Check out the new design

Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Tippudi firooji ɗii


Firo maanaaji Simoore: Simoore yimooɓe   Aaya:
قَالَ وَمَا عِلْمِیْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ
نوح عليه السلام هغوی ته وويل: زما به څه پوهه وي د دغو مؤمنانو پر هغو کارونو چې کول يې؟ زه پر هغوی وکيل نه يم چې کړنې يې څارم.
Faccirooji aarabeeji:
اِنْ حِسَابُهُمْ اِلَّا عَلٰی رَبِّیْ لَوْ تَشْعُرُوْنَ ۟ۚ
د هغوی حساب يوازې زما پر پالونکي دی، چې پر پټو او ښکاره و يې پوهيږي، ما لره نه دی، که چېرې تاسو پوهېدلی نو هغه څه به مو نه وای ويلي کوم څه مو چې وويل.
Faccirooji aarabeeji:
وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
زه له خپل مجلسه ستاسو د غوښتنې پر بنسټ د دغو مؤمنانو شړونکی نه، ترڅو تاسو ايمان راوړئ.
Faccirooji aarabeeji:
اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ
زه يوازې يو څرګند وېروونکی يم چې د الله له عذابه مو وېروم.
Faccirooji aarabeeji:
قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰنُوْحُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمَرْجُوْمِیْنَ ۟ؕ
هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې.
Faccirooji aarabeeji:
قَالَ رَبِّ اِنَّ قَوْمِیْ كَذَّبُوْنِ ۟ۚۖ
نوح د خپل پالونکي د رابللو په حالت کې وويل: ای زما پالونکيه! پرته له شکه قوم مې درواغجن وګڼلم، په هغه څه کې يې زما تصديق و نه کړ چې ستا لخوا ورسره راغلی وم.
Faccirooji aarabeeji:
فَافْتَحْ بَیْنِیْ وَبَیْنَهُمْ فَتْحًا وَّنَجِّنِیْ وَمَنْ مَّعِیَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
نو زما او زما د قوم ترمنځه څه فيصله وكړې او ما وژغورې او څوك مؤمنان چې له ماسره دي.
Faccirooji aarabeeji:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۚ
موږ د هغه دعا قبوله کړه، هغه او کوم مؤمنان چې ورسره وو هغوی مو له خلکو او څارويو په يوه ډکه کښتۍ کې وژغورل.
Faccirooji aarabeeji:
ثُمَّ اَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبٰقِیْنَ ۟ؕ
بيا له هغوی پاتې خلک مو ډوب کړل، چې هغه د نوح قوم و.
Faccirooji aarabeeji:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
پرته له شکه د نوح او د هغه د قوم په ياده شوې کيسه کې، د هغه او ورسره مؤمنانو، د هغه له قومه د کافرانو په تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، و ډېری د هغوی ايمان راوړونکي نه دي.
Faccirooji aarabeeji:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له هغوی توبه ورته وباسي.
Faccirooji aarabeeji:
كَذَّبَتْ عَادُ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
عاديانو رسولان درواغجن وګڼل کله يې چې خپل رسول هود عليه السلام درواغجن وګاڼه.
Faccirooji aarabeeji:
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ هُوْدٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
ياد کړه کله چې هغه وخت چې نسبي ورور يې هود ورته وويل: آيا له الله څخه نه وېرېږئ چې د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ.
Faccirooji aarabeeji:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې دې رسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم.
Faccirooji aarabeeji:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلو سره او زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو.
Faccirooji aarabeeji:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.
Faccirooji aarabeeji:
اَتَبْنُوْنَ بِكُلِّ رِیْعٍ اٰیَةً تَعْبَثُوْنَ ۟ۙ
آيا تاسو پر هر لوړ ځای داسې ساختمان جوړوئ چې پرته له کومې دنيوي يا اخروي ګټې هسې يوه چټي نښه وي؟!.
Faccirooji aarabeeji:
وَتَتَّخِذُوْنَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُوْنَ ۟ۚ
او داسې کلاوې او ماڼۍ جوړوئ لکه تل چې په دغه دنيا کې ياست او له هغې څخه نه ځئ؟!.
Faccirooji aarabeeji:
وَاِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِیْنَ ۟ۚ
او کله چې په وژلو او وهلو برلاسي اختياروئ؛ نو پرته له زړه سوي او رحمدلي، ظلم کوونکي برلاسي اختياروئ.
Faccirooji aarabeeji:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله ووېرېږئ د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ځان ساتلوسره، زما پيروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو.
Faccirooji aarabeeji:
وَاتَّقُوا الَّذِیْۤ اَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۚ
او د هغه الله له قهره وډارشئ چې تاسو ته يې داسې نعمتونه درکړي چې تاسو هم پرې پوهېږئ.
Faccirooji aarabeeji:
اَمَدَّكُمْ بِاَنْعَامٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۚۙ
تاسو ته يې څاروي درکړي او او لادونه يې درکړي دي.
Faccirooji aarabeeji:
وَجَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚ
تاسو ته يې باغونه او روانې چينې درکړې دي.
Faccirooji aarabeeji:
اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ؕ
پرته له شکه ای زما قومه! زه پرتاسو د قيامت د لويې ورځې له سزا وېرېږم.
Faccirooji aarabeeji:
قَالُوْا سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَوَعَظْتَ اَمْ لَمْ تَكُنْ مِّنَ الْوٰعِظِیْنَ ۟ۙ
قوم يې ورته وويل: ستا وېرونه او نه وېرونه زموږ لپاره برابره ده، هيڅکله به ايمان درباندې را نه وړو او له هغه څه هيڅکله ونه ګرځو چې پرې يو.
Faccirooji aarabeeji:
Ina jeyaa e nafoore aayeeje ɗee e ngol hello:
• أفضلية أهل السبق للإيمان حتى لو كانوا فقراء أو ضعفاء.
د لومړنيو ايمان راوړونکو غوره والی که څه هم هغوی بې وزله او کمزوري وي.

• إهلاك الظالمين، وإنجاء المؤمنين سُنَّة إلهية.
د ظالمانو تباه کول او د مؤمنانو ژغورنه الهي سنت او لاره ده.

• خطر الركونِ إلى الدنيا.
دنيا ته د مايل کېدو خطر.

• تعنت أهل الباطل، وإصرارهم عليه.
د باطل والا ضد او پر هغه يې ټينګار.

 
Firo maanaaji Simoore: Simoore yimooɓe
Tippudi cimooje Tonngoode hello ngoo
 
Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Tippudi firooji ɗii

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddude