Check out the new design

Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Pasto - Ñiiɓirde Rowad ngam eggo. * - Tippudi firooji ɗii

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Firo maanaaji Simoore: Simoore roɓo   Aaya:
وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَنَحْشُرُهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ عُمْیًا وَّبُكْمًا وَّصُمًّا ؕ— مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنٰهُمْ سَعِیْرًا ۟
او چاته چې الله سمه لار ښيي نو همدى لار موندونكى دى او څوک چې بې لارې كړي نو بيا به له هغه پرته څوک دوستان ورته ونه مومې، او د قيامت په ورځ به يې پړمخې ړانده، ګونګيان او كاڼه راغونډوو، استوګنځى به يې جهنم وي، هر كله چې لږ غلی شى لا به يې لمبې زياتوو.
Faccirooji aarabeeji:
ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا وَقَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّرُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا ۟
همدا يې سزا ده ځكه چې دوى زموږ په آيتونو كافر شوي او ويلي يې وو: آيا كله چې موږ رژېدلي هډوكي او خاورې شو نو بيا به له نوي سره راپاڅولى شو.
Faccirooji aarabeeji:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ اَجَلًا لَّا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— فَاَبَی الظّٰلِمُوْنَ اِلَّا كُفُوْرًا ۟
آيا نه ګوري چې كوم الله اسمانونه او ځمكه پيدا كړي هغه په دې هم قادر دى چې د دوى په شان څه پيدا كړي (خو) د دوى لپاره يې نېټه ټاكلې ده چې هېڅ شک پكې نشته، خو دا ظالمان له انكاره پرته بل څه نه مني.
Faccirooji aarabeeji:
قُلْ لَّوْ اَنْتُمْ تَمْلِكُوْنَ خَزَآىِٕنَ رَحْمَةِ رَبِّیْۤ اِذًا لَّاَمْسَكْتُمْ خَشْیَةَ الْاِنْفَاقِ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ قَتُوْرًا ۟۠
ورته ووايه كه ستاسو په لاس كې زما د رب د رحمتونو خزانې واى نو د لګښت له وېرې به مو هغه هم (په كنجوسۍ سره) ساتلې واى او انسان خو دى تنګ زړى.
Faccirooji aarabeeji:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی تِسْعَ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ فَسْـَٔلْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِذْ جَآءَهُمْ فَقَالَ لَهٗ فِرْعَوْنُ اِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰمُوْسٰی مَسْحُوْرًا ۟
او موسىٰ (علیه السلام) ته مو نهه څرګندې نښانې وركړې وې نو له بنى اسرائيلو پوښتنه وكړه كله چې دوى ته ورغى نو فرعون ورته وويل: ای موسىٰ زه ګومان كوم چې په تا كوډې شوې دي.
Faccirooji aarabeeji:
قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَاۤ اَنْزَلَ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ بَصَآىِٕرَ ۚ— وَاِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰفِرْعَوْنُ مَثْبُوْرًا ۟
وېلې ته خو پوهېږي چې دغه سترګې پرانيستونكې نښانې د اسمانو او ځمكى له رب نه پرته بل چا نه دي نازلې كړې او ای فرعونه په تا مې د تباه كېدونكي ګومان دى.
Faccirooji aarabeeji:
فَاَرَادَ اَنْ یَّسْتَفِزَّهُمْ مِّنَ الْاَرْضِ فَاَغْرَقْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ جَمِیْعًا ۟ۙ
نو ويې غوښتل (فرعون) چې دوى (بنى اسرائيل) له هغې ځمكې وشړي، نو بيا مو هغه (فرعون) او څوک چې ورسره وو، ټول ډوب كړل.
Faccirooji aarabeeji:
وَّقُلْنَا مِنْ بَعْدِهٖ لِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اسْكُنُوا الْاَرْضَ فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِیْفًا ۟ؕ
او له هغه وروسته مو بني اسرائيلو ته وويل چې په هغه ځمكه كې تاسو اوسېږئ، نو كله چې د آخرت نېټه راشي، تاسو به ټول يوځاى راحاضر كړو.
Faccirooji aarabeeji:
 
Firo maanaaji Simoore: Simoore roɓo
Tippudi cimooje Tonngoode hello ngoo
 
Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Pasto - Ñiiɓirde Rowad ngam eggo. - Tippudi firooji ɗii

Firi ɗum ko fedde hentorde kanngameeji firo e ballondiral e Ceeɗɗi Da'wa e Rabwa e Ceeɗɗi Ballondiral Ndeernde Islaam e ɗemngal.

Uddude