Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: An-Naml   Vers:
وَاِنَّهٗ لَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او دا قرآن د هغو مؤمنانو لپاره لارښوونه او لورېينه ده چې پر هغه څه عمل کوونکي دي چې په هغه کې راغلي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ بِحُكْمِهٖ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۚ
بېشکه پالونکی دې ای رسوله! د خلکو ترمنځ - چې مؤمنان هم دي او کافران هم دي - د قيامت په ورځ په انصاف پرېکړه کوي، پر مؤمن رحم کوي او کافر ته سزا ورکوي، هغه برلاسی دی چې له خپلو دوښمنانو غچ اخلي او هيڅوک پر هغه نشي برلاسی کېدلای، داسې پوه دی چې حق او باطل نه ور څخه ګډوډيږي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّكَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِیْنِ ۟
نو پر الله بروسه وکړه او په ټولو چارو کې پر هغه باور وکړه، بېشکه ته پر څرګند حق يې.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰی وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟
پرته له شکه اې رسوله! ته هغه مړي نشې اورولای چې پر الله د کفر له امله يې زړونه مړه شوي اونه هغه څوک اورولای شې چې الله يې د حق له اورولو غوږونه کاڼه کړي دي، هغه څه ته يې چې رابولې، کله چې ګرځي، له تا څخه مخ اړوونکي وي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِی الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟
ته د هغه چا لارښوونکی نه يې چې له حقه يې سترګې ړندې شوې وي؛ نو مه پرې خپه کېږه او ځان دې په هغه څه کې ستړی کړه چې توان يې لرې چې پر حق پوه شې، مګر هغه څوک چې زموږ پر آيتونو ايمان لري؛ نو هغوی د الله امرونو ته غاړه اېښودونکي دي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَاِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ اَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ الْاَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ ۙ— اَنَّ النَّاسَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠
کله چې پر هغوی عذاب راشي او پر کفر او ګناهونو يې د ټينګار له امله عذاب پرې ثابت شي، او تر ټولو ناوړه خلک پاتې شي، هغوی ته به د قيامت په را نېږدې کېدو سره د لويو نښو څخه د يوې نښې په توګه له ځمکې يو ځناور را وباسو چې له هغوی سره به داسې خبرې کوي چې هغوی به پرې پوهيږي هغه دا چې خلکو زموږ پر نبي، زموږ نازل شوي آيتونه نه منل.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَیَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّنْ یُّكَذِّبُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې د امتونو له هر امت څخه به د هغوی له لويانو يوه ډله داسې کسان را غونډ کړو چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼل، لومړي به يې وروستيو ته وروګرځوو، بيا به حساب ته بوتلل شي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْ قَالَ اَكَذَّبْتُمْ بِاٰیٰتِیْ وَلَمْ تُحِیْطُوْا بِهَا عِلْمًا اَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
د هغوی بوول به همداسې دوام وکړي، تردې چې هغوی به د حساب ميدان ته راشي، الله به د رټنې په توګه ورته ووايي: آيا زما هغه آيتونه مو درواغ ګڼل چې زما پر يووالي يې دلالت کولو او زما پر شريعت مشتمل وو، او تاسو ته در معلوم هم نه وو چې هغه باطل دي؛ نو بيا څنګه درته روا وه چې هغه مو درواغ ګڼل، ( یعنې لومړی به مو ځان پوه کړی و، بیا به مو د حق او یا باطل په اړه پریکړه کوله).
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ بِمَا ظَلَمُوْا فَهُمْ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟
پر هغوی به عذاب را ښکته شي، د هغوی د دغو ظلم له امله چې پر الله يې کفر کړی او د هغه آيتونه يې درواغ ګڼلي دي؛ نو هغوی به له خپلو ځانونو څخه د دفاع په موخه له دغه کار څخه د عاجزۍ او د هغوی د دليلونو د بطلان له امله خبرې نه شي کولای.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا الَّیْلَ لِیَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
آيا دغه د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکي نه ويني چې موږ شپه څنګه ګرځولې چې هغوی په خوب کولو آرام پکې کوي، او ورځ مو روښانه ګرځولې چې پکې ويني، ترڅو خپلو کارونو خوا ته هڅه وکړي، بېشکه په دغه تکراري مرګ او له هغه وروسته را ژوندي کېدو کې د هغو خلکو لپاره څرګندې نښانې دي چې ايمان راوړي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَیَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَفَزِعَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَكُلٌّ اَتَوْهُ دٰخِرِیْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې په پوکي ګومارل شوې پرېښته د دويم ځل لپاره په ښکر کې پوکی وکړي؛ نو ټول هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په وېره به ووېريږي پرته له هغه چا چې الله په خپله پېرزوينه له وېرې ژغورلي وي، او ټول د الله مخلوقات به هغه ته په دغه ورځ غاړه اېښودونکي سرټيټي راشي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَتَرَی الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَّهِیَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ؕ— صُنْعَ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اَتْقَنَ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهٗ خَبِیْرٌ بِمَا تَفْعَلُوْنَ ۟
او په دغه ورځ به غرونه وينې چې ته به ګومان کوې چې کلک ولاړ دي خوځښت نه کوي او په حقيقت کې به د ورېځې غوندې تېز ځي، الله داسې جوړ کړي دي او همغه ذات به يې خوځوي، بېشکه هغه پر هغه څه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو له هغه څه پټ نه دي، او پر هغو به جزا درکړي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• أهمية التوكل على الله.
پر الله د بروسې اهميت.

• تزكية النبي صلى الله عليه وسلم بأنه على الحق الواضح.
د نبي صلی الله عليه وسلم پاکي چې هغه پر څرګند حق دی.

• هداية التوفيق بيد الله، وليست بيد الرسول صلى الله عليه وسلم.
د لارښوونې توفيق د الله په لاس کې دی، نه د رسول صلی الله عليه وسلم په لاس کې.

• دلالة النوم على الموت، والاستيقاظ على البعث.
د خوب دلالت پر مرګ، او د را وېښېدو دلالت پر بېرته را ژوندي کېدو باندې.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: An-Naml
Suren/ Kapiteln Liste Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen