Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Anʿām   Vers:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ اٰزَرَ اَتَتَّخِذُ اَصْنَامًا اٰلِهَةً ۚ— اِنِّیْۤ اَرٰىكَ وَقَوْمَكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ابراهیم -علیه السلام- خپل مشرک پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه! آیا ته جوړوې بتانو لره معبودان چې د الله تعالی نه پرته یې بندګي کوې؟ یقینا زه وینم تالره او ستا قوم لره په ښکاره ګمراهۍ کې، او په شک کې د حق د لارې نه، چې تاسو د الله تعالی نه پرته د بل چا بندګۍ کوئ، نو خاص الله تعالی یوازې په حق سره لایق د بندګۍ دی، او د هغه نه پرته نور ټول باطل معبودان دي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَكَذٰلِكَ نُرِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ مَلَكُوْتَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلِیَكُوْنَ مِنَ الْمُوْقِنِیْنَ ۟
او لکه څرنګه چې مو ورته د خپل پلار او د خپل قوم ګمراهي وروښوده همدارنګه ورته بادشاهي د اسمانونو او پراخه ځمکې ښایو؛ د دې لپاره چې په دې پراخه بادشاهۍ د الله تعالی په یووالی او د هغه په یواځې د عبادت مستحق ګڼلو دلیل ونیسي؛ او د دې لپاره چې د یقین کوونکو څخه شي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی یوازې دی هیڅ شریک ورله نشته، او هغه په هر شي باندې قادر دی.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَلَمَّا جَنَّ عَلَیْهِ الَّیْلُ رَاٰ كَوْكَبًا ۚ— قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَاۤ اُحِبُّ الْاٰفِلِیْنَ ۟
نو هر کله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه، یو ستوری یې ولیده، ویې ویل: دا زما رب دی، نو هر کله چې هغه ستوری پټ شو ویې ویل: بیشکه زه نه خوښوم هغه څوک چې پټیږي؛ ځکه چې ریښتونی او په حق سره معبود همیشه حاضر وي نه پټیږي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَلَمَّا رَاَ الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَىِٕنْ لَّمْ یَهْدِنِیْ رَبِّیْ لَاَكُوْنَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّآلِّیْنَ ۟
او هر کله چې یې سپوږمۍ راختونکې ولیدله ویې ویل: دا زما رب دی، هر کله چې پټه شوه ویې ویل: که چیرته ماته زما رب توفیق رانه کړي د هغه د یووالي او یوازې د هغه د عبادت کولو نو خامخا زه به د هغه چا څخه شم چې د حق دین نه لرې وي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَلَمَّا رَاَ الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هٰذَا رَبِّیْ هٰذَاۤ اَكْبَرُ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَتْ قَالَ یٰقَوْمِ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟
او هر کله چې یې لمر راختونکی ولیده ویې ویل: دا راختونکی لمر زما رب دی، دا د ستوري او سپوږمۍ دواړو نه غټ دی، نو هر کله چې پټ شو ویې ویل: ای زما قومه! بیشکه زه بیزاره یم د هغه څه نه چې تاسو یې د الله تعالی سره شریکوي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اِنِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ حَنِیْفًا وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۚ
بیشکه ما خالص کړی دین خپل هغه ذات ته چې پیداکړی یې دي اسمانونه او زمکه پرته له کوم مخکني مثال نه (په نا اشنا ډول)، مایله یم د شرک نه خالص توحید ته، او زه نه یم د هغو مشرکانو له ډلې نه چې د الله تعالی سره د بل چا بندګي کوي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَحَآجَّهٗ قَوْمُهٗ ؕ— قَالَ اَتُحَآجُّوْٓنِّیْ فِی اللّٰهِ وَقَدْ هَدٰىنِ ؕ— وَلَاۤ اَخَافُ مَا تُشْرِكُوْنَ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ رَبِّیْ شَیْـًٔا ؕ— وَسِعَ رَبِّیْ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟
او جګړه وکړه د هغه سره قوم د هغه چې مشرکان وو د الله تعالی په یووالي کې، او هغه یې د خپلو بتانو څخه وویراوه، نو هغه ورته وویل: آیا تاسو ماسره د الله تعالی په توحید او د هغه د یوازې عبادت مستحق ګڼلو کې جګړه کوئ، او حال دا دی چې توفیق راکړی ماته رب زما خپل طرف ته، او زه ستاسو د بتانو څخه نه ویریږم، ځکه چې هغه د ضرر ورکولو اختیار نه لري چې ما ته ضرر راورسوي او نه د فایدې ورکولو اختیار لري چې فایده به ماته راکړي مګر که الله تعالی وغواړي، ځکه چې الله تعالی چې څه وغواړي هغه کیدونکي دي، او سره د علم د الله تعالی نه په هر شي باندې نو په هغه باندې هیڅ شی په زمکه او اسمان کې پټ نه شي پاتې کیدلی، نو آیا تاسو ولې پند نه اخلئ -ای زما قومه- د هغه څه نه چې تاسو پکې یاست د کفر کولو نه په الله تعالی او په هغه باندې دشرک کولو نه نو تاسو به یوازې په هغه ایمان راوړئ.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَكَیْفَ اَخَافُ مَاۤ اَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُوْنَ اَنَّكُمْ اَشْرَكْتُمْ بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا ؕ— فَاَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ اَحَقُّ بِالْاَمْنِ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟ۘ
او څرنګه به زه وویریږم د هغو بوتانو نه چې تاسو یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوئ، او حال دا چې تاسو نه ویریږئ ستاسو د شرک کولو نه د الله تعالی سره کله چې تاسو د هغه سره هغه څوک شریکوئ چې هغه پیداکړي- پرته له کوم دلیل نه ستاسو سره - د هغو په بندګۍ؟۱ نو کومه یوه د دوو ډلو نه: د موحدینو ډله او که د مشرکینو ډله ډیره حقداره ده په امن او د عذاب نه په ژغورلو؟ که چیرته تاسو حقداره ډله پیژنئ نو تابعداري یې وکړئ، او حقداره د دې دواړو ډلو نه -بی له شکه- د موحدینو مومنانو ډله ده.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• الاستدلال على الربوبية بالنظر في المخلوقات منهج قرآني.
د الله تعالی په ربوبیت باندې دلیل نیول په نظر کولو سره په مخلوقاتو کې د قران کریم منهج دی.

• الدلائل العقلية الصريحة توصل إلى ربوبية الله.
عقلي صریح دلیلونه انسان د الله تعالی ربوبیت ته رسوي.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Anʿām
Suren/ Kapiteln Liste Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen