Check out the new design

Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Paschtu-Übersetzung - Sarfaraz * - Übersetzungen


Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Aṭ-Ṭalāq   Vers:

طلاق

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَطَلِّقُوْهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَاَحْصُوا الْعِدَّةَ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ رَبَّكُمْ ۚ— لَا تُخْرِجُوْهُنَّ مِنْ بُیُوْتِهِنَّ وَلَا یَخْرُجْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ ؕ— وَتِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّتَعَدَّ حُدُوْدَ اللّٰهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهٗ ؕ— لَا تَدْرِیْ لَعَلَّ اللّٰهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذٰلِكَ اَمْرًا ۟
ای پیغمبره!کله مو چې ښځې طلاقوئ نو د عدت لپاره[۱۶] یي طلاقي کړئ او عدت یې وشمارئ.او له الله نه چې ستاسې رب دی وډارشئ.د عدت په اوږدو کې یې له خپلو کورونو څخه مه وباسئ او نه دې هغوی په خپله روزي مګر که ښکاره ورانی یي وکړ[۱۷]او همدا د الله ټاکلې پولې دي.او هر څوک چې د الله له پولو نه اوړي نو په ځان یې تیری وکړ.ای طلاق ورکوونکیه!ته نه پوهیږي کیدای شي چې الله پاک له دې وروسته هم کومه لار[۱۸]پیدا کړي.
[۱۶] ـ په هغه طهر کې یې طلاقې کړئ چې وروسته ترې عدت شروع کیږي.(تفسیر البیضاوی)
[۱۷] ـ فاحشه یعنې بده ژبه،بد اخلاق،زنا کول او متقابل احترام نه لری(تفسیر البیضاوی)
[۱۸] ـ چې الله د خاوند او ښځې زړونه نرم او له عدت نه وړاندې چې له دریو نه کم طلاقونه یې ورکړی وي بیرته ورته رجوع وکړي.(تفسیر البیضاوی).
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَاِذَا بَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ فَارِقُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ وَّاَشْهِدُوْا ذَوَیْ عَدْلٍ مِّنْكُمْ وَاَقِیْمُوا الشَّهَادَةَ لِلّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمْ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ۬— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًا ۟ۙ
نو کله چې طلاق شوې ښځې عدت ته ورسیږي نو په ښه شان یې وساتئ او یا ترې په ښه شان جلاء شئ او دوه انصاف لرونکي کسان پرې شاهدان ونیسئ.او تاسې د الله لپاره شهادت ورکړئ چې په دې توګه هغه چاته چې په الله او اخرت ایمان لری پند او نصیحت ورکول کیږي او هر څوک چې له الله نه وډاریږي.نو الله به ورته له ستونزو څخه د وتلو یوه لار پيدا کړي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَّیَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبُ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ فَهُوَ حَسْبُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بَالِغُ اَمْرِهٖ ؕ— قَدْ جَعَلَ اللّٰهُ لِكُلِّ شَیْءٍ قَدْرًا ۟
او په داسې توګه به روزي ورکړي چې دی یي ګمان هم نه کوي.او څوک چې پر الله توکل وکړي نو الله يي بس دی.ځکه چې الله خپل کار ته په ښه توګه رسیږي.او د هر شي لپاره یې یوه اندازه ټاکلې ده.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَا یَىِٕسْنَ مِنَ الْمَحِیْضِ مِنْ نِّسَآىِٕكُمْ اِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلٰثَةُ اَشْهُرٍ وَّا لَمْ یَحِضْنَ ؕ— وَاُولَاتُ الْاَحْمَالِ اَجَلُهُنَّ اَنْ یَّضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ؕ— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ اَمْرِهٖ یُسْرًا ۟
او هغه ښځې چې له حیض راتګ نه مایوسه شوي دي نو که تاسې ته یي د عدت په هکله سوال او پوښتنه وي،نو د هغوی عدت درې میاشتې دی.او همدا حکم د هغو ښځو هم دی چې له سره يي حیض نه وي راغلی.د بار دارو ښځو عدت د بار ایښوول یعنې د بچي پیدا کول دي.او څوک چې له الله نه ډاریږي الله يي کار اسانه وي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
ذٰلِكَ اَمْرُ اللّٰهِ اَنْزَلَهٗۤ اِلَیْكُمْ ؕ— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یُكَفِّرْ عَنْهُ سَیِّاٰتِهٖ وَیُعْظِمْ لَهٗۤ اَجْرًا ۟
دا د الله حکم دی چې تاسو ته یې نازل کړی دی. او څوک چې له الله نه ډاریږي ګناهونه به یې ورژوي او لوی اجر به ور کړې.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اَسْكِنُوْهُنَّ مِنْ حَیْثُ سَكَنْتُمْ مِّنْ وُّجْدِكُمْ وَلَا تُضَآرُّوْهُنَّ لِتُضَیِّقُوْا عَلَیْهِنَّ ؕ— وَاِنْ كُنَّ اُولَاتِ حَمْلٍ فَاَنْفِقُوْا عَلَیْهِنَّ حَتّٰی یَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ— فَاِنْ اَرْضَعْنَ لَكُمْ فَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ ۚ— وَاْتَمِرُوْا بَیْنَكُمْ بِمَعْرُوْفٍ ۚ— وَاِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهٗۤ اُخْرٰی ۟ؕ
عدت تیروونکې ښځې مو د خپل وس په انډول همغه شان واوسوئ چې تاسې اوسیږئ او د تنګولو لپاره یې مه زوروئ.که عدت تیروونکي ښځې مو بار دارې وي نو د بچی تر پیدایښت باید نفقه ورکړئ.نو که بیایې ستاسې بچي ته تی ورکاو نو مزدوري يي ورکړئ.او د بچي د شیدو او د مزدورۍ په هکله یو له بل سره په ښه شان مشوره وکړئ.او که تاسو د تي ورکولو په برخه کې یو پر بل[۱۹]سختي وکړه.نو دکوچني لپاره دې بله شیدې ورکوونکې ښځه ولټول شي.
[۱۹] ـ پدی معنې چې ښځه ډیره مزدوري وغواړي یا سړی لږه ورکوي یا ښځه له شیدو ورکولو انکار وکړي.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
لِیُنْفِقْ ذُوْ سَعَةٍ مِّنْ سَعَتِهٖ ؕ— وَمَنْ قُدِرَ عَلَیْهِ رِزْقُهٗ فَلْیُنْفِقْ مِمَّاۤ اٰتٰىهُ اللّٰهُ ؕ— لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا اِلَّا مَاۤ اٰتٰىهَا ؕ— سَیَجْعَلُ اللّٰهُ بَعْدَ عُسْرٍ یُّسْرًا ۟۠
د توان والادې د خپل توان په رڼا کې مصرف وکړي.او دچا چې روزی تنګه وي نو څه چې الله ور کړي دي هغه دې مصرف کړي.الله پاک چې چاته څه ورکړي دي،له هغه نه یي په زیاتو نه مکلفوي. لرې نه ده چې الله پاک له تنګلاسۍ وروسته پراخي راولی.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ عَتَتْ عَنْ اَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهٖ فَحَاسَبْنٰهَا حِسَابًا شَدِیْدًا وَّعَذَّبْنٰهَا عَذَابًا نُّكْرًا ۟
ډیر کلي وو چې د خپل رب او د هغه له رسولانو څخه یې سرغړونه وکړه.نو مونږ ورسره سخت حسا وکړ،او خورا په نااشنا عذاب مو وړبړول.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
فَذَاقَتْ وَبَالَ اَمْرِهَا وَكَانَ عَاقِبَةُ اَمْرِهَا خُسْرًا ۟
د خپلو کړنو خوند یې وڅاکه او د کار پای یې زیان ؤ.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا ۙ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ— الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۛۚ— قَدْ اَنْزَلَ اللّٰهُ اِلَیْكُمْ ذِكْرًا ۟ۙ
او په اخرت کې ورته الله پاک ډیر سخت عذاب تیار کړی دی.نو له الله وډارشئ ای د پوهې خاوندانو چې ایمان مو راوړی دی.الله پاک تاسو ته پند نازل کړی دی.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
رَّسُوْلًا یَّتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ مُبَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَمَنْ یُّؤْمِنْ بِاللّٰهِ وَیَعْمَلْ صَالِحًا یُّدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— قَدْ اَحْسَنَ اللّٰهُ لَهٗ رِزْقًا ۟
داسې یو استازی یې درلیږلی دی چې د الله ښکاره کوونکي ایتونه پر تاسې لولي.تر څو مؤمنان او نیک عمله خلک له تیارونه رڼا نه وباسي.او څوک چې په الله ایمان راړوي.او نیکې کړنې وکړي نو الله پاک به يي داسې باغونو تته ننه باسي چې له ونو او ماڼیو لاندې به یې ویالې بهیږي تل تر تله به هملته وي.په رښتیا چې الله د داوړ خلکو لپاره ښه روزي تیاره کړې ده.
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ وَّمِنَ الْاَرْضِ مِثْلَهُنَّ ؕ— یَتَنَزَّلُ الْاَمْرُ بَیْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ قَدْ اَحَاطَ بِكُلِّ شَیْءٍ عِلْمًا ۟۠
الله هغه ذات دی چې اوه اسمانونه یې پیدا کړي.او ځمکه یې هم د همغو په شان[۲۰]د الله حکم د هغوی په مینځ کې نازلیږي.تر څو تاسو پوه شئ چې الله پر هر څه وسمن او او پر هر شي یې بشپړ احاطه کړې ده.
[۲۰] له ابن عباس رضي الله عنه نه چې په دې هکله پوښتنه وشوه نو تشریح یې نه کړه او وویل:که زه ووایم نو تاسې به ډیرې کافر شئ ځکه پوهیداي به پرې نه شئ.نو معلومیږي چې نورې ځمکې او انسانان هم شته.(تفسیر ابن جریر الطبري).
Arabische Interpretationen von dem heiligen Quran:
 
Übersetzung der Bedeutungen Surah / Kapitel: Aṭ-Ṭalāq
Suren/ Kapiteln Liste Nummer der Seite
 
Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Paschtu-Übersetzung - Sarfaraz - Übersetzungen

Die ungefähre Übersetzung der Bedeutungen des edlen Qurans in die Paschtu-Sprache, übersetzt von Moulvi Janbaz Sarfaraz.

Schließen