Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Baqarah   Vers:
وَقَالُوْا كُوْنُوْا هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی تَهْتَدُوْا ؕ— قُلْ بَلْ مِلَّةَ اِبْرٰهٖمَ حَنِیْفًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
یهودیانو د دې امت پیروانو ته وویل: تاسو یهودیان شئ نو د هدایت لار به ومومئ او عیسویانو به ویل: تاسو عیسویان شئ نو د هدایت لار به پیدا کړئ. -اې پیغمبره- ته ورته په ځواب کې ووایه: بلکې مونږ د ابراهیم علیه السلام د دین پیروي کوو چې له ټولو باطلو دینونو څخه د حق خوا ته مائل دی او (ابراهیم علیه السلام) له هغو کسانو څخه نه ؤ چې له الله تعالی سره یې شریک نیولو.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
قُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلٰۤی اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی وَعِیْسٰی وَمَاۤ اُوْتِیَ النَّبِیُّوْنَ مِنْ رَّبِّهِمْ ۚ— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ ؗ— وَنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
اې مومنانو! تاسو دې باطلې دعوې لرونکو یهودیانو او عیسویانو ته ووایئ: مونږ په الله تعالی او قرآن چې مونږ ته نازل شوی باور لرو او په هغه څه هم باور لرو چې په ابراهیم او د هغه پر ځامنو اسماعیل اسحاق او یعقوب علیهم السلام نازل شوي دي او باور لرو په هغه څه چې په نورو پیغمبرانو چې د یعقوب علیه السلام له اولادې څخه دي نازل شوي او باور لرو په هغه تورات چې موسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤ او هغه انجیل چې عیسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤ او باور لرو په هغو کتابونو چې ټولو پیغمبرانو ته الله تعالی ورکړي دي، د دوی تر منڅ هیڅ توپیر نه کوو چې پر ځینو يې باور ولرو او پر ځینو یې کفر وکړو، بلکې پر ټولو باور لرو او مونږ یوازې الله تعالی ته غاړه ایښودونکي او عاجزي کوونکي یو.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَاِنْ اٰمَنُوْا بِمِثْلِ مَاۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ فَقَدِ اهْتَدَوْا ۚ— وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا هُمْ فِیْ شِقَاقٍ ۚ— فَسَیَكْفِیْكَهُمُ اللّٰهُ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟ؕ
که چېرې یهودیانو او عیسویانو او نورو کافرانو ستاسو د ایمان په څېر ایمان راوړ؛ نو دوی به په سمه لاره شي کومه چې د الله تعالی خوښه ده او که چېرې یې له ایمان څخه مخ واړولو چې ټول یا ځينې پیغمبران یې دروغجن وبلل نو بېشکه دوی په اختلاف او دښمنۍ کې دي، نو -اې پیغمبره- مه غمجن کېږه، بېشکه الله تعالی تاته د دوی له ش زیان رسونې نه کافي دی او د دوی له شر څخه به دې ساتي او مرسته به دې کوي، هغه د دوی خبرې اوري او د دوی په نیتونو او کړنو ډېر پوه دی.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
صِبْغَةَ اللّٰهِ ۚ— وَمَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللّٰهِ صِبْغَةً ؗ— وَّنَحْنُ لَهٗ عٰبِدُوْنَ ۟
د الله دین په ښکاره او پټه ټینګ کړئ، چې تاسې یې پرې پیدا کړي یئ، نو د الله تعالی له دین څخه بل ښایسته دین نشته؛ ځکه چې له فطرت سره سم دی، د مصالحو (ګټو) راښکونکی او د مفاسدو (زیانونو) بندونکی دی او ووایئ: مونږ یوازې د الله تعالی بندګي کونکي یو، له ده سره بل څوک شریک نه نیسو.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
قُلْ اَتُحَآجُّوْنَنَا فِی اللّٰهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ۚ— وَلَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ۚ— وَنَحْنُ لَهٗ مُخْلِصُوْنَ ۟ۙ
اې پیغمبره! ته ووایه: -اې دکتاب خاوندانو- آیا تاسو جګړه کوئ په دې خبره چې تاسو الله تعالی او د هغه دین ته له مونږ ډېر نږدې او غوره یاست؛ ځکه چې ستاسو دین او کتاب زمونږ څخه پخواني دي، خو دا تاسو ته ګټه نه رسوي، ځکه چې الله تعالی زمونږ ټولو رب دی، تاسو څه ځانګړنه نه لرئ، او زمونږ د کړنو په اړه له تاسو پوښتنه نه کېږي او ستاسو د کړنو پوښتنه له مونږ څخه نه کېږي او هر چا ته به د هغه د عمل بدله ورکول کېږي او مونږ ټول الله تعالی ته په بندګۍ کې اخلاص کوو او له ده سره شریک نه نیسو.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اَمْ تَقُوْلُوْنَ اِنَّ اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطَ كَانُوْا هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی ؕ— قُلْ ءَاَنْتُمْ اَعْلَمُ اَمِ اللّٰهُ ؕ— وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهٗ مِنَ اللّٰهِ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
اې کتابیانو! آیا تاسې وایئ چې بېشکه ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او نور پیغمبران چې د یعقوب علیه السلام له اولادې څخه وو ټول پر یهودیت یا عیسویت دین وو؟ ته ورته په ځواب کې ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو ښه پوهېږئ که الله تعالی؟ پس که چېرې دوی دعوه وکړي چې مونږ د هغوی پر ملت یو، نو دروغ وایي؛ ځکه د دوی رالېږل او مړه کېدل د تورات او انجیل له نازلېدو څخه مخکې ؤ! نو له دې نه دا څرګندېږې چې دوی چې څه وايي، هغه پر الله رسول باندې دروغ تړل دي او دوی هغه حق پټ کړی کوم چې دوی ته نازل شوی، او له هغه چا بل ډېر ظالم نشته څوک چې د الله له لوري ور سپارل شوې شاهدي پټه کړي، لکه د کتابیانو د کړنو په څېر او الله تعالی ستاسو له کړنو نا خبره نه دی او زر دی چې تاسو ته به یې بدله درکړي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
تِلْكَ اُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۚ— لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَّا كَسَبْتُمْ ۚ— وَلَا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
دا یو امت وو چې له تاسو مخکې تېر شو او کوم عمل یې چې وړاندې کړی ؤ هغې ته ورسېدل، پس دوې لره د هغه کړنو بدله ده، او تاسو لره ستاسو د کړنو بدله ده، او تاسو څخه به د هغوی د کړنو پوښتنه نه کېږي، او له هغوی څخه به ستاسو د کړنو پوښتنه نه کېږي، او نه به یو کس د بل په ګناه نېول کېږي، او نه به یو کس د بل له عمل څخه ګټه پورته کړي، بلکه هر چا ته به د هغه څه بدله ورکول کېږي څه یې چې وړاندې کړي وي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• أن دعوى أهل الكتاب أنهم على الحق لا تنفعهم وهم يكفرون بما أنزل الله على نبيه محمد صلى الله عليه وسلم.
د کتابیانو دا دعوه چې ګویا دوی په حقه دي، دوی ته هیڅ ګټه نه رسوي په داسې حال کې چې دوی په هغه څه چې په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي کفر کوي.

• سُمِّي الدين صبغة لظهور أعماله وسَمْته على المسلم كما يظهر أثر الصبغ في الثوب.
دین ته یې ځکه رنګ ووایه چې د دین کړنې او اخلاق پر مسلمان داسې څرګندېږي لکه څرنګه چې رنګ په جامه څرګندېږي.

• أن الله تعالى قد رَكَزَ في فطرةِ خلقه جميعًا الإقرارَ بربوبيته وألوهيته، وإنما يضلهم عنها الشيطان وأعوانه.
بېشکه الله تعالی د ټولو مخلوقاتو په فطرت کې د هغه په ربوبیت او الوهیت اقرار کول ایښي دي، خو شیطانان او د هغوی مرستندوی یې له دې څخه ګمراه کوي.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Baqarah
Suren/ Kapiteln Liste Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen