Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Paschtu-Übersetzung - Sarfaraz * - Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Anʿām   Vers:
وَمَا لَكُمْ اَلَّا تَاْكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَّا حَرَّمَ عَلَیْكُمْ اِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ اِلَیْهِ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا لَّیُضِلُّوْنَ بِاَهْوَآىِٕهِمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِیْنَ ۟
څه خبره ده چې تاسې هغه څه نه خورئ چې د الله نوم پرې ویل شوی وي؟ سره له دې چې الله تاسې ته حرام کړي شوي څیزونه په بشپړ ډول بیان کړي دي هو! که ناشونتیا مو وه ( نو بیا حرام حلال دي.) او پخه خبره همدا ده چې ډیر خلک د خپلو خواهشاتو په اساس پرته له کومو علمي دلایلو نور بې لارې کوي. بې شکه ستا رب ته تیري کوونکي ډیر ښه معلوم دي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَذَرُوْا ظَاهِرَ الْاِثْمِ وَبَاطِنَهٗ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْسِبُوْنَ الْاِثْمَ سَیُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوْا یَقْتَرِفُوْنَ ۟
ښکاره او پټې ټولې ګناه ګانې پریږدئ او څوک چې ګناهونه کوي ډیر ژر به د خپلو کړوبدل ورکړای شي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَلَا تَاْكُلُوْا مِمَّا لَمْ یُذْكَرِ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَاِنَّهٗ لَفِسْقٌ ؕ— وَاِنَّ الشَّیٰطِیْنَ لَیُوْحُوْنَ اِلٰۤی اَوْلِیٰٓـِٕهِمْ لِیُجَادِلُوْكُمْ ۚ— وَاِنْ اَطَعْتُمُوْهُمْ اِنَّكُمْ لَمُشْرِكُوْنَ ۟۠
او هغه څاروي مه خورئ چې د الله نوم پرې نه وي ویل شوی دا لویه ګناه ده. او بې شکه چې شیطانان خپلو دوستانو ته کږې لارې ورښايې تر څو له تاسې سره شخړه وکړي. نو که تاسې د هغوی مننه وکړه نو تاسې هم مشرکان یاست.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اَوَمَنْ كَانَ مَیْتًا فَاَحْیَیْنٰهُ وَجَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا یَّمْشِیْ بِهٖ فِی النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِی الظُّلُمٰتِ لَیْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا ؕ— كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْكٰفِرِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
ایا هغه څوک چې مړ ؤ مونږ ژوندی کړ او رڼا مو ورکړه چې د خلکو په مینځ کې مخ په وړاندې لاړ شي د هغه چا په شان کیدای شي چې په تیارو کې راګیر او په هیڅ توګه ترې وتلای نه شي؟ په همدې توګه د کافرانو کړني هغوی ته ښایسته کړای شوي دي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ اَكٰبِرَ مُجْرِمِیْهَا لِیَمْكُرُوْا فِیْهَا ؕ— وَمَا یَمْكُرُوْنَ اِلَّا بِاَنْفُسِهِمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟
او همدا شان مونږ د هر کلي ورانکاري مشران خپل سرۍ ته پریښي دي چې د ټګۍ او دوکې مزي پکې وغزوي خو د ټګۍ په لومو کې یوازې دوی په خپله نښلي خو په ځان نه پوهیږي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَاِذَا جَآءَتْهُمْ اٰیَةٌ قَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ حَتّٰی نُؤْتٰی مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ رُسُلُ اللّٰهِ ؔۘؕ— اَللّٰهُ اَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسَالَتَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا صَغَارٌ عِنْدَ اللّٰهِ وَعَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا كَانُوْا یَمْكُرُوْنَ ۟
او چې کله هم ورته کومه نښه راغلې ده نو ویلي یي دي چې مونږ به هیڅکله پرې ایمان رانه وړو تر څو مونږ ته هغه څه نه وي راکړی شوي چې د الله نورو رسولانو ته ورکړل شوي وو الله ښه پوهیږي چې پيغمبري او رسالت چاته ورکړي؟ او سر غړوونکو ته به د خپلې ټګۍ له کبله د الله له لورې سپکوالی او دردناک عذاب ډیر ژر ورسیږي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
 
Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Al-Anʿām
Suren/ Kapiteln Liste Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Paschtu-Übersetzung - Sarfaraz - Übersetzungen

Übersetzt von Maulawi Janbaz Sarfaraz

Schließen