Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. * - Tərcumənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: əl-Casiyə   Ayə:
قُلْ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یَغْفِرُوْا لِلَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ اَیَّامَ اللّٰهِ لِیَجْزِیَ قَوْمًا بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
ای پیغمبره! مؤمنانو ته ووایه چې له هغو کسانو څخه سترګې[۱۲] پټې کړي چې د الله د ورځو هیله من نه دي. تر څو الله پاک هرې ډلې ته د هغوی د کړنو پوره [۱۳] بدله ورکړي.
[۱۲]دا د کافرانو او منافقانو ضرر، رسونه ده چې په ورځنې ژوند کې پیښیږي. او اسلامي حکومت يې هومره اغیزمنې نه ګڼې چې په مقابل کې يې عکس العمل وښوول شي.
[۱۳]مؤمنانو ته د زغم او کافرانو او فاسقانو ته به د بدی جزا ورکړي خینو علماو ویلی دي چې دا ایت د جهاد په ایت منسوخ دی.
Ərəbcə təfsirlər:
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَسَآءَ فَعَلَیْهَا ؗ— ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ ۟
هر چا چې ښه وکړل نو د ځان يي دي. او چا چې بدي وکړه نو تاوان يې دده پر غاړه دی بالاخره به تاسې ټول خپل رب ته ورګرځولی شئ.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ وَفَضَّلْنٰهُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
او مونږ بنې اسرائیلو ته کتاب، واکمني او پیغمبرې ورکړې، د پاکو څیزونو روزي مو ور په برخه کړې او د خپلې زمانې په ټولو خلکو مو غوره کړي وو.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاٰتَیْنٰهُمْ بَیِّنٰتٍ مِّنَ الْاَمْرِ ۚ— فَمَا اخْتَلَفُوْۤا اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ ۙ— بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
او په اړونده چارو کې مو ښکاره ښوونه ورته وکړه خو هغوی د خپل مینځي دښمنۍ له کبله د علم او پوهې له راتګ وروسته اختلافاتو ته بډې ووهلې. پخه خبره ده چې ستا رب به د قیامت په ورځ د هغوی په مینځ کې د هغو خبرو پریکړه وکړي چې اختلاف يي پکې کاو.
Ərəbcə təfsirlər:
ثُمَّ جَعَلْنٰكَ عَلٰی شَرِیْعَةٍ مِّنَ الْاَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
له دې وروسته مو پیغمبره! ته ددین بر یوه روښانه لار برابر کړې ته باید همدا ومنې او د هغو خلکو په هیلو او هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهیږي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّهُمْ لَنْ یُّغْنُوْا عَنْكَ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ۚ— وَاللّٰهُ وَلِیُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟
هغوی به د الله په مقابلې کې له تا نه د هیڅ شي ونشي نیولی. او بې له شکه چې ظالمان یو د بل دوستان او کار جوړوونکي دي او الله د پرهیزګارانو کار جوړوونکی دوست دی.
Ərəbcə təfsirlər:
هٰذَا بَصَآىِٕرُ لِلنَّاسِ وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟
دا قران د ټولو خلکو بینا يې او د باور کوونکي قوم لپاره هدایت او رحمت دی.
Ərəbcə təfsirlər:
اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ اجْتَرَحُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ۙ— سَوَآءً مَّحْیَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ؕ— سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟۠
ایا د هغو کسانو چې بدي يې کړې ګومان دی چې: مونږ به يې د هغو خلکو په شان کړو چې ایمان يي راوړی او نیکې کړنې يې خپلې کړي؟ ژوند اومرګ به يې سره برابر وي؟ ډيره بده او ناروا پریکړه ده چې هغوی يې کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَخَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
او الله اسمانونه او ځمکه په حق سره پیدا کړي دي تر څو هر ساه کښ ته د هغه د کړنو پوره بدل ورکړای شي او هیڅ تیری به پرې ونشي.
Ərəbcə təfsirlər:
 
Mənaların tərcüməsi Surə: əl-Casiyə
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - Sərfraz. - Tərcumənin mündəricatı

Tərcümə edən: Məvləviy Canbaz Sərfraz.

Bağlamaq