Check out the new design

Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Pasto - Ñiiɓirde Rowad ngam eggo. * - Tippudi firooji ɗii

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Firo maanaaji Simoore: Simoore nagge   Aaya:
وَقَالُوْا كُوْنُوْا هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی تَهْتَدُوْا ؕ— قُلْ بَلْ مِلَّةَ اِبْرٰهٖمَ حَنِیْفًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
او (اهل کتاب مسلمانانو ته) وایي چې یهودیان یا نصرانیان شئ چې سمه لاره ومومئ. ووایه (اې محمده دوی ته) بلکې د ابراهیم د دین (متابعت کوو) چې له باطل څخه حق ته مائل دی او هغه (ابراهیم) د مشرکانو څخه نه و.
Faccirooji aarabeeji:
قُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلٰۤی اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی وَعِیْسٰی وَمَاۤ اُوْتِیَ النَّبِیُّوْنَ مِنْ رَّبِّهِمْ ۚ— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ ؗ— وَنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
ووایئ (اې مؤمنانو!) چې موږ ایمان راوړی دی پر الله او پر هغه (قرآن) چې نازل شوی دی پر موږ او پر هغو (صحیفو) چې نازل کړل شوي دي پر ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او اولادې (د دوی) او پر هغو (کتابونو او معجزاتو هم ایمان لرو) چې موسی او عیسی علیهما السلام ته ورکړل شوي دي او (پر) هغو (کتابونو) چې ورکړی شوي دي (نورو) انبیاوو ته د دوی د رب لخوا، حال دا چې نه کوو فرق په منځ د یوه تن د دوی کې او موږ الله ته غاړه ایښودونکي یو.
Faccirooji aarabeeji:
فَاِنْ اٰمَنُوْا بِمِثْلِ مَاۤ اٰمَنْتُمْ بِهٖ فَقَدِ اهْتَدَوْا ۚ— وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا هُمْ فِیْ شِقَاقٍ ۚ— فَسَیَكْفِیْكَهُمُ اللّٰهُ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟ؕ
نو که ایمان راوړي دوی (یهود او نصاری) لکه چې تاسې ایمان راوړی دی په هغه (مؤمن به شیانو) نو په تحقیق سره چې سمه لاره یې وموندله او که يې مخ وګرځاوه (له ایمانه) نو بېشکه هم دا خبره ده چې دوی (له تاسي سره) په مخالفت کې دي، نو ژر ده چې کافي به شي په (دفع د شر) د دوی کې تا لره الله، او هم دی ښه اوریدونکي دی (د اقوالو)، ښه عالم دی (په احوالو).
Faccirooji aarabeeji:
صِبْغَةَ اللّٰهِ ۚ— وَمَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللّٰهِ صِبْغَةً ؗ— وَّنَحْنُ لَهٗ عٰبِدُوْنَ ۟
(ووایئ اې مؤمنانو! چې موږ الله رنګ کړی یو) په رنګ د الله، او څوک د الله له رنګ (دین) څخه غوره دي؟ او موږ یوازې د هغه (الله) عبادت کوو.
Faccirooji aarabeeji:
قُلْ اَتُحَآجُّوْنَنَا فِی اللّٰهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ۚ— وَلَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ۚ— وَنَحْنُ لَهٗ مُخْلِصُوْنَ ۟ۙ
ووایه (اې محمده! دوی ته) ایا جګړه کوئ تاسې له موږه سره په (دین) د الله کې حال دا چې هغه زموږ او تاسې رب (پالونکی) دی او زموږ خپلې کړنې (عملونه) دي او ستاسې خپلې کړنې او موږ یوازې الله لره په اخلاص (عبادت کوونکي) یو.
Faccirooji aarabeeji:
اَمْ تَقُوْلُوْنَ اِنَّ اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطَ كَانُوْا هُوْدًا اَوْ نَصٰرٰی ؕ— قُلْ ءَاَنْتُمْ اَعْلَمُ اَمِ اللّٰهُ ؕ— وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهٗ مِنَ اللّٰهِ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
آیا تاسې داسې واياست (اې اهل کتابو)، چې ابراهیم او اسماعیل او اسحق او یعقوب علیهم السلام او د هغوی اولاد (ټول) یهودیان یا نصرانیان وو، (هغوی ته) ووایه (اې محمده) آیا تاسې ښه پوهیږئ، که الله؟ او له هغه چا نه به بل لوی ظالم څوك وي، چې د الله له لوري هغه ته د يوې شاهدۍ ذمه واري ورتر غاړى شوې وي او هغه پټه كړي او نه دی الله بې خبره له هغه څه چې تاسي يې کوئ.
Faccirooji aarabeeji:
تِلْكَ اُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۚ— لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَّا كَسَبْتُمْ ۚ— وَلَا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
هغه یوه ډله وه چې په تحقیق سره تېره شوې ده، د هغوی کړنې (عملونه) د هغوی لپار ه وې او ستاسې کړنې ستاسې لپاره دي او له تاسې نه به د هغه څه په اړه پوښتنه و نشي چې هغوی ترسره کول.
Faccirooji aarabeeji:
 
Firo maanaaji Simoore: Simoore nagge
Tippudi cimooje Tonngoode hello ngoo
 
Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Eggo maanaaji Pasto - Ñiiɓirde Rowad ngam eggo. - Tippudi firooji ɗii

Firi ɗum ko fedde hentorde kanngameeji firo e ballondiral e Ceeɗɗi Da'wa e Rabwa e Ceeɗɗi Ballondiral Ndeernde Islaam e ɗemngal.

Uddude