Check out the new design

Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Tippudi firooji ɗii


Firo maanaaji Simoore: Simoore ceergu   Aaya:
وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟
ای رسوله! ته مو يوازې د هغه چا لپاره زيری ورکوونکی لېږلی يې چې په ايمان راوړلو او نېک عمل کولو سره د الله پيروي کوي او د هغه چا لپاره وېروونکی چې په کفر او سرکښۍ سرغړونه کوي.
Faccirooji aarabeeji:
قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ اِلَّا مَنْ شَآءَ اَنْ یَّتَّخِذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟
ووايه: ای رسوله! زه د پېغام په رسولو له تاسې کومه بدله نه غواړم، مګر دا چې که له تاسې څوک د الله د خوښۍ لپاره لګښت کول غواړي نو ويې دې کړي.
Faccirooji aarabeeji:
وَتَوَكَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِیْ لَا یَمُوْتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهٖ ؕ— وَكَفٰی بِهٖ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرَا ۟
ای رسوله! په ټولو چارو کې دې پر هغه تلپاتې ژوندي ذات بروسه کوه چې هيڅکله نه مري، او په ستاينه سره د هغه پاک ذات پاکي بيانوه، هغه يې د بنده ګانو پر ګناهونو د باخبره اوسېدو لپاره بسنه کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او هغوی ته به پرې جزا ورکړي.
Faccirooji aarabeeji:
١لَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۛۚ— اَلرَّحْمٰنُ فَسْـَٔلْ بِهٖ خَبِیْرًا ۟
هغه ذات چې آسمانونه، زمکه او څه چې د هغو تر منځ دي په شپږو ورځو کې پيداکړل، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو داسې لوړوالی چې د هغه له شان سره ښايي، هغه رحمان ذات دی؛ نو ای رسوله! له يو باخبره پوښتنه وکړه چې هغه الله دی چې پر هر څه پوهيږي او هيڅ هم ترې پټ نه دي.
Faccirooji aarabeeji:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اسْجُدُوْا لِلرَّحْمٰنِ ۚ— قَالُوْا وَمَا الرَّحْمٰنُ ۗ— اَنَسْجُدُ لِمَا تَاْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُوْرًا ۟
او کله چې کافرانو ته وويل شي: رحمان ته سجده وکړئ، هغوی وايي: موږ رحمان ته سجده نه کوو، رحمان څوک دی؟ موږ يې نه پېژنو او نه يې منو؟! آيا موږ هغه چاته سجده وکړو چې ته يې د سجدې امر کوې او موږ يې نه پېژنو؟! د هغه لخوا د سجدې امر د هغوی لپاره پر الله د ايمان راوړل لا لرې کړل.
Faccirooji aarabeeji:
تَبٰرَكَ الَّذِیْ جَعَلَ فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّجَعَلَ فِیْهَا سِرٰجًا وَّقَمَرًا مُّنِیْرًا ۟
مبارک دی هغه ذات چې په آسمان کې يې د سيارو او روانو ستوريو لپاره منزلونه پيداکړل، په آسمان کې يې داسې لمر پيدا کړ چې رڼا کوي، او داسې سپوږمۍ يې پيدا کړه چې له لمر څخه په رڼا اخېستلو زمکه رڼا کوي.
Faccirooji aarabeeji:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا ۟
او الله هغه ذات دی چې شپه او ورځ يې يو په بل پسې راتلونکي او د يو بل ځای ناستي ګرځولي دي، د هغه چا لپاره چې غواړي د الله له نښانو پند واخلي؛ نو لار ومومي، او يا د هغه چا لپاره چې د هغه پر نعمتونو شکر اېستل غواړي.
Faccirooji aarabeeji:
وَعِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِیْنَ یَمْشُوْنَ عَلَی الْاَرْضِ هَوْنًا وَّاِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُوْنَ قَالُوْا سَلٰمًا ۟
او د رحمان (اصلى) بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ورو (په عاجزۍ) درومي او كله چې جاهلان ورسره مخامخ شي وايى سلام دې وي.
Faccirooji aarabeeji:
وَالَّذِیْنَ یَبِیْتُوْنَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَّقِیَامًا ۟
او هغه کسان چې خپل پالونکي ته پر خپلو تنديو د سجدې په حالت کې شپې تېروي او پر خپلو پښو د ولاړې په حالت کې يوازې الله ته لمنځونه کوي.
Faccirooji aarabeeji:
وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖۗ— اِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ۟ۗۖ
او هغه کسان له خپل پالونکي څخه په دعا کې وايي: ای زموږ پالونکيه! د دوزخ سزا له موږ لرې کړه، بېشکه د دوزخ سزا له هغه چا سره تل تړلې وي څوک چې کافر مړ شوی وي.
Faccirooji aarabeeji:
اِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟
هغه ډېر بد د ورتګ ځای دی څوک چې ورځي او ډېر بد ځای دی څوک چې پکې هستوګن شي.
Faccirooji aarabeeji:
وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَنْفَقُوْا لَمْ یُسْرِفُوْا وَلَمْ یَقْتُرُوْا وَكَانَ بَیْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا ۟
او هغه کسان چې کله خپل مالونه لګوي؛ نو په لګښت کې د تبذير پولې ته نه رسيږي او له ځانونو او نور خلکو چې د چا لګښت پرې لازم دی په هغو تنګي نه کوي، د هغوی لګښت د بې ځايه لګښت او بخيلۍ تر منځ په عدالت او منځلارۍ سره وي.
Faccirooji aarabeeji:
Ina jeyaa e nafoore aayeeje ɗee e ngol hello:
• الداعي إلى الله لا يطلب الجزاء من الناس.
د الله لوري ته رابلونکی خپله بدله له خلکو نه غواړي.

• ثبوت صفة الاستواء لله بما يليق به سبحانه وتعالى.
د الله لپاره د هغه له شان سره وړ استواء او پر عرش د لوړوالي ثبوت.

• أن الرحمن اسم من أسماء الله لا يشاركه فيه أحد قط، دال على صفة من صفاته وهي الرحمة.
پرته له شکه رحمان د الله له نومونو یو داسې نوم دی چې هيڅوک ورسره پکې شريک نه دي، د هغه له صفتونو څخه پر يو صفت چې رحمت دی دلالت کوونکی دی.

• إعانة العبد بتعاقب الليل والنهار على تدارُكِ ما فاتَهُ من الطاعة في أحدهما.
د بنده مرسته کول په پرله پسې شپه او ورځ راوستلوسره، تر څو هغه پيروي پکې وکړای شي چې په يو د دغو شپې او ورځ کې ترې پاتې شوی وي.

• من صفات عباد الرحمن التواضع والحلم، وطاعة الله عند غفلة الناس، والخوف من الله، والتزام التوسط في الإنفاق وفي غيره من الأمور.
د رحمان د بنده ګانو له صفتونو څخه عاجزي، زغم، د خلکو د بې پروايۍ پر مهال د الله پيروي کول، له الله څخه وېره په لګښت او نورو چارو کې له منځلارۍ کار اخېستل دي.

 
Firo maanaaji Simoore: Simoore ceergu
Tippudi cimooje Tonngoode hello ngoo
 
Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Tippudi firooji ɗii

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddude