Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans * - Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Anfāl   Vers:

انفال

Die Ziele der Surah:
الامتنان على المؤمنين بنصر الله لهم في بدر، وبيان سنن النصر والهزيمة.
پر مومنانو احسان چې الله يې په بدر کې مرسته وکړه او د مرستې او ماتې د کړنلارو بيان.

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْاَنْفَالِ ؕ— قُلِ الْاَنْفَالُ لِلّٰهِ وَالرَّسُوْلِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَصْلِحُوْا ذَاتَ بَیْنِكُمْ ۪— وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗۤ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
ستا ملګري ستا څخه پوښتنه کوي -ای پیغمبره- د غنیمتونو باره کې چې څرنګه به یې تقسیموي؟ او په چا به یې تقسیموي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره- د دوی دسوال جواب ورکړه: غنیمتونه الله تعالی او د هغه پیغمبر لره دي، او د هغه د ویشلو حکم هم د الله تعالی او د هغه د رسول په واک دی، نو په تاسو ندي لازم مګر غاړه کیښودل او تسلیمیدل، نو تاسو د الله تعالی نه وویریږئ -ای مومنانو- په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، او جوړ کړئ هغه چې ستاسو تر منځ وي د یو بل سره جداوالی او یا یو بل ته شا ګرځول په مینه کولو او تګ راتګ او په خایسته اخلاقو او بخښنې سره، او په ځان باندې لازم کړئ د الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري که چیرته تاسو په ریښتیا سره مومنان یاست؛ ځکه چې ایمان د نیکۍ په کولو او د بدیو نه د لرې کیدلو باعث کیږي، او دا پوښتنه د بدر له غزا نه وروسته شوې وه.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَجِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَاِذَا تُلِیَتْ عَلَیْهِمْ اٰیٰتُهٗ زَادَتْهُمْ اِیْمَانًا وَّعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚۙ
بیشکه په ریښتیا سره مومنان هغه دي چې کله الله تعالی یاد کړی شي د دوی زړونه وویریږي؛ او زړونه او بدنونه یې د نیکۍ طرف ته راشي، او کله چې په دوی باندې د الله تعالی آیتونه ولوستل شي په هغې کې سوچ او فکر وکړي نو ایمان یې نور هم زیات شي سره د پخواني ایمان نه، او دوی یوازې په خپل رب باندې اعتماد کوي د مصلحتونو په غوښتلو او د فساد په دفع کولو کې.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ؕ
دا هغه کسان دي چې همیشوالی کوي په ادا کولو د لمونځونو په پوره توګه په خپلو وختونو کې، او د هغه رزق نه چې مونږ دوی ته ورکړی فرضي زکات او نفلي صدقې هم ورکوي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ حَقًّا ؕ— لَهُمْ دَرَجٰتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟ۚ
دغه کسان چې دا صفتونه لري همدوی په حقه سره مومنان دي؛ ځکه چې دوی په ځان کې د ایمان او د اسلام ظاهري خصلتونه راجمع کړي، او د دوی بدلې د الله تعالی سره لویې مرتبې دي، او بخښنه ده د دوی ګناهونو لره او د عزت والا رزق دی، او دا هغه څه دي چې الله تعالی دوی ته د نعمتونو څخه تیار کړي دي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
كَمَاۤ اَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنْ بَیْتِكَ بِالْحَقِّ ۪— وَاِنَّ فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ لَكٰرِهُوْنَ ۟ۙ
لکه څرنګه چې الله تعالی ستاسو نه د غنیمتونو د تقسیم واک واخیستلو وروسته د اختلاف او جګړي ستاسو نه د دې په تقسیم کې، او د دې د ویشلو واک او اختیار یې خپل ځان او د هغه پیغمبر ته ورکړ، همدا رنګه ستا رب امر کړی -ای پیغمبره- په وتلو سره د مدینې څخه د مشرکانو د مخامخ کیدلو لپاره په هغې وحې سره چې په تا یې رالیږلې، سره د بد ګڼلو د يوې ډلې د مومنانو څخه دې وتلو لره.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
یُجَادِلُوْنَكَ فِی الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَیَّنَ كَاَنَّمَا یُسَاقُوْنَ اِلَی الْمَوْتِ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟ؕ
بحث کوي ستا سره -ای پیغمبره- دا ډله د مومنانو نه د مشرکانو سره په جنګ کولو کې وروسته د دې نه چې دوی ته دا واضحه شوه چې دا جنګ واقع کیدونکی دی، ګویا کې دوی مرګ ته بوتلل کیږي او دوی دې مرګ ته ښکاره ګوري، او دا د دوی د سخت بد ګنلو د وجې نه جنګ لره؛ ځکه چې دوی دې جنګ ته تیاری ندی نیولی، او نه یې ورته سامان د جنګ برابر کړی.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَاِذْ یَعِدُكُمُ اللّٰهُ اِحْدَی الطَّآىِٕفَتَیْنِ اَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّوْنَ اَنَّ غَیْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُوْنُ لَكُمْ وَیُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَیَقْطَعَ دَابِرَ الْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ
او یادکړئ -ای جګړه کوونکو مومنانو- کله چې الله تعالی ستاسو سره وعده وکړه چې یقینا تاسو لره به کامیابي وي په یوې له دوو ډلو د مشرکانو نه، او هغه به یا قافله وي او هغه مال به وي چې د دې قافلې سره دی نو تاسو به یې د غنیمت په ډول واخلئ، یا به تاسو هغوی ته وروځئ نو جنګ به ورسره کوئ او په هغوی به کامیابیږئ، او تاسو دا خوښه ګڼئ چې تاسو پدې قافلې باندې کامیاب شئ ځکه چې په دې باندې تاسو په آسانئ غلبه کولئ شئ پغیر د جنګ نه، او الله تعالی غواړي چې ښکاره کړي حق لره په امر کولو سره تاسو ته په جنګ سره، نو عاقبت دا دی چې تاسو به د مشرکانو مشران ووژنئ، او د هغوی نه به ډیر بندیان کړئ د دې لپاره چې د اسلام طاقت او قوت ښکاره شي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
لِیُحِقَّ الْحَقَّ وَیُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۚ
د دې لپاره چې الله تعالی غالب کړي حق لره په غالبه کولو د اسلام او د مسلمانانو، او هغه داسې چې ښکاره کړي شواهد د هغه په ریښتنولۍ، او روښانه کړي بطلان د باطل په هغو دلیلونو چې د دې لپاره یې ښکاره کوي، او اګر که مشرکان دې لره بد ګڼي، نو پس الله تعالی دې لره ښکاره کوونکی دی.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• ينبغي للعبد أن يتعاهد إيمانه ويُنمِّيه؛ لأن الإيمان يزيد وينقص، فيزيد بفعل الطاعة وينقص بضدها.
بنده لره پکار دي چې خپل ایمان ته پاملرنه وکړي او هغه زیات کړي؛ ځکه چې ایمان زیاتیږي او کمیږي، نو د نیکیو په کولو سره زیاتیږي او د هغې په ضد (ګناهونو) سره کمیږي.

• الجدال محله وفائدته عند اشتباه الحق والتباس الأمر، فأما إذا وضح وبان فليس إلا الانقياد والإذعان.
جنګ او جګړه د حق د ګډوډ کیدلو په وخت کې راپیداکیږي او هماغلته يې فایدې هم وي، نو کله چې خبره ښکاره او واضحه شي نو بیا غاړه کیښودل او تسلیمیدل لازمي دي.

• أَمْر قسمة الغنائم متروك للرّسول صلى الله عليه وسلم، والأحكام مرجعها إلى الله تعالى ورسوله لا إلى غيرهما.
د غنیمتونو د ویشلو حکم پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته پریښودل شوی دی، او د احکامو مرجع الله تعالی او د هغه پیغمبر ته ده، نه بل چاته.

• إرادة تحقيق النّصر الإلهي للمؤمنين؛ لإحقاق الحق وإبطال الباطل.
اراده د پلي کیدلو د حقیقي کامیابۍ مومنانو لره؛ لپاره د ښکاره کولو د حقانیت د حق او باطلوالي د باطل.

 
Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Anfāl
Suren/ Kapiteln Liste Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans - Übersetzungen

Vom Tafsirzentrum für Quranwissenschaften herausgegeben.

Schließen