پداسې حال كې چې تر اوسه پورې خو الله دا نده څرګنده كړې چې له تاسي نه څوك هغه كسان دي چې هغوى (د هغه په لاره كې) سرښندنه وكړه او له الله او پېغمبر او مومنانو څخه پرته يې څوك صميمي دوست ونه نيوه، تاسي چې څه كوئ الله ورڅخه خبر دى.
Ərəbcə təfsirlər:
مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِیْنَ اَنْ یَّعْمُرُوْا مَسٰجِدَ اللّٰهِ شٰهِدِیْنَ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ ۖۚ— وَفِی النَّارِ هُمْ خٰلِدُوْنَ ۟
مشركانو سره نه ښايي چې د الله جوماتونه ودان كړي, حال دا چې خپله پر ځانونو د كفر شاهدي وايي، د هغوى عملونه خو ضايع شوي او تل ترتله به په اور كې اوسېدونكي وي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّمَا یَعْمُرُ مَسٰجِدَ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَاَقَامَ الصَّلٰوةَ وَاٰتَی الزَّكٰوةَ وَلَمْ یَخْشَ اِلَّا اللّٰهَ ۫— فَعَسٰۤی اُولٰٓىِٕكَ اَنْ یَّكُوْنُوْا مِنَ الْمُهْتَدِیْنَ ۟
خبره داده چې د الله جوماتونه يوازې هغه څوك ودانوي چې په الله او د آخرت په ورځ ايمان لري، لمونځ ترسره كوي، زكات وركوي او الله نه پرته، له بل چا نه وېريږي، نو هيله ده چې همدا كسان به له سمه لار موندونكو څخه وي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَجَعَلْتُمْ سِقَایَةَ الْحَآجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَجٰهَدَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— لَا یَسْتَوٗنَ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۘ
آيا حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ودانول مو د هغه چا (له كار) سره برابر ګڼلي چې په الله او د آخرت په ورځ يې ايمان راوړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى؟ د الله پر وړاندې خو نه دي برابر او الله ظالمانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ۙ— اَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او په مالونو او ځانونو يې د الله په لار كې جهاد كړى، د الله په وړاندې خو د هماغو درجه لوړه ده او همدوى بريالي دي.
Ərəbcə təfsirlər:
یُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُمْ بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَّجَنّٰتٍ لَّهُمْ فِیْهَا نَعِیْمٌ مُّقِیْمٌ ۟ۙ
د هغوى رب دوى ته د خپل رحمت، خوښۍ او داسې جنتونو زېرى وركوي چې هلته به ورته همېشني نعمتونه وي.
Ərəbcə təfsirlər:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟
تل به پكې اوسېدونكي وي تر ابده، بې شكه الله سره لوى اجر دى.
Ərəbcə təfsirlər:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْۤا اٰبَآءَكُمْ وَاِخْوَانَكُمْ اَوْلِیَآءَ اِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَی الْاِیْمَانِ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ای مومنانو! خپل پلرونه او ورونه هم دوستان مه نيسئ كه هغوى كفر تر ايمانه زيات خوښوي، او له تاسو نه چې څوك له هغو سره دوستي كوي نو هماغه خلک ظالمان دي.
Ərəbcə təfsirlər:
قُلْ اِنْ كَانَ اٰبَآؤُكُمْ وَاَبْنَآؤُكُمْ وَاِخْوَانُكُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ وَعَشِیْرَتُكُمْ وَاَمْوَالُ ١قْتَرَفْتُمُوْهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسٰكِنُ تَرْضَوْنَهَاۤ اَحَبَّ اِلَیْكُمْ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَجِهَادٍ فِیْ سَبِیْلِهٖ فَتَرَبَّصُوْا حَتّٰی یَاْتِیَ اللّٰهُ بِاَمْرِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
ورته ووايه: كه پلرونه مو، زامن مو، ورونه مو، مېرمنې مو، خپلوان مو، هغه مالونه چې ګټلي مو دي، هغه سوداګري چې تاسو يې له ناچل کېدلو وېريږئ او هغه كورونه مو چې (ډېر) يې خوښوئ، تر الله، رسول يې، او د هغه په لار كې تر جهاد كولو درته غوره وي نو بيا تر هغه صبر وكړئ چې الله خپله فيصله درته را وړي او الله فاسقانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.
Ərəbcə təfsirlər:
لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ فِیْ مَوَاطِنَ كَثِیْرَةٍ ۙ— وَّیَوْمَ حُنَیْنٍ ۙ— اِذْ اَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَیْـًٔا وَّضَاقَتْ عَلَیْكُمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّیْتُمْ مُّدْبِرِیْنَ ۟ۚ
بې شكه الله په ډېرو ځايونو كې ستاسو مرسته كړې او د حنين په ورځ هم چې خپل ډېروالي غره كړي وئ، خو هېڅ شى يې درنه ايسار نه كړ او ځمكه له خپلې پراخۍ سره سره در باندې تنګه شوه بيا مو شا كړه وتښتېدئ.
Ərəbcə təfsirlər:
ثُمَّ اَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَعَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَاَنْزَلَ جُنُوْدًا لَّمْ تَرَوْهَا ۚ— وَعَذَّبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَذٰلِكَ جَزَآءُ الْكٰفِرِیْنَ ۟
بيا الله پر خپل رسول او مومنانو خپله ډاډينه را نازله كړه او هغه لښكر يې راكوز كړ چې تاسو نه ليدلو او كافرانو ته يې سزا وركړه او د كافرانو لپاره همدا بدله ده.
Ərəbcə təfsirlər:
ثُمَّ یَتُوْبُ اللّٰهُ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بيا به الله توبه قبوله كړي چاته يې چې خوښه شي او الله بخښونكى مهربان دى.
Ərəbcə təfsirlər:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّمَا الْمُشْرِكُوْنَ نَجَسٌ فَلَا یَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هٰذَا ۚ— وَاِنْ خِفْتُمْ عَیْلَةً فَسَوْفَ یُغْنِیْكُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖۤ اِنْ شَآءَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
ای مومنانو! مشركان ناولي دى نو له سږكال وروسته دې مسجد حرام ته نه ورنږدې كيږي او كه له تنګلاسۍ وېرېږئ نو كه د الله خوښه شوه ډېر زر به مو له خپله فضله شتمن كړي، بې شكه الله پوه د حكمت والا دى.
Ərəbcə təfsirlər:
قَاتِلُوا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَلَا بِالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَلَا یُحَرِّمُوْنَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ وَلَا یَدِیْنُوْنَ دِیْنَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ حَتّٰی یُعْطُوا الْجِزْیَةَ عَنْ یَّدٍ وَّهُمْ صٰغِرُوْنَ ۟۠
د اهل كتابو له هغو کسانو سره وجنګېږئ چې په الله او اّخرت ورځ ايمان نه راوړي، هغه څه چې الله او رسول يې حرام كړي حرام نه ګڼي او حق دين خپل دين نه ګرځوي، تر هغه پورې (ورسره جنګيږئ) چې په خپل لاس جزيه وركړي او دوى ذليلان وي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ عُزَیْرُ ١بْنُ اللّٰهِ وَقَالَتِ النَّصٰرَی الْمَسِیْحُ ابْنُ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ قَوْلُهُمْ بِاَفْوَاهِهِمْ ۚ— یُضَاهِـُٔوْنَ قَوْلَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— قَاتَلَهُمُ اللّٰهُ ۚ— اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
او يهودو وويل: عزير د الله زوى دى او نصرانيانو وويل چې مسيح د الله زوى دى دا د دوى په خولو كې (باطلې) خبرې دي، د هغو خلكو له خبرو سره ورته والی لري چې له دوى ړومبي كافران شوي وو، الله دې دوى تباه كړي څرنګه له حقه اړول كيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِتَّخَذُوْۤا اَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَالْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ ۚ— وَمَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوْۤا اِلٰهًا وَّاحِدًا ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— سُبْحٰنَهٗ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
خپل عالمان او عابدان يې ځان ته له الله پرته خدايان نيولي او همدارنګه د مريمى زوى مسيح (يې هم په خدایۍ نيولى) او حال دا چې دوى د يو الله له عبادت پرته په بل څه نه وو ګمارل شوي، له هغه پرته خو كوم بل معبود نشته، له هغه څه پاک دى چې دوى يې ورسره شريكوي.
Ərəbcə təfsirlər:
یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّطْفِـُٔوْا نُوْرَ اللّٰهِ بِاَفْوَاهِهِمْ وَیَاْبَی اللّٰهُ اِلَّاۤ اَنْ یُّتِمَّ نُوْرَهٗ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟
دوى غواړي چې دالله رڼا د خپلو خولو (پوكيو) سره مړه كړي او الله د خپلې رڼا له بشپړولو پرته بل څه نه مني كه څه هم كافران (دا كار) بد وګڼي.
Ərəbcə təfsirlər:
هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ ۙ— وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ ۟
دى هماغه ذات دى چې خپل رسول یې له هدايت او حق دين سره دې لپاره راولېږلو چې پر ټولو دينونو يې برلاسى كړي، كه څه هم مشركانو ته بد وبريښي.
Ərəbcə təfsirlər:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْاَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَیَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَكْنِزُوْنَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا یُنْفِقُوْنَهَا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۙ— فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ
ای مومنانو! واقعاً چې (د اهل كتابو) زياتره عالمان او پيران په ناروا توګه د خلكو مالونه خوري او د الله له لارې ايسارول كوي، او هغو خلكو ته هم د دردناكې سزا زېرى وركړه چې سره او سپين ذخيره كوي او د الله په لار كې يې نه لګوي.
Ərəbcə təfsirlər:
یَّوْمَ یُحْمٰی عَلَیْهَا فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوٰی بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوْبُهُمْ وَظُهُوْرُهُمْ ؕ— هٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ فَذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُوْنَ ۟
په هغه ورځ چې دغه خزانې به د دوزخ په اور سرې شي بيا به يې تندي، اړخونه او شاګانې پرې داغل كيږي، (ورته وبه ويل شي) دا ده هماغه خزانه چې تاسو خپلو ځانونو ته راغونډه كړې وه (اوس) نو وڅكئ هغه چې تاسو ذخيره كول.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ عِدَّةَ الشُّهُوْرِ عِنْدَ اللّٰهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ یَوْمَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ مِنْهَاۤ اَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۙ۬— فَلَا تَظْلِمُوْا فِیْهِنَّ اَنْفُسَكُمْ ۫— وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِیْنَ كَآفَّةً كَمَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ كَآفَّةً ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
په حقيقت كې د الله پر وړاندي د مياشتو شمېر دولس دى د الله په كتاب كې، له هغې ورځي چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، له هغو نه څلور حرامې (میاشتې) دي، همدا سم دين دى، نو په دغو كې پر خپلو ځانونو ظلم مه كوئ، او تاسو ټول له مشركانو سره وجنګېږئ لكه څرنګه چې هغوى ټول درسره جنګيږي او پوه شئ چې بې شكه الله متقيانو سره دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّمَا النَّسِیْٓءُ زِیَادَةٌ فِی الْكُفْرِ یُضَلُّ بِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُحِلُّوْنَهٗ عَامًا وَّیُحَرِّمُوْنَهٗ عَامًا لِّیُوَاطِـُٔوْا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ فَیُحِلُّوْا مَا حَرَّمَ اللّٰهُ ؕ— زُیِّنَ لَهُمْ سُوْٓءُ اَعْمَالِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟۠
بې شكه دا (د حرامو مياشتو) تاخير په كفر كې (يو بل) زياتوالى دى، چې په دې سره هغه كسان بې لارې كيږي څوك چې كافران شوي، يو كال يې حلالوي، او بل كال يې حراموي، ترڅو د هغو (مياشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې، نو څه چې الله حرام كړي دوى يې حلالوي، بدې چارې يې ورته ښايسته شوې دي او الله كافرانو خلكو ته سمه لار نه ښايې.
Ərəbcə təfsirlər:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَا لَكُمْ اِذَا قِیْلَ لَكُمُ انْفِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اثَّاقَلْتُمْ اِلَی الْاَرْضِ ؕ— اَرَضِیْتُمْ بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا مِنَ الْاٰخِرَةِ ۚ— فَمَا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا قَلِیْلٌ ۟
ای مومنانو! په تاسو څه شوي، كله چې درته وويل شي د الله په لار كې ووځئ نو د ځمكې خواته درانه شئ؟ آيا د آخرت په مقابل كې د دنيا په ژوند خوښ ياست؟ نو د آخرت په مقابل كې خو د دنيایي ژوند سامان پرته له يو كم شي نور هېڅ نه دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اِلَّا تَنْفِرُوْا یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۙ۬— وَّیَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوْهُ شَیْـًٔا ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
كه و نه وځئ نو دردناك عذاب به دركړي او ستاسي پر ځاى به يو بل قوم راولي او الله ته به هېڅ ضرر ونه شئ رسولاى او الله خو په هر څه قادر دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اِلَّا تَنْصُرُوْهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّٰهُ اِذْ اَخْرَجَهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ثَانِیَ اثْنَیْنِ اِذْ هُمَا فِی الْغَارِ اِذْ یَقُوْلُ لِصَاحِبِهٖ لَا تَحْزَنْ اِنَّ اللّٰهَ مَعَنَا ۚ— فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلَیْهِ وَاَیَّدَهٗ بِجُنُوْدٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِیْنَ كَفَرُوا السُّفْلٰی ؕ— وَكَلِمَةُ اللّٰهِ هِیَ الْعُلْیَا ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
كه تاسو يې مرسته ونكړئ نو الله يې هغه وخت لا مرسته كړې وه كله چې هغه كافرانو را ووېستو په داسې حال كې چې د دوو دوهم (كس) و، هغه وخت چې دواړه په سمڅه كې وو، هلته چې خپل ملګري ته يې ويل: مه خپه كېږه، يقيناً الله موږ سره دى, نو الله خپله ډاډينه ورباندې نازله كړه او په هغو لښكرو يې د ده ملاتړ وكړ چې تاسو نه وې ليدلې او د كافرانو وينا يې تيټه كړه او د الله كلمه خو ده اوچته، او الله برلاسى ځيرك دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنْفِرُوْا خِفَافًا وَّثِقَالًا وَّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِكُمْ وَاَنْفُسِكُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ووځئ سپك او درانه او د الله په لار كې په خپلو مالونو او سرونو جهاد وكړئ، دا ډېره درته غوره ده كه تاسو پوهېږئ.
Ərəbcə təfsirlər:
لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِیْبًا وَّسَفَرًا قَاصِدًا لَّاتَّبَعُوْكَ وَلٰكِنْ بَعُدَتْ عَلَیْهِمُ الشُّقَّةُ ؕ— وَسَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ ۚ— یُهْلِكُوْنَ اَنْفُسَهُمْ ۚ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟۠
كه چېرې ګټه نږدې او سفر منځنى (اسانه) وى نو خامخا به در پسې تللي وو، خو دا واټن (مسافه) پر دوى ډېر لرې شو او زر به په الله قسمونه وكړي چې كه موږ كولاى شواى نو خامخا به موږ درسره وتلي وو، (په دې قسمونو) خپل ځانونه خپله تباه كوي او الله خو ښه پوهېږي چې هغوى حتماً دروغجن دي.
Ərəbcə təfsirlər:
عَفَا اللّٰهُ عَنْكَ ۚ— لِمَ اَذِنْتَ لَهُمْ حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَكَ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا وَتَعْلَمَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
الله دې معافي درته وكړي، ولې دې (د پاتې كېدلو) اجازه وركړه؟ ترڅو رښتيني خلک هم درته څرګند شوي واى او دروغجن دې هم معلوم كړي واى.
Ərəbcə təfsirlər:
لَا یَسْتَاْذِنُكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ اَنْ یُّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالْمُتَّقِیْنَ ۟
نه غواړي اجازه له تا څخه هغه کسان چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري له دې څخه چې جهاد وکړي په مالونو او ځانونو باندې، او الله تعالی ښه پوه دی په پرهېزګارانو.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّمَا یَسْتَاْذِنُكَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوْبُهُمْ فَهُمْ فِیْ رَیْبِهِمْ یَتَرَدَّدُوْنَ ۟
خبره دا ده چې له تانه د پاتې كېدو اجازه هغه كسان غواړي چې په الله او د آخرت په ورځ ايمان نه لري او زړونو كې يې شک دى نو دوى په خپل شک كې لا لهانده ګرځي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَوْ اَرَادُوا الْخُرُوْجَ لَاَعَدُّوْا لَهٗ عُدَّةً وَّلٰكِنْ كَرِهَ اللّٰهُ انْۢبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِیْلَ اقْعُدُوْا مَعَ الْقٰعِدِیْنَ ۟
او كه هغوى وتل غوښتلی نو څه چمتووالى به يې ورته كړى وو، خو د دوى پاڅون د الله خوښ نه و، نو سست يې كړل او وويل شول چې (كرار) كېنئ له ناستو سره.
Ərəbcə təfsirlər:
لَوْ خَرَجُوْا فِیْكُمْ مَّا زَادُوْكُمْ اِلَّا خَبَالًا وَّلَاۡاَوْضَعُوْا خِلٰلَكُمْ یَبْغُوْنَكُمُ الْفِتْنَةَ ۚ— وَفِیْكُمْ سَمّٰعُوْنَ لَهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
كه هغوى در سره وتلي هم وى نو پرته له شرارته (فساد) به يې څه نه وو در زيات كړي او ستاسو ترمنځ به يې د فتنې اچولو لپاره منډې ترړې وهلې، او په تاسو كې د هغوى جاسوسان هم شته او الله په ظالمانو ډېر ښه عالم دى.
Ərəbcə təfsirlər:
لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَقَلَّبُوْا لَكَ الْاُمُوْرَ حَتّٰی جَآءَ الْحَقُّ وَظَهَرَ اَمْرُ اللّٰهِ وَهُمْ كٰرِهُوْنَ ۟
حقيقتاً دوى ړومبى هم فتنې غوښتې دي او ستا د ضرر لپاره يې ډېر تدبيرونه اړولي را اړولي وو ترڅو چې حق راغى او د الله كار سرته ورسېد او دوى ناخوښه وو.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ ائْذَنْ لِّیْ وَلَا تَفْتِنِّیْ ؕ— اَلَا فِی الْفِتْنَةِ سَقَطُوْا ؕ— وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟
او له دوى نه ځينې لا وايي چې ماته اجازه راكړه او په فتنه مې مه اخته كوه، خبردار! دوى خو لا ړومبى فتنه كې لوېدلي دي، او يقيناً جهنم له كافرانو راچاپېر دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ۚ— وَاِنْ تُصِبْكَ مُصِیْبَةٌ یَّقُوْلُوْا قَدْ اَخَذْنَاۤ اَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَیَتَوَلَّوْا وَّهُمْ فَرِحُوْنَ ۟
كه څه ښېګڼه در ورسېږى نو دوى ځوروي او كه څه مصیبت در پېښ شي نو وايي ښه ده موږ لا مخكې خپل كار جوړ كړى و، او مخ واړوي او دوى (ښه) خوشاله وي.
Ərəbcə təfsirlər:
قُلْ لَّنْ یُّصِیْبَنَاۤ اِلَّا مَا كَتَبَ اللّٰهُ لَنَا ۚ— هُوَ مَوْلٰىنَا ۚ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
ورته وايه: له هغه څه پرته چې الله راته ليكلي، بل څه به را ونه رسي، هماغه مو چارواكى دى، او مومنان دې پر هماغه الله بروسه وکړي.
Ərəbcə təfsirlər:
قُلْ هَلْ تَرَبَّصُوْنَ بِنَاۤ اِلَّاۤ اِحْدَی الْحُسْنَیَیْنِ ؕ— وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ اَنْ یُّصِیْبَكُمُ اللّٰهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِنْدِهٖۤ اَوْ بِاَیْدِیْنَا ۖؗۗ— فَتَرَبَّصُوْۤا اِنَّا مَعَكُمْ مُّتَرَبِّصُوْنَ ۟
ورته ووايه: آيا موږ ته بل د څه شي انتظار كوئ پرته له دې چې په دوو ښېګڼو كې يوه خو به را رسي؟ او حال دا چې موږ تاسو ته دا انتظار كوو چې يا به الله له خپل لوري كومه سزا دركړي او يا زموږ په لاسونو، نو انتظار كوئ موږ هم درسره انتظار كوونكي يو.
Ərəbcə təfsirlər:
قُلْ اَنْفِقُوْا طَوْعًا اَوْ كَرْهًا لَّنْ یُّتَقَبَّلَ مِنْكُمْ ؕ— اِنَّكُمْ كُنْتُمْ قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
ورته ووايه: كه (مال) په ښه زړه لګوئ يا په ناخوښۍ سره خو درنه قبليږي به نه، يقيناً تاسو يو فاسق قوم ياست.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَا مَنَعَهُمْ اَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقٰتُهُمْ اِلَّاۤ اَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَبِرَسُوْلِهٖ وَلَا یَاْتُوْنَ الصَّلٰوةَ اِلَّا وَهُمْ كُسَالٰی وَلَا یُنْفِقُوْنَ اِلَّا وَهُمْ كٰرِهُوْنَ ۟
او د هغوى د لګول شوو مالونو د نه قبلېدو وجه له دې پرته بل څه نه ده چې هغوى په الله او رسول كافران شوي، او لمانځه ته نه راځي مګر په لټۍ (زړه نا زړتوب) او خيرات نه كوي مګر په ناخوښۍ سره.
Ərəbcə təfsirlər:
فَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَتَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
نو د دوى مالونه او خېلخانې دې حيران نه كړي، په حقيقت كې الله غواړي چې په دې سره يې هم په دنيايي ژوند كې وځوروي او هم يې په داسې حالت كې ساګانې وخېژي چې دوى كافران وي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ اِنَّهُمْ لَمِنْكُمْ ؕ— وَمَا هُمْ مِّنْكُمْ وَلٰكِنَّهُمْ قَوْمٌ یَّفْرَقُوْنَ ۟
او هغوى په الله قسمونه كوي چې تاسو سره دي، حال دا چې له تاسو سره نه دي خو دوى داسې خلک دي چې (تاسو نه) ډاريږي.
Ərəbcə təfsirlər:
لَوْ یَجِدُوْنَ مَلْجَاً اَوْ مَغٰرٰتٍ اَوْ مُدَّخَلًا لَّوَلَّوْا اِلَیْهِ وَهُمْ یَجْمَحُوْنَ ۟
كه هغوى څه پټونې، سمڅې يا (كوم بل) د ننوتلو ځاى موندلاى نو په منډه منډه به ورګرځېدلي وو.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّلْمِزُكَ فِی الصَّدَقٰتِ ۚ— فَاِنْ اُعْطُوْا مِنْهَا رَضُوْا وَاِنْ لَّمْ یُعْطَوْا مِنْهَاۤ اِذَا هُمْ یَسْخَطُوْنَ ۟
او ځينې يې د خيراتونو په (وېش) كې پر تا عيب وايي، نو كه څه برخه ترې وركړې شي، خوشاله شي او كه ترې ورنه كړى شي نو سمدستي بيا غوسه كيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَوْ اَنَّهُمْ رَضُوْا مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ ۙ— وَقَالُوْا حَسْبُنَا اللّٰهُ سَیُؤْتِیْنَا اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ وَرَسُوْلُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِلَی اللّٰهِ رٰغِبُوْنَ ۟۠
او كه دوى په هغه څه رضا شوي وى چې الله او رسول يې وركړي دي او ويلي يې وى چې الله زموږ لپاره كافي دى هغه به له خپل فضله څه راكړي او د هغه رسول به هم څه (برخه) راكړي، بې شكه موږ د هماغه الله په لور رغبت (تمه) كوونكي يو.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَالْمَسٰكِیْنِ وَالْعٰمِلِیْنَ عَلَیْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوْبُهُمْ وَفِی الرِّقَابِ وَالْغٰرِمِیْنَ وَفِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ؕ— فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
خبره دا ده چې دا خيراتونه خو يوازې د فقيرانو، بې وزلو، په هغو (كې) كاركوونكو، هغوى چې په زړونو كې يې الفت اچولى شي، مريانو (ازادولو)، پوروړو، د الله په لار كې (مصروفو) او مسافرو لپاره دي، دا د الله له لوري يوه فريضه ده او الله ډېر ځيرک پوه دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمِنْهُمُ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ النَّبِیَّ وَیَقُوْلُوْنَ هُوَ اُذُنٌ ؕ— قُلْ اُذُنُ خَیْرٍ لَّكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَیُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ رَسُوْلَ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او ځينې يې بيا پيغمبر ځوروي او وايي چې دى خو ټول (غوږونه) دى (د هر چا هره خبر اوري او مني)، ورته وايه هغه ستاسي د ښېګڼې اورېدونكى دى، په الله ايمان لري او په مومنانو باور كوي او له تاسو نه چې څوک ايمان لري د هغو لپاره (يو مخ) رحمت دى، او هغه كسان چې د الله رسول ځوروي د هغوى لپاره دردناک عذاب دى.
Ərəbcə təfsirlər:
یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ لِیُرْضُوْكُمْ ۚ— وَاللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗۤ اَحَقُّ اَنْ یُّرْضُوْهُ اِنْ كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟
تاسو ته په الله قسمونه كوي څو مو راضي كړي، حال دا چې كه دوى رښتيني مومنان وي نو الله او رسول يې د دې ډېر وړ دى چې راضي يې كړي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّهٗ مَنْ یُّحَادِدِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاَنَّ لَهٗ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْخِزْیُ الْعَظِیْمُ ۟
آيا دوى ته نه ده معلومه چې څوک الله او د هغه رسول سره مقابله كوي نو د هغه لپاره د جهنم اور دى، تلپاتې په هغه كې، دا لويه رسوايي ده.
Ərəbcə təfsirlər:
یَحْذَرُ الْمُنٰفِقُوْنَ اَنْ تُنَزَّلَ عَلَیْهِمْ سُوْرَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— قُلِ اسْتَهْزِءُوْا ۚ— اِنَّ اللّٰهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُوْنَ ۟
دا منافقان وېريږي چې پر دوى (مسلمانانو) به يو داسې سورت نازل شي چې د دې منافقانو د زړه له رازونو به يې خبر كړي، ورته وايه: همداسې ملنډې وهئ! يقيناً الله د هغه څه را څرګندونكى دى چې تاسو ترې وېرېږئ.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اِنَّمَا كُنَّا نَخُوْضُ وَنَلْعَبُ ؕ— قُلْ اَبِاللّٰهِ وَاٰیٰتِهٖ وَرَسُوْلِهٖ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او كه ويې پوښتې نو خامخا به وايي چې موږ خو هسې مجلس او لوبې كولې، ورته ووايه ښه نو په الله او د هغه په آيتونو او رسول يې تاسي مسخرې كوئ.
Ərəbcə təfsirlər:
لَا تَعْتَذِرُوْا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ ؕ— اِنْ نَّعْفُ عَنْ طَآىِٕفَةٍ مِّنْكُمْ نُعَذِّبْ طَآىِٕفَةًۢ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟۠
اوس عذرونه مه جوړوئ تاسې له ايمانه وروسته كافر شوي ياست، كه موږ تاسو نه كومه ډله وبخښو نو بلې ډلې ته خو به خامخا سزا وركوو ځكه چې دوى مجرمان دي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلْمُنٰفِقُوْنَ وَالْمُنٰفِقٰتُ بَعْضُهُمْ مِّنْ بَعْضٍ ۘ— یَاْمُرُوْنَ بِالْمُنْكَرِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوْفِ وَیَقْبِضُوْنَ اَیْدِیَهُمْ ؕ— نَسُوا اللّٰهَ فَنَسِیَهُمْ ؕ— اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
منافقان نارينه او منافقانې ښځې ټولې يو د بل په څېر دي، په بدۍ امر كوي او له نېكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه له خير نه موټي (بند) كړي ساتي، دوى الله هېر كړ نو الله هم دوی هير كړل، په يقيني ډول دا منافقان همدوى فاسقان دي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَعَدَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— هِیَ حَسْبُهُمْ ۚ— وَلَعَنَهُمُ اللّٰهُ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟ۙ
وعده کړې ده الله له منافقانو سړیو سره او له منافقاتو ښځو سره او له (ټولو) کفارو سره د دوزخ د اور، تل به وي (دوی) په دغه (دوزخ) کې، همدغه دوزخ بس دی دوی ته (د عذاب او سزا له مخې)، او لعنت کړی دی الله په دوی، او مقرر دی دوی لره تلپاتې عذاب.
Ərəbcə təfsirlər:
كَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْكُمْ قُوَّةً وَّاَكْثَرَ اَمْوَالًا وَّاَوْلَادًا ؕ— فَاسْتَمْتَعُوْا بِخَلَاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِیْ خَاضُوْا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
هماغسې ياستئ لكه تاسو نه مخكې خلك چې وو، هغوى له تاسو ډېر زورور او په مال، اولاد كې درنه زيات وو، نو له خپلو برخو يې ګټه واخيسته او تاسو هم له خپلو برخو هماغسې ګټه واخيسته لكه تاسو نه مخكېنيو چې له خپلو برخو ګټه اخيستې وه، او هماغسې باطلو بحثو كې پرېوتئ لكه هغوى چې پكې بوخت شوي وو، د دې كسانو عملونه په دنيا او آخرت كې بابېزه شول او په خپله همدا خلک تاوانيان دي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَمْ یَاْتِهِمْ نَبَاُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ ۙ۬— وَقَوْمِ اِبْرٰهِیْمَ وَاَصْحٰبِ مَدْیَنَ وَالْمُؤْتَفِكٰتِ ؕ— اَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ۚ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
آيا تر دوى وړاندينيو خلكو خبر نه دى ورته را رسېدلى، د نوح قوم، عاد، ثمود، د ابراهيم قوم، د مدين د خلكو او نسكور شويو كليو، چې رسولان يې له څرګندو نښانو سره ورته راغلل، نو الله خو پر دوى ظلم نه و كړى، دوى خپله پر ځانو ظلم كولو.
Ərəbcə təfsirlər:
وَالْمُؤْمِنُوْنَ وَالْمُؤْمِنٰتُ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ۘ— یَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَیُطِیْعُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ سَیَرْحَمُهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او مومنان او مومنانې يو د بل دوستان دي، د ښېګڼى امر كوي، له بديو ايسارول كوي، لمونځونه تر سره كوي، زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، همدوی دي چې الله به ورباندې زر رحم وكړي، بې شكه الله ځيرک برلاسى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَعَدَ اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَمَسٰكِنَ طَیِّبَةً فِیْ جَنّٰتِ عَدْنٍ ؕ— وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
الله نارينه مومنانو او ښځو مومنانو سره د داسې جنتونو وعده كړى چې تر لاندې به یې ويالې بهيږي، تلپاتې په هغو كې، او په دې تل ښېرازه جنتو كې د دوى لپاره پاک سوتره استوګنځي، او تر هر څه لويه خبره دا چې د الله رضا به يي په برخه وي، همدا ستر برى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَاغْلُظْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
ای نبي له كافرانو او منافقانو سره (په كلكه) مقابله او پر هغوى سختي كوه، او (په پاى كې يې) استوګنځى جهنم دى او هغه د بېرته ورتلو ناكاره ځاى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ مَا قَالُوْا ؕ— وَلَقَدْ قَالُوْا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوْا بَعْدَ اِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوْا بِمَا لَمْ یَنَالُوْا ۚ— وَمَا نَقَمُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ اَغْنٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— فَاِنْ یَّتُوْبُوْا یَكُ خَیْرًا لَّهُمْ ۚ— وَاِنْ یَّتَوَلَّوْا یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ عَذَابًا اَلِیْمًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَمَا لَهُمْ فِی الْاَرْضِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
په الله قسمونه كوي چې دوى دغسې نه دي ويلي، او په حقيقت كې هغوى د كفر هماغه خبره كړې وه او له اسلام راوړلو نه وروسته يې كفر كړى و، او د هغه څه تكل يې كړى و چې ترلاسه يې نه كړ، او له دې پرته په بل څه نه وو غوسه چې الله او رسول يې په خپلې لورينې سره هغوى شتمن كړل، نو كه توبه يې ووېسته، ورته غوره ده او كه بېرته وګرځيدل، الله به يې په دنيا او آخرت كې په دردناك عذاب اخته كړي او بيا به يې د ځمكې پر مخ هېڅوک ملاتړ او مرستندوى نه وي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمِنْهُمْ مَّنْ عٰهَدَ اللّٰهَ لَىِٕنْ اٰتٰىنَا مِنْ فَضْلِهٖ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُوْنَنَّ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او له هغوى نه ځينې داسې وو چې الله سره يې ژمنه كړې وه چې كه له خپلې لورينې يې څه راكړل نو خامخا به خيرات كوو او نېك عمله به اوسو.
Ərəbcə təfsirlər:
فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ بَخِلُوْا بِهٖ وَتَوَلَّوْا وَّهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
نو كله يې چې له خپل فضل څخه څه وركړل، بخيلى يې غوره كړه او څنګ كوونكي بېرته وګرځېدل.
Ərəbcə təfsirlər:
فَاَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلٰی یَوْمِ یَلْقَوْنَهٗ بِمَاۤ اَخْلَفُوا اللّٰهَ مَا وَعَدُوْهُ وَبِمَا كَانُوْا یَكْذِبُوْنَ ۟
نو بيا يې تر هغې ورځې په زړونو كې نفاق ور واچولو چې هغه سره به مخامخ كيږي په دې چې الله سره يې كړې ژمنه ماته كړه او دا چې دروغ به يې ويل.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟ۚ
آیا نه پوهيږي چې الله ته يې پټ نيتونه او پټې مشورې معلومې دي او دا چې الله يقيناً په غيبو ډېر ښه پوه دى؟
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَّذِیْنَ یَلْمِزُوْنَ الْمُطَّوِّعِیْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ فِی الصَّدَقٰتِ وَالَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ اِلَّا جُهْدَهُمْ فَیَسْخَرُوْنَ مِنْهُمْ ؕ— سَخِرَ اللّٰهُ مِنْهُمْ ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
هغوى چې په مومنانو كې د خپلى خوښې خيرات وركوونكو پسې بد وايي، او په هغو كسانو ملنډې وهي چې د خپلې وسې كم مال نه پرته نور څه نه مومي، الله به يې د مسخرو سزا وركړي او هغوى لپاره دردناك عذاب دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اِسْتَغْفِرْ لَهُمْ اَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ ؕ— اِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِیْنَ مَرَّةً فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
كه بخښنه ورته غواړې او كه نه يې ورته غواړې، كه اويا ځله هم بخښنه ورته وغواړې، نو الله به يې هېڅکله ونه بخښي، دا ځكه چې هغوى پر الله او د هغه پر رسول كافران شوي او الله خو داسې سرغړانده خلكو ته سمه لار نه ښايي.
Ərəbcə təfsirlər:
فَرِحَ الْمُخَلَّفُوْنَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلٰفَ رَسُوْلِ اللّٰهِ وَكَرِهُوْۤا اَنْ یُّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَقَالُوْا لَا تَنْفِرُوْا فِی الْحَرِّ ؕ— قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ اَشَدُّ حَرًّا ؕ— لَوْ كَانُوْا یَفْقَهُوْنَ ۟
بېرته پاتې شوي كسان د رسول الله تر شا په خپله ناسته خوشاله شول او دا يې بده وګڼله چې په خپلو مالونو او ځانونو د الله په لار كې جهاد وكړي او ويل به يې چې په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه وځئ، ورته ووايه: د جهنم اور خو ډېر زيات ګرم دى، كه چېرى هغوى پوهېدلى.
Ərəbcə təfsirlər:
فَلْیَضْحَكُوْا قَلِیْلًا وَّلْیَبْكُوْا كَثِیْرًا ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
نو لږ دې وخاندي او ډېر دې وژاړي د هغه عمل په بدله چې دوى به كولو.
Ərəbcə təfsirlər:
فَاِنْ رَّجَعَكَ اللّٰهُ اِلٰی طَآىِٕفَةٍ مِّنْهُمْ فَاسْتَاْذَنُوْكَ لِلْخُرُوْجِ فَقُلْ لَّنْ تَخْرُجُوْا مَعِیَ اَبَدًا وَّلَنْ تُقَاتِلُوْا مَعِیَ عَدُوًّا ؕ— اِنَّكُمْ رَضِیْتُمْ بِالْقُعُوْدِ اَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوْا مَعَ الْخٰلِفِیْنَ ۟
نو كه الله د دغو خلكو يوې ډلې ته بېرته راستون كړې او بيا يې له تانه د وتلو اجازه وغوښته نو ورته ووايه چې هېڅكله به نه راسره وځئ او نه به زما په ملتيا كوم غليم سره وجنګيږئ، تاسو چې لومړۍ ناستې غوره كړې وې نو اوس هم ناستو سره (په کورونو کې) كښېنئ.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَا تُصَلِّ عَلٰۤی اَحَدٍ مِّنْهُمْ مَّاتَ اَبَدًا وَّلَا تَقُمْ عَلٰی قَبْرِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَمَاتُوْا وَهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
او كه د هغو كوم يو ومري نو هېڅكله مه لمونځ پرې كوه او مه يې پر قبر درېږه، يقيناً هغوى پر الله او رسول يې كافر شوي او مړه شوي هم فاسقان دي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَاَوْلَادُهُمْ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الدُّنْیَا وَتَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
د هغوي د مالونو، اولادونو زياتوالى دې ونه غولوي، په حقيقت كې الله غواړي چې په هغو (مالونو) سره يې هم په دنيا كې وكړوي او هم يې په داسې حال كې ساګانې وخېژي چې دوى كافران وي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ اَنْ اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَجَاهِدُوْا مَعَ رَسُوْلِهِ اسْتَاْذَنَكَ اُولُوا الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوْا ذَرْنَا نَكُنْ مَّعَ الْقٰعِدِیْنَ ۟
او كله چې كوم سورت نازل شي چې (ای خلكو) په الله ايمان راوړئ او د رسول په ملتيا يې جهاد وكړئ نو د هغوى وسمن خلك در څخه (د پاتې كېدو) اجازه غواړي او وايي موږ پرېږده چې ناستو كسانو سره پاتې شو.
Ərəbcə təfsirlər:
رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟
هغوى ناستو خلكو سره پاتېدل غوره كړل او پر زړونو يې مهر لګېدلى نو دوی په هېڅ نه پوهيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
لٰكِنِ الرَّسُوْلُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ جٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْخَیْرٰتُ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
خو (بل خوا) پيغمبر او هغوى چې ايمان يې ورسره راوړى، په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړ او (اوس) ټولې ښېګڼې هم د دوى لپاره دي او خپله همدا كسان بريالي كېدونكي دي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
هغو ته الله داسې جنتونه چمتو كړي چې تر لاندې يې ويالې بهيږي، تل ترتله اوسېدونكي په هغو كې، دا ستره بريا ده.
Ərəbcə təfsirlər:
وَجَآءَ الْمُعَذِّرُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ لِیُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِیْنَ كَذَبُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او د بانډو عربو نه هم عذر غوښتونكي راغلل څو د پاتې كېدو اجازه وركړل شي او (په دې توګه) چا چې الله او رسول سره يې دروغ كړي وو، (ټول) كېناستل. له دوى نه چا چې كفر غوره كړى هغوى ته به ډېر زر دردناک عذاب ورسيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
لَیْسَ عَلَی الضُّعَفَآءِ وَلَا عَلَی الْمَرْضٰی وَلَا عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ مَا یُنْفِقُوْنَ حَرَجٌ اِذَا نَصَحُوْا لِلّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— مَا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ مِنْ سَبِیْلٍ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
په كمزورو، ناروغانو او هغو كسانو چې د لګښت لپاره څه نه مومي، كومه ګناه نشته، كله چې هغوى الله او د هغه رسول سره اخلاص ولري، په داسې نېكانو د نيوكې څه لار نشته او الله مهربان بخښونكى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَّلَا عَلَی الَّذِیْنَ اِذَا مَاۤ اَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَاۤ اَجِدُ مَاۤ اَحْمِلُكُمْ عَلَیْهِ ۪— تَوَلَّوْا وَّاَعْیُنُهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا اَلَّا یَجِدُوْا مَا یُنْفِقُوْنَ ۟ؕ
او نه پر هغو كسانو چې كله تاته راغلل چې سپرلۍ وركړې او بيا دې ورته وويل: زه ستاسو د سپرلۍ لپاره څه نه مومم، نو په داسى حال بېرته وګرځېدل چې له سترګو يې اوښكې بهېدلې، له دې غمه چې دوى څنګه دومره څه نه لري چې (په دې لار كې يې) ولګوي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ وَهُمْ اَغْنِیَآءُ ۚ— رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ ۙ— وَطَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
خبره همدا ده چې د نيوكې لار خو يوازې پر هغو كسانو ده چې هغوى شتمن دي او له تانه اجازې غواړي، هغوى په كور ناستو خلكو سره پاتې كېدل خوښ كړل او الله يې پر زړونو مهر ولګولو نو (دا دى) هغوى په هېڅ نه پوهېـږي.
Ərəbcə təfsirlər:
یَعْتَذِرُوْنَ اِلَیْكُمْ اِذَا رَجَعْتُمْ اِلَیْهِمْ ؕ— قُلْ لَّا تَعْتَذِرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّاَنَا اللّٰهُ مِنْ اَخْبَارِكُمْ ؕ— وَسَیَرَی اللّٰهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُوْلُهٗ ثُمَّ تُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
كله چې بېرته ورستانه شئ نو هغوى به (ډول ډول) عذرونه درته وړاندې كوي، ورته وايه: (اوس) عذرونه مه كوئ، موږ به هېڅكله ستاسو په خبرو باور ونكړو، موږ الله ستاسو له حالاتو خبر كړي يو، او زر به الله او د هغه رسول ستاسو كړه وړه وګوري بيا به د هغه ذات لور ته وګرځول شئ چې په پټو او ښكاره و عالم دى او بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو به كول.
Ərəbcə təfsirlər:
سَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ اِذَا انْقَلَبْتُمْ اِلَیْهِمْ لِتُعْرِضُوْا عَنْهُمْ ؕ— فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ رِجْسٌ ؗ— وَّمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
چې تاسو ورستانه شئ نو په الله به قسمونه درته كوي تر څو تېر شئ ورنه، نو څنګ ترې وكړئ، هغوى ناولي دي او استوګنځى يې جهنم دى، د هغو عملونو په بدل كې چې دوى يې كوي.
Ərəbcə təfsirlər:
یَحْلِفُوْنَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ ۚ— فَاِنْ تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یَرْضٰی عَنِ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟
دوى به تاسو ته قسمونه خوري چې راضي شئ ترې، نو كه تاسو ترې راضي هم شئ نو الله له فاسقانو خلكو څخه نه راضي كيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلْاَعْرَابُ اَشَدُّ كُفْرًا وَّنِفَاقًا وَّاَجْدَرُ اَلَّا یَعْلَمُوْا حُدُوْدَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
دا بانډچيان عرب په كفر كې لا زيات او كلک دي او د دې ډېر وړ دي چى د هغه دين له احكامو خبر نه شي كوم چې الله پر خپل رسول نازل كړى او الله پوه ځيرک دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمِنَ الْاَعْرَابِ مَنْ یَّتَّخِذُ مَا یُنْفِقُ مَغْرَمًا وَّیَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَآىِٕرَ ؕ— عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
او ځينې له بانډچي عربو نه هغه دي چې كه څه لګښت كوي (د الله په لار كې) نو هغه يو تاوان ګڼي او تاسو ته د وخت اوښتون انتظار باسي، بد اوښتون دې پر هغوى وي او الله پوه اورېدونكى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمِنَ الْاَعْرَابِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَیَتَّخِذُ مَا یُنْفِقُ قُرُبٰتٍ عِنْدَ اللّٰهِ وَصَلَوٰتِ الرَّسُوْلِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهَا قُرْبَةٌ لَّهُمْ ؕ— سَیُدْخِلُهُمُ اللّٰهُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او له باڼدچي عربو نه ځينې داسې هم دي چى په الله او آخرت ورځ ايمان لري او څه چې لګوي هغه الله ته ورنږدې كېدل او د رسول د دعاګانو وسيله بولي، هوكې! دا رښتيا هم د دوى لپاره د نږدېوالي وسيله ده الله به يې زر په خپل رحمت كې داخل كړي، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَالسّٰبِقُوْنَ الْاَوَّلُوْنَ مِنَ الْمُهٰجِرِیْنَ وَالْاَنْصَارِ وَالَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُمْ بِاِحْسَانٍ ۙ— رَّضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَرَضُوْا عَنْهُ وَاَعَدَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ تَحْتَهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
د مهاجرينو او انصارو لومړني كسان او هغوى چې په رښتينولۍ سره په دوى پسې تللي، الله ترې راضي شوى او دوى هم الله نه راضي شوي او (الله) داسې جنتونه ورته تيار كړي چې د هغو لاندې ويالې بهيږي تل تر تله به وي په هغو كې، همدا ستر برياليتوب دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ مُنٰفِقُوْنَ ۛؕ— وَمِنْ اَهْلِ الْمَدِیْنَةِ ؔۛ۫— مَرَدُوْا عَلَی النِّفَاقِ ۫— لَا تَعْلَمُهُمْ ؕ— نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ ؕ— سَنُعَذِّبُهُمْ مَّرَّتَیْنِ ثُمَّ یُرَدُّوْنَ اِلٰی عَذَابٍ عَظِیْمٍ ۟ۚ
او ستاسو شاو خوا له بانډچي عربو نه ځينې منافقان دي، او همدارنګه خپله د مدينې له خلكو چې په منافقت روږدي شوي، ته يې نه پېژنې خو موږ يې پېژنو، هغه وخت نږدې دى چې دوه ځله سزا به وركړو بيا به نو يو لوى عذاب ته ور وګرځول شي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاٰخَرُوْنَ اعْتَرَفُوْا بِذُنُوْبِهِمْ خَلَطُوْا عَمَلًا صَالِحًا وَّاٰخَرَ سَیِّئًا ؕ— عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او ځينې نور چې په خپلو ګناهونو يې اقرار كړى ګډوډ عملونه يې كړي، څه نېک او څه بد، لرې نه ده چې الله بيا ورباندې مهربان شي بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
خُذْ مِنْ اَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّیْهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ صَلٰوتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
د دوى له مالونو صدقه واخله چې په دې سره يې پاك او اصلاح كړې او هغوى ته د رحمت دعا وكړه، بې شكه ستا دعا هغوى لپاره ډاډينه ده او الله پوه اورېدونكى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ هُوَ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَیَاْخُذُ الصَّدَقٰتِ وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
آيا دوی ته نه ده معلومه چې هماغه الله دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او د هغو خيراتونه مني او دا چې الله ښه معاف كوونكى او رحيم دى؟
Ərəbcə təfsirlər:
وَقُلِ اعْمَلُوْا فَسَیَرَی اللّٰهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُوْلُهٗ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ؕ— وَسَتُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ
او ووايه: تاسو (چى څه غواړئ) كوئ، زر به الله، د هغه رسول او مومنان ستاسو كړه وړه وګوري، او بيا به د پټو او ښكاره وو پوهېدونكي (الله) ته ور وګرځول شئ نو په هغه څه به مو خبر كړي چې تاسو به كول.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاٰخَرُوْنَ مُرْجَوْنَ لِاَمْرِ اللّٰهِ اِمَّا یُعَذِّبُهُمْ وَاِمَّا یَتُوْبُ عَلَیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او څه نور كسان د الله حكم ته ځنډول شوي چې يا به سزا وركړي، يا به بيا ورباندې مهرباني وكړي او الله ځيرک پوه دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَّكُفْرًا وَّتَفْرِیْقًا بَیْنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَاِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ مِنْ قَبْلُ ؕ— وَلَیَحْلِفُنَّ اِنْ اَرَدْنَاۤ اِلَّا الْحُسْنٰی ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
او هغوى چې يو مسجد يې جوړ كړى لپاره د ضرر رسولو، كفر كولو، په مومنانو كې بېلتون اچولو او د هغه چا لپاره څار ځای جوړولو چې لا مخكې يې الله او د هغه رسول سره جګړه كړې ده، او خامخا به قسمونه كوي چې له ښېګڼې پرته مو بله اراده نشته، او الله شاهدي وايي چې يقيناً هغوى دروغجن دي.
Ərəbcə təfsirlər:
لَا تَقُمْ فِیْهِ اَبَدًا ؕ— لَمَسْجِدٌ اُسِّسَ عَلَی التَّقْوٰی مِنْ اَوَّلِ یَوْمٍ اَحَقُّ اَنْ تَقُوْمَ فِیْهِ ؕ— فِیْهِ رِجَالٌ یُّحِبُّوْنَ اَنْ یَّتَطَهَّرُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُطَّهِّرِیْنَ ۟
ته هېڅكله په هغه كې مه درېږه، كوم جومات چې له ړومبۍ ورځې پر تقوىٰ ودان شوى، حتماً ډېر لايق دى چې ته پكې ودرېږې، په هغه كې داسې سړي شته چې غواړي پاك واوسي او الله همدغه پاكي غوره كوونكي خوښوي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَفَمَنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی تَقْوٰی مِنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانٍ خَیْرٌ اَمْ مَّنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهٖ فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
آيا نو هغه چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې د الله څخه په وېره او د هغه په رضا غوښتنه ايښى وي، غوره دى او كه هغه چې خپله ودانۍ يې د يو نړېدونكى پاڼ پر غاړه جوړه كړې وي له هغې سره د جهنم اور ته وغورځيږي او الله ظالمانو خلكو ته سمه لار نه ښيي.
Ərəbcə təfsirlər:
لَا یَزَالُ بُنْیَانُهُمُ الَّذِیْ بَنَوْا رِیْبَةً فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلَّاۤ اَنْ تَقَطَّعَ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟۠
دا ودانۍ چې دوى جوړه كړې تل به يې په زړونو كې د شک جرړه وي مګر (هغه وخت) چې زړونه يې غوڅ غوڅ شي او الله ځيرک پوه دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ اللّٰهَ اشْتَرٰی مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اَنْفُسَهُمْ وَاَمْوَالَهُمْ بِاَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ؕ— یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَیَقْتُلُوْنَ وَیُقْتَلُوْنَ ۫— وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا فِی التَّوْرٰىةِ وَالْاِنْجِیْلِ وَالْقُرْاٰنِ ؕ— وَمَنْ اَوْفٰی بِعَهْدِهٖ مِنَ اللّٰهِ فَاسْتَبْشِرُوْا بِبَیْعِكُمُ الَّذِیْ بَایَعْتُمْ بِهٖ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
بې شكه الله له مومنانو څخه د هغوى ځانونه او مالونه په دې پېرودلي چې د دوى لپاره به جنت وي، هغوى به د الله په لار كې جنګيږي نو وژنه به کوي او وژل كيږي به، دا پر الله حقه وعده ده په تورات، انجيل او قرآن كې، او څوك به تر الله زيات د خپل لوز پوره كوونكى وي نو پر خپلې دغې سودا چې كړې مو ده خوښ اوسئ او همدا ستر برياليتوب دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلتَّآىِٕبُوْنَ الْعٰبِدُوْنَ الْحٰمِدُوْنَ السَّآىِٕحُوْنَ الرّٰكِعُوْنَ السّٰجِدُوْنَ الْاٰمِرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَالنَّاهُوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحٰفِظُوْنَ لِحُدُوْدِ اللّٰهِ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
توبه كوونكي، لمونځونكي، حمد (ستاينه) ويونكي، د الله لپاره په ځمكه كې ګرځېدونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، په ښېګڼه امر كوونكي، له بديو ايساروونكي او د الله د حدودو ساتونكي او همداسې مومنانو ته زېرى وركړه.
Ərəbcə təfsirlər:
مَا كَانَ لِلنَّبِیِّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ یَّسْتَغْفِرُوْا لِلْمُشْرِكِیْنَ وَلَوْ كَانُوْۤا اُولِیْ قُرْبٰی مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟
له پيغمبر او هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړي نه ښايي چې مشركانو ته بخښنه وغواړي، كه څه هم خپلوان يې وي، وروسته له هغه چې ورته څرګنده شوې ده چې هغوى دوزخيان دي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ اِلَّا عَنْ مَّوْعِدَةٍ وَّعَدَهَاۤ اِیَّاهُ ۚ— فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗۤ اَنَّهٗ عَدُوٌّ لِّلّٰهِ تَبَرَّاَ مِنْهُ ؕ— اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ لَاَوَّاهٌ حَلِیْمٌ ۟
او د خپل پلار لپاره د ابراهيم بخښنه غوښتل خو صرف د هغې وعدې لپاره و چې له هغه سره يې كړې وه، خو كله چې ورته څرګنده شوه چې هغه د الله دښمن دى نو ترې بېزار شو، ابراهيم يقيناً الله ته ډېر عاجزي کوونکی، د زغم خاوند و.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ اِذْ هَدٰىهُمْ حَتّٰی یُبَیِّنَ لَهُمْ مَّا یَتَّقُوْنَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
او الله داسې نه دى چې يو قوم له هدايت وركولو وروسته بې لارې كړي تر هغه پورې چې په څرګنده هغه څه ور ونه ښيي چې هغوى ځان ترې وساتي، بې شكه الله په هر څه پوه دى.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
د آسمانو او ځمكې پاچاهي يقيناً الله لره ده، ژوندي كوي او مړه كوي او تاسو لره هغه نه پرته څوک ملاتړ او مرستندوى نشته.
Ərəbcə təfsirlər:
لَقَدْ تَّابَ اللّٰهُ عَلَی النَّبِیِّ وَالْمُهٰجِرِیْنَ وَالْاَنْصَارِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ فِیْ سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ یَزِیْغُ قُلُوْبُ فَرِیْقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّهٗ بِهِمْ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
الله نبي (عليه السلام) او هغو مهاجرينو او انصارو ته بخښنه وكړه چې هغوى په ډېر تنګ وخت كې د ده (نبي عليه السلام) ملګرتيا وكړه، له هغه وروسته چې نږدې وو له هغوى نه د يوې ډلې زړونه كاږه شي خو بيا يې (له كوږوالي وساتل او) معاف يې كړل، بې شكه هغه پر دوى نرمي كوونكى مهربان دى.
Ərəbcə təfsirlər:
وَّعَلَی الثَّلٰثَةِ الَّذِیْنَ خُلِّفُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا ضَاقَتْ عَلَیْهِمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَیْهِمْ اَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوْۤا اَنْ لَّا مَلْجَاَ مِنَ اللّٰهِ اِلَّاۤ اِلَیْهِ ؕ— ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ لِیَتُوْبُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او (همدارنګه) هغه درې كسان يې هم معاف كړل چې وروسته پاتې شوي وو، كله چې ځمكه له پراختيا سره پرې تنګه شوه، او خپل زړونه يې هم ورباندې تنګ شول او په دې باور شول چې د الله نه د خلاصون ځاى له همده پرته بلې خواته نشته بيا يې له مهربانۍ سره هغوى ته رجوع وكړه چې هغوى هم ده ته وروګرځي، يقيناً هماغه الله مهربان ښه توبه قبلوونكى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَكُوْنُوْا مَعَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! وویریږئ تاسي له الله څخه او له ریښتینو سره مل شئ.
Ərəbcə təfsirlər:
مَا كَانَ لِاَهْلِ الْمَدِیْنَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ اَنْ یَّتَخَلَّفُوْا عَنْ رَّسُوْلِ اللّٰهِ وَلَا یَرْغَبُوْا بِاَنْفُسِهِمْ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ لَا یُصِیْبُهُمْ ظَمَاٌ وَّلَا نَصَبٌ وَّلَا مَخْمَصَةٌ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا یَطَـُٔوْنَ مَوْطِئًا یَّغِیْظُ الْكُفَّارَ وَلَا یَنَالُوْنَ مِنْ عَدُوٍّ نَّیْلًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهٖ عَمَلٌ صَالِحٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ
د مدينى اوسېدونكو او شاو خوا بانډچيانو عربو ته نه ښايي چې له رسول الله نه وروسته پاتې شي او نه دا چې له هغه نه په بې پروايي سره د خپلو ځانو په فكر كې شي، ځكه داسې به نه وي چې دوى ته د الله په لار كې څه تنده، ستوماني او لوږه ورسيږي، او د كافرانو چې كومه لار بده ايسي پر هغې كوم ګام واخلي اويا له كوم غليم نه څه (ولجه، اسير، مقتول) لاس ته راوړي او بيا د دې په بدل كې څه نېک عمل ورته ونه ليكل شي، يقيناً الله د نېكانو اجر نه ضايع كوي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَا یُنْفِقُوْنَ نَفَقَةً صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً وَّلَا یَقْطَعُوْنَ وَادِیًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او نه کوم وړوکی یا لوی لګښت کوي، او نه کوم ناو (دره) پرې کوي؛ خو هغوی ته لیکل کېږي څو الله تعالی د هغه څه ښه بدله ورکړي چې کول یې.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُوْنَ لِیَنْفِرُوْا كَآفَّةً ؕ— فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآىِٕفَةٌ لِّیَتَفَقَّهُوْا فِی الدِّیْنِ وَلِیُنْذِرُوْا قَوْمَهُمْ اِذَا رَجَعُوْۤا اِلَیْهِمْ لَعَلَّهُمْ یَحْذَرُوْنَ ۟۠
او نه ښایي مومنانو ته چې (د تل لپاره) ټول (جهاد) ته ووځي؛ نو ولې د هغوی له لویې ډلې څخه یوه کوچنۍ ډله ونه وتله چې په دین کې پوهه تر لاسه کړي، او خپل ټبر ووېروي کله چې هغوی ته را وګرځي، ګوندې هغوی (له ګناه) ډډه وکړي.
Ərəbcə təfsirlər:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَاتِلُوا الَّذِیْنَ یَلُوْنَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْیَجِدُوْا فِیْكُمْ غِلْظَةً ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! جنګ کوئ تاسي له هغو خلکو سره چې نږدې دي تاسو ته له کفارو او و دې مومي دوی په تاسي کې کلکوالی، او پوه شئ چې بې شکه الله له پرهیزګارانو سره دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ فَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ اَیُّكُمْ زَادَتْهُ هٰذِهٖۤ اِیْمَانًا ۚ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَزَادَتْهُمْ اِیْمَانًا وَّهُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
او كله چې كوم نوى سورت نازليږي نو له هغوى (منافقانو) نه ځينې وايي: په تاسو (مسلمانانو) كې په دې سره د چا ايمان زيات شو؟ نو (حقيقتاً) كومو خلكو چې ايمان راوړى ايمان يې ورزيات كړى او هغوى پرې خوشاله دي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا اِلٰی رِجْسِهِمْ وَمَاتُوْا وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
خو هر هغه كسان چې په زړونو كې يې (د منافقت) ناروغي ده نو پر خپلې پليتي يې نوره پليتي هم ورزياته كړه او هماغسې په كفر مړه شول.
Ərəbcə təfsirlər:
اَوَلَا یَرَوْنَ اَنَّهُمْ یُفْتَنُوْنَ فِیْ كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً اَوْ مَرَّتَیْنِ ثُمَّ لَا یَتُوْبُوْنَ وَلَا هُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
آيا دوى نه ګوري چې هر كال يو يا دوه ځله ازمويل كيږي چې بيا هم نه توبه باسي او نه څه درس اخلي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ ؕ— هَلْ یَرٰىكُمْ مِّنْ اَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوْا ؕ— صَرَفَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ ۟
او كله چې كوم سورت نازل شي نو دوى يو بل ته سره وګوري (وايي) څوك خو به مو وينې نه؟ (نو كه چا نه ليدل) بيا غلي پاڅي، الله د دوى زړونه اړولي دي ځكه هغوى داسې خلک دي چې په هېڅ نه پوهيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ عَزِیْزٌ عَلَیْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِیْصٌ عَلَیْكُمْ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
(دا دى) تاسو ته يو داسې رسول راغلى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تماميږي، ستاس] د ښېګڼې حريص دى، په مومنانو مهربان خواخوږى دى.
Ərəbcə təfsirlər:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ۖؗ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟۠
نو كه مخ يې وګرځولو، ورته ووايه چې زما لپاره الله كافي دى، له هغه پرته كوم بل معبود (په حقه) نشته، پر هماغه مې بروسه ده او هماغه د ستر عرش څښتن دى.
Ərəbcə təfsirlər:
 
Mənaların tərcüməsi Surə: ət-Tovbə
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - "Ruvvad" - Tərcumənin mündəricatı

Qurani Kərimin Puştu dilinə mənaca tərcüməsi. Tərcümə, "Ruvvad" tərcümə mərkəzi komandası tərəfindən, IslamHouse.com saytının əməkdaşlığı ilə birgə həyata keçirilib.

Bağlamaq