Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans

external-link copy
2 : 63

اِتَّخَذُوْۤا اَیْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

هغوی خپل هغه قسمونه چې د ايمان پر دعوا يې کوي د ځانونو لپاره له وژلو او بندي کېدلو ډال او ساتندوی ګرځولي دي، او په هغه څه چې شک او تردد خپروي خلک يې له ايمان څخه ايسار کړي، بېشکه ډېر بد دی هغه نفاق او د درواغو قسمونه چې هغوی يې کوي. info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• وجوب السعي إلى الجمعة بعد النداء وحرمة ما سواه من الدنيا إلا لعذر.
د جمعې له اذان څخه وروسته د جمعې لمانځه ته د هڅې کولو واجبوالی او له عذر پرته د بل کوم دنيوي کار نارواوالی. info

• تخصيص سورة للمنافقين فيه تنبيه على خطورتهم وخفاء أمرهم.
د منافقانو لپاره د يو سورت ځانګړي کولو کې د هغوی خطرناکوالي او په پته د کارونو تر سره کولو ته یوه پاملرنه ده. info

• العبرة بصلاح الباطن لا بجمال الظاهر ولا حسن المنطق.
اعتبار د باطن سموالي ته دی نه د ظاهر ښکلا او خبرو ښه والي ته. info