Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. * - Tərcumənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: İbrahim   Ayə:

ابراهیم

الٓرٰ ۫— كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— بِاِذْنِ رَبِّهِمْ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟ۙ
الر. ای پیغمبره! دا کتاب مونږ تاته نازل کړی دی چې ته پرې خلک د هغوی د رب په مرسته له تیارو نه د رڼا په لور چې د برلاسي او ستایل شوي رب لاره ده راوباسي.
Ərəbcə təfsirlər:
اللّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَوَیْلٌ لِّلْكٰفِرِیْنَ مِنْ عَذَابٍ شَدِیْدِ ۟ۙ
الله هغه ‌ذات دی چې د اسمانونو او ځمکې د ټولو هستیو واکمني له هغه سره ده. او د سخت او درانه عذاب هلکت د کافرانو په برخه دی.
Ərəbcə təfsirlər:
١لَّذِیْنَ یَسْتَحِبُّوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَیَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟
هغه کافران چې دنیوي ژوند په اخروي ژوند غوره ګڼي، د الله د لارې نه خلک منع کوي او هڅه کوي چې د الله لار کږه واښايې. نو همدغه کسان په خورا لرې بې لارۍ کې دي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهٖ لِیُبَیِّنَ لَهُمْ ؕ— فَیُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
او مونږ هر قوم ته د هغوی په ژبه پیغمبر لیږلی دی تر څو ورته د الله لار روښانه کړي. خو د الله پاک چې چاته خوښه شي بې لارې کوي يې او چاته يې چې خوښه شي روغه لار ورښايې. او هغه په هر څه برلاسی او دحکمت څښتن دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اَنْ اَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— وَذَكِّرْهُمْ بِاَیّٰىمِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟
او مونږ موسی ته د خپلو پوره دلایلو سره لیږلی او ورته مو ویلي وو چې قوم دې له تیارو نه رڼا ته وباسه. د الله ښې ورځې وریادې کړه. بې له شکه چې په همغو پیښو کې د هر صبر کوونکي اوشکر ګذار لپاره پوره دلایل وو.
Ərəbcə təfsirlər:
 
Mənaların tərcüməsi Surə: İbrahim
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. - Tərcumənin mündəricatı

Tərcümə edən: Məvləviy Canbaz Sərfraz.

Bağlamaq