Check out the new design

Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Tippudi firooji ɗii


Firo maanaaji Aaya: (49) Simoore: Simoore maa'ida
وَاَنِ احْكُمْ بَیْنَهُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ اَنْ یَّفْتِنُوْكَ عَنْ بَعْضِ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ اِلَیْكَ ؕ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ اَنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّصِیْبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ لَفٰسِقُوْنَ ۟
او ته فیصلې کوه -ای پیغمبره- د دوی ترمنځ په هغه وحي چې الله تعالی تاته رالیږلې، او ته تابعداري مه کوه د دوی د ارزوګانو هغه چې د دوی د خواهشاتو د تابعدارۍ نه راپیدا شوي، او ویریږه (ځان ساته) د دوی نه د دې خبرې نه چې هسې نه چې واړوي تالره د بعضې هغه څه نه چې الله تعالی په تا باندې رالیږلی، نو هیڅکله دوی خپلې هڅې نه کموي په کیدلو د دې کار کې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه د قبلولو د فیصلې نه په هغه څه چې تاته الله تعالی رالیږلي نو پوه شه چې بیشکه الله تعالی غواړي چې سزا ورکړي دوی ته په بعضو ګناهونو د دوی سزا د دنیا، او په ټولو ګناهونو به سزا ورکوي په اخرت کې، او بیشکه ډیر د خلکو نه خامخا وتونکي دي د الله تعالی د تابعدارۍ نه.
Faccirooji aarabeeji:
Ina jeyaa e nafoore aayeeje ɗee e ngol hello:
• الأنبياء متفقون في أصول الدين مع وجود بعض الفروق بين شرائعهم في الفروع.
ټول پیغمبران سره د دین په اصولو کې متفق دي سره د بعضو فرقونو نه په منځ د دوی په شریعتونو کې په بعضې فروعو کې.

• وجوب تحكيم شرع الله والإعراض عمّا عداه من الأهواء.
واجب دي عملي کول (تطبیقول) د الله تعالی د شریعت او مخ اړول د هغه څه نه چې د دې نه بغیر وي د خواهشاتو نه.

• ذم التحاكم إلى أحكام أهل الجاهلية وأعرافهم.
بدي بیانول د فیصلې وړلو د قوانینو د جاهلیت والاو ته او د هغوی رواجونو ته.

 
Firo maanaaji Aaya: (49) Simoore: Simoore maa'ida
Tippudi cimooje Tonngoode hello ngoo
 
Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Tippudi firooji ɗii

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddude