Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Ġāfir   Vers:
اَلْیَوْمَ تُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ؕ— لَا ظُلْمَ الْیَوْمَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
نن به هر چاته د هغه د کړي عمل بدله ورکول کيږي، که ښه و نو ښه بدله به يې وي، او که بد و نو بده بدله به يې وي، په دغه ورځ کې هيڅ ظلم نشته، ځکه پرېکړه کوونکی عادل الله دی، له شک پرته الله د خپلو بنده ګانو ژر حساب اخېستونکی دی ځکه د هغه پوهه پرې چاپېره ده.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْاٰزِفَةِ اِذِ الْقُلُوْبُ لَدَی الْحَنَاجِرِ كٰظِمِیْنَ ؕ۬— مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ حَمِیْمٍ وَّلَا شَفِیْعٍ یُّطَاعُ ۟ؕ
ای رسوله! هغوی د قيامت له ورځې ووېروه، دغه د قيامت ورځ چې نېږدې ده، هغه چې راتلونکې ده، او هر راتلونکی نېږدې وي، په دغه ورځ به زړونه د وېرې له سختۍ راپورته وي، تردې چې د څښتنانو مريو ته به يې را رسيږي، هغه کسان چې چوپ وي له هغوی به هيڅوک خبرې نه کوي مګر چاته چې رحمن (بې حده مهربان ذات] اجازه ورکړي، او هغه ظالمان چې پرځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی هغوی لره به نه دوست وي، نه خپل او نه سپارښتونکی چې خبره يې و منل شي کله که په تقدير کې د هغه لپاره دا خبره وي چې سپارښتنه دې وکړي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
یَعْلَمُ خَآىِٕنَةَ الْاَعْیُنِ وَمَا تُخْفِی الصُّدُوْرُ ۟
الله پر هغه څه پوهيږي چې د کتونکو سترګې يې په پټه په تېزۍ تر سره کوي، او پر هغه هم پوهيږي چې سينې يې پټوي، پر هغه له دغه څخه هيڅ هم پټ نه دي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَاللّٰهُ یَقْضِیْ بِالْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَقْضُوْنَ بِشَیْءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟۠
او الله په عدل پرېکړه کوي، چې پر هيچا به د هغه د نېکيو په کمولو او په بديو کې په زياتولو ظلم نه کوي، او هغه څه چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي هغوی به د هيڅ پرېکړه هم نه شي کولای، ځکه هغوی د څه واک نه لري، له شک پرته همغه الله د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی او د نيتونو او کړنو ليدونکی يې دی، او پردې به هغوی ته بدله ورکړي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ كَانُوْا مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْا هُمْ اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ ۟
آيا دغه مشرکان په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، فکر به يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه؟ پايله يې ډېره بده وه، دغه امتونه د ځواک له پلوه له دوی زيات وو، په ځمکه يې د شيانو په جوړولو داسې اغېز کړی وو، چې دغو خلکو پرې نه دی کړی، خو الله د هغوی د ګناهونو له امله يې تباه کړل، چې د الله له عذابه د هغوی لپاه هيڅ منع کوونکی نشته تر څو يې ترې منع کړی وای.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَكَفَرُوْا فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
دغه عذاب چې هغوی ته ورسېدلو، يوازې د دې له امله چې هغوی ته د الله له لوري له څرګندو نښانو او ښکاره دلايلو سره يې رسولان راغلل، خو هغوی په الله کفر وکړ او د هغه رسولان يې درواغجن وګڼل، سره له دې چې هغوی پياوړي وو خو الله راونيول او تباه يې کړل، له شک پرته هغه سپېڅلی ذات پياوړی او د هغه چا لپاره د سختې سزا ورکوونکی دی چا چې کفر پرې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
یقینا لیږلی وو مونږ موسی-علیه السلام-په ښکاره معجرو او عذر ختموونکي دلیل.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَقَارُوْنَ فَقَالُوْا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟
فرعون د هغه وزيرهامان او قارون ته، هغوی وويل: موسی کوډګر درواغجن دی په هغه څه کې چې دعوی يې کوي چې ګواکې هغه رسول دی.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوْۤا اَبْنَآءَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ وَاسْتَحْیُوْا نِسَآءَهُمْ ؕ— وَمَا كَیْدُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟
نو کله چې موسی پر خپله رېښتينولۍ دلالت کوونکي دليل سره ورته راغی، فرعون وويل: د هغو کسانو اولادونه ووژنئ چې له موسی سره يې ايمان راوړی او مېرمنې يې د هغوی د سپکاوي په موخه ژوندۍ پرېږدئ، او د کافرانو چل چې په وژلو يې د مؤمنانو د شمېر د کموالي امر کړی دغه يوازې تباه او له منځه تلونکی امر دی چې هيڅ اغېز نه لري.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• التذكير بيوم القيامة من أعظم الروادع عن المعاصي.
د قيامت ورځ ور په يادول له ګناهونو تر ټولو له لویو منع کوونکو څخه دي.

• إحاطة علم الله بأعمال عباده؛ خَفِيَّة كانت أم ظاهرة.
د الله د خپلو بندګانو پر پټو او څرګندو کړنو د پوهې چاپېروالی.

• الأمر بالسير في الأرض للاتعاظ بحال المشركين الذين أهلكوا.
په ځمکه کې د ګرځېدو امر د هغو مشرکانو له حاله د پند اخېستو لپاره دی چې تباه کړل شوي دي.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Ġāfir
Suren/ Kapiteln Liste Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen