Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans

external-link copy
99 : 10

وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَاٰمَنَ مَنْ فِی الْاَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِیْعًا ؕ— اَفَاَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتّٰی یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟

ای رسوله! که چېرې ستاپالونکي د ټولو هغو کسانو چې په ځمکه کې دي ايمان راوړل غوښتی، هغوی به ايمان راوړی وای، خو دغه يې د يو حکمت له مخې نه دي غوښتي، هغه په خپل عدل سره چې چاته وغواړي لارورکی کوي يې او په خپله پېرزوينه چې چاته وغواړي لارښوونه ورته کوي، ستا په توان کې نه دي چې خلک اړ کړې ترڅو مؤمنان شي، هغوی ته د ايمان راوړلو توفيق يوازې د الله په لاس کې دی. info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• الإيمان هو السبب في رفعة صاحبه إلى الدرجات العلى والتمتع في الحياة الدنيا.
ايمان د خپل څښتن د لوړو درجو د لا اوچتوالي او د دنيا په ژوند کې د مزو لامل ګرځي. info

• ليس في مقدور أحد حمل أحد على الإيمان؛ لأن هذا عائد لمشيئة الله وحده.
د هيچا په توان کې دا نشته چې بل څوک ايمان راوړلو ته اړ کړي ځکه دغه يوازې د الله تر خوښې پورې اړه لري. info

• لا تنفع الآيات والنذر من أصر على الكفر وداوم عليه.
هغه چاته نښانې او وېرونې ګټه نه رسوي چې هغه پر کفر ټينګار کوي او دوام پرې کوي. info

• وجوب الاستقامة على الدين الحق، والبعد كل البعد عن الشرك والأديان الباطلة.
پر حق دين د نېغ پاتې کېدو لازموالی او له شرک او باطلو اديانو څخه په ټوله معنی لرې والی. info