Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Aḥqāf   Vers:
وَاذْكُرْ اَخَا عَادٍ اِذْ اَنْذَرَ قَوْمَهٗ بِالْاَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖۤ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
ای رسوله! د عاديانو نسبي ورور هود در په ياد کړه، کله يې چې خپل قوم پر هغوی د راتلونکي عذاب څخه ووېرولو، په داسې حال کې چې هغوی د عربي جزيرې سويل لورې ته په احقاف نومي ځای کې په خپلو کورونو کې وو، په رېښتيا له هود مخکې او وروسته د خپلو قومونو وېروونکي رسولان تېر شوي دي چې خپلو قومونو ته به يې ويل: يوازې د الله عبادت وکړئ، له هغه سره بل څوک مه لمانځئ، ای زما قومه! پرته له شکه زه پرتاسې د قيامت د لويې ورځې له عذابه وېرېږم.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَاْفِكَنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا ۚ— فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
قوم يې ورته وويل: آيا ته ددې لپاره موږ ته راغلی يې چې د خپلو معبودانو له عبادته مو واړوې؟! دا هيله به دې هيڅکله پوره نه شي، که چیرته ته په خپله وعده کې رېښتينی یې نو هغه عذاب راوله چې مونږ پرې ویروې.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
قَالَ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ؗ— وَاُبَلِّغُكُمْ مَّاۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَلٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ ۟
هغه وويل: د عذاب د راتلو پر وخت يوازې الله پوهيږي، ماته پرې کومه پوهه نشته، زه يو استازی يم هغه څه درته رسوم چې پرې لېږل شوی يم، خو زه وينم تاسو داسې خلک ياست چې ناپوهي کوئ هغه څه پرېږدئ چې ګټه مو ده پکې او هغه څه کوئ چې زيان مو دی پکې.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَلَمَّا رَاَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ اَوْدِیَتِهِمْ ۙ— قَالُوْا هٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا ؕ— بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهٖ ؕ— رِیْحٌ فِیْهَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۙ
نو بيا چې کله هغه عذاب ورته راغی چې په اړه يې دوی بيړه کوله، د اسمان په لوري کې يې خوره ورېځ وليده چې د هغوی شېلو (ناوونو) ته يې مخه کړې وه هغوی وويل: دغه خوره ورېځ موږ ته باران رسوونکې ده، هود ورته وويل: امر داسې نه دی لکه تاسو يې چې ګومان کوئ چې هغه باران اوروونکې ورېځ ده، بلکې هغه داسې عذاب دی چې تاسو يې په اړه بيړه کوله، هغه داسې باد دی چې دردوونکی عذاب دی پکې.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
تُدَمِّرُ كُلَّ شَیْ بِاَمْرِ رَبِّهَا فَاَصْبَحُوْا لَا یُرٰۤی اِلَّا مَسٰكِنُهُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
هغه باد به چې پر هرڅه تېرېده تباه کول به يې د کومو د تباهۍ چې الله امر ورته کړی و، نو تباه شول، له هغو کورنو پرته چې پکې اوسېدل بل څه نه ليدل کېدل چې د هغوی پر مخکېني شتون يې شاهدي ورکړې وه، د دغې دردوونکې سزا غوندې موږ هغو ګناهکاره خلکو ته چې پر خپل کفر او ګناهونو ټينګار کوي سزا ورکوو.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَلَقَدْ مَكَّنّٰهُمْ فِیْمَاۤ اِنْ مَّكَّنّٰكُمْ فِیْهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَّاَبْصَارًا وَّاَفْـِٕدَةً ۖؗ— فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَاۤ اَبْصَارُهُمْ وَلَاۤ اَفْـِٕدَتُهُمْ مِّنْ شَیْءٍ اِذْ كَانُوْا یَجْحَدُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
او پرته له شکه د هود قوم ته مو داسې د ځواک اسباب ورکړي وو چې تاسې ته مو نه دي درکړي، او هغوی لره مو غوږونه ګرځولي وو چې پرې اورېدل يې، سترګې چې پرې ليدل يې، زړونه چې پرې پوهېدل، خو هغوی ته يې نه غوږونو، نه سترګو او نه هم عقلونو کومه ګټه ورسوله، نه يې له هغوی د الله د عذاب مخه ونيوله چې کله ورته راغی، ځکه هغوی د الله پر ايتونو کفر کولو، او هغه عذاب پرې راپرېوتلو چې هود عليه السلام پرې وېرولي وو او دوی به پرې ملنډې وهلې .
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَلَقَدْ اَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِّنَ الْقُرٰی وَصَرَّفْنَا الْاٰیٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او له شک پرته ای د مکې خلکو! ستاسو چاپېر مو ډېر کلي تباه کړل، عاديان، ثموديان، د لوط قوم او د مدين خلک مو تباه کړل، هغوی ته مو بېلابېل دلايل او حجتونه بيان کړل ترڅو هغوی له خپله کفره را وګرځي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ قُرْبَانًا اٰلِهَةً ؕ— بَلْ ضَلُّوْا عَنْهُمْ ۚ— وَذٰلِكَ اِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
ولې يې هغو بوتانو مرسته ونه کړه چې له الله پرته يې معبودان ګرځولي وو ترڅو د هغو په لمانځنه او پر نوم يې د ذبحې له امله هغو ته نېږدې شي؟! هيڅ مرسته يې ورسره ونه کړه، بلکې په داسې حالت کې ترې ورک شول چې سخته اړتيا يې ورته لرله، دا د هغوی د هغه درواغو او تور له امله چې هغوی يې خپلو ځانوته ډاډ پرې ورکړی وو چې دغه بوتان به هغوی ته ګټه رسوي او د الله په وړاندې به يې سپارښت کوي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• لا علم للرسل بالغيب إلا ما أطلعهم ربهم عليه منه.
رسولانو ته د پټو(غیبو) علم نشته مګر د هغه څه په اړه چې پالونکي يې پرې خبر کړي وي.

• اغترار قوم هود حين ظنوا العذاب النازل بهم مطرًا، فلم يتوبوا قبل مباغتته لهم.
د هود د قوم دوکه کېدل کله يې چې په نازلېدونکي عذاب یې د باران ګومان وکړ، نو هغوی د سمدستي راتلو مخکې يې توبه ونه اېستله.

• قوة قوم عاد فوق قوة قريش، ومع ذلك أهلكهم الله.
د عاد د قوم ځواک د قريشو له ځواک څخه زيات و، سره له دې الله هغوی تباه کړل.

• العاقل من يتعظ بغيره، والجاهل من يتعظ بنفسه.
هوښیار هغه دی چې له بل چا پند واخلي، او ناپوه هغه دی چې پر ځان يې وويني.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Aḥqāf
Suren/ Kapiteln Liste Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen