Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango.

external-link copy
27 : 33

وَاَوْرَثَكُمْ اَرْضَهُمْ وَدِیَارَهُمْ وَاَمْوَالَهُمْ وَاَرْضًا لَّمْ تَطَـُٔوْهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرًا ۟۠

او الله د دوی له هلاکت نه پس د هغوی د ځمکو مالکان کړئ چې فصلونه او خرما پکې وې، او د هغوی د کورونو او نورو شتمنیو مالکان شوئ، او د خیبر د زمکې مالکان هم شوئ چې تر اوسه مو پرې پښې نه وې ایښې، مګر زر ده چې پښې به پرې کېږدئ، او دا ژمنه او زېری دی مومنانو ته، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی. info
التفاسير:
Ina jeyaa e nafoore aayeeje ɗee e ngol hello:
• تزكية الله لأصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم ، وهو شرف عظيم لهم.
د الله تعالی لخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملګرو پاکي چې دا د دوی لپاره ستر عزت دی. info

• عون الله ونصره لعباده من حيث لا يحتسبون إذا اتقوا الله.
د الله تعالی مرسته او مدد خپلو بندګانو لره له داسې خوا چې د دوی ګومان کې هم نه وي کله چې دوی له الله ووېرېږي. info

• سوء عاقبة الغدر على اليهود الذين ساعدوا الأحزاب.
د هغو یهودو لپاره د لوظ ماتولو ناکاره پایله چې لښکرو سره یې مرسته کړې وه. info

• اختيار أزواج النبي صلى الله عليه وسلم رضا الله ورسوله دليل على قوة إيمانهنّ.
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د میرمنو لخوا د الله تعالی او د هغه د پېغمبر رضا غوره کول د دوی د ایمان د پیاوړتیا دلیل دی. info