Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Yusuf   Aya:
قَالَ هَلْ اٰمَنُكُمْ عَلَیْهِ اِلَّا كَمَاۤ اَمِنْتُكُمْ عَلٰۤی اَخِیْهِ مِنْ قَبْلُ ؕ— فَاللّٰهُ خَیْرٌ حٰفِظًا ۪— وَّهُوَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟
پلار يې ورته وويل: آيا په تاسو داسې باور وکړم لکه مخکې مې چې د هغه د سکه ورور يوسف په اړه باور درباندې کړی و؟! پرتاسو مې د هغه په اړه باور وکړ، تاسو يې د ساتنې ژمنه وکړه، خپله ژمنه مو ترسره نه کړه؛ نو ستاسو د ساتنې په ژمنه زه باور نلرم، زما باور يوازې پر الله دی، هغه ترټولو غوره ساتونکی دی د هغه چا لپاره چې د ساتنې اراده يې ولري او هغه تر ټولو غوره لوروونکی دی چاته چې د لورېينې اراده وکړي.
Tafsiran larabci:
وَلَمَّا فَتَحُوْا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوْا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ اِلَیْهِمْ ؕ— قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مَا نَبْغِیْ ؕ— هٰذِهٖ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ اِلَیْنَا ۚ— وَنَمِیْرُ اَهْلَنَا وَنَحْفَظُ اَخَانَا وَنَزْدَادُ كَیْلَ بَعِیْرٍ ؕ— ذٰلِكَ كَیْلٌ یَّسِیْرٌ ۟
کله يې چې هغه د خوراکي توکو بوجۍ پرانيستې چې راوړې يې وې، پيسې يې وموندې چې بېرته ورګرځول شوې دي، خپل پلار ته يې وويل: له دغه عزيز څخه له دې درناوي وروسته نور څه غواړو؟ دغه زموږ د خوراکي توکو پيسې دي چې عزيز له خپل لوري پر موږ د پېرزوينې له امله راګرځولې دي، خپلو کورنيو ته به خوراکي توکي راوړو، د خپل ورور به له هغه څه ساتنه وکړو چې ته پرې وېرېږې او د هغه د ملګرتيا له امله به يو اوښ بار پېمانه زياته شي، د يو اوښ بار پېمانې زياتوالی د عزيز په وړاندې آسانه کار دی.
Tafsiran larabci:
قَالَ لَنْ اُرْسِلَهٗ مَعَكُمْ حَتّٰی تُؤْتُوْنِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّٰهِ لَتَاْتُنَّنِیْ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یُّحَاطَ بِكُمْ ۚ— فَلَمَّاۤ اٰتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ ۟
پلار يې ورته وويل: هيڅکله به يې درسره ونه لږم تر څو په ټينګه د الله عهد را نکړئ چې ماته به يې بېرته راولئ، خو دا چې پر تاسو ټولو تباهي چاپېره شي، له تاسو هيڅوک هم پرې نږدي او تاسو د هغه د مخ نيوي او ګرځولو توان ونلرئ؛ نو کله يې چې پر دغه د الله ټينګ عهد ورکړ، ويې ويل: الله پر هغه څه شاهد دی چې وايو يې، نو د هغه شاهدي موږ ته بسنه کوي.
Tafsiran larabci:
وَقَالَ یٰبَنِیَّ لَا تَدْخُلُوْا مِنْ بَابٍ وَّاحِدٍ وَّادْخُلُوْا مِنْ اَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ ؕ— وَمَاۤ اُغْنِیْ عَنْكُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ ؕ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ ۚ— وَعَلَیْهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟
پلار يې هغوی ته د سپارښت کوونکي په توګه وويل: مصر ته ټول له يوې دروازې مه ننوځئ، بلکې له بېلو بېلو دروازو ننوځئ، دا ډېر خوندي دی له دې چې څوک دې ټولو ته زيان ورسوي که يې ستاسو په اړه اراده کړې وي، زه تاسو ته دا نه وايم چې د هغه زيان مخه به درڅخه ونيسم چې الله يې تاسو ته اراده کړې ده، نه د دې لپاره چې هغه ګټه به درته رسوم چې الله يې نه غواړي، پرېکړه يوازې د الله پرېکړه وي، امر هم د الله امر وي، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم، نو بروسه کوونکي دې هم په خپلو چارو کې بروسه وکړي.
Tafsiran larabci:
وَلَمَّا دَخَلُوْا مِنْ حَیْثُ اَمَرَهُمْ اَبُوْهُمْ ؕ— مَا كَانَ یُغْنِیْ عَنْهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ اِلَّا حَاجَةً فِیْ نَفْسِ یَعْقُوْبَ قَضٰىهَا ؕ— وَاِنَّهٗ لَذُوْ عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنٰهُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
هغوی ولاړل او د هغه (يوسف) سکه ورور هم ورسره و، کله چې له بېلو بېلو دروازو ننوتل لکه څنګه يې چې پلار امر ورته کړی و، په بېلوبېلو دروازو ننوتلو له هغوی د هغه څه مخه ونه نيوله چې الله يې پرېکړه کړې وه، دا يوازې د يعقوب زړه سوی و پر خپلو اولادونو، چې ښکاره يې کړ او د هغه سپارښتنه يې ورته وکړه، سره له دې چې هغه پوهېده چې پرېکړه يوازې د الله پرېکړه ده، هغه پوه دی د قدر د ايمان او د اسبابو د اختيار په اړه چې مو ورته ښودلي وو، خو ډېری خلک په دې نه پوهيږي.
Tafsiran larabci:
وَلَمَّا دَخَلُوْا عَلٰی یُوْسُفَ اٰوٰۤی اِلَیْهِ اَخَاهُ قَالَ اِنِّیْۤ اَنَا اَخُوْكَ فَلَا تَبْتَىِٕسْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
کله چې د يوسف وروڼه پر يوسف ورننوتل، له هغوی سره د يوسف سکه ورور هم و، هغه خپل سکه ورور ځانته ورنږدې کړ او پټ يې ورته وويل: زه ستا سکه ورور يوسف يم؛ نو ته په هغه څه مه خفه کېږه، کله چې دې وروڼو پر موږ د کينې او زيان له امله بد کارونه ترسره کړل او د هغوی لخوا زما په څاه کې په اچولو سره.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• الأمر بالاحتياط والحذر ممن أُثِرَ عنه غدرٌ، وقد ورد في الحديث الصحيح: ((لَا يُلْدَغُ المُؤْمِنٌ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ))، [أخرجه البخاري ومسلم].
د هغه چا په وړاندې په احتياط او ورڅخه وېرې باندې امر چې دوکه دوکه او خیانت ورڅخه ښکاره شي، او په صحيح حديث کې راغلي، مؤمن له يوغاره دوه ځلې نه چيچل کيږي، مسلم روایت کړی دی.

• من وجوه الاحتياط التأكد بأخذ المواثيق المؤكدة باليمين، وجواز استحلاف المخوف منه على حفظ الودائع والأمانات.
د احتیاط له لارو چارو څخه له لوړې سره ټينګې ژمنې اخېستل دي او له هغه چا څخه د لوړې اخېستلو رواوالی چې د توکو او امانتونو په ساتنه کې ترې وېره وي.

• يجوز لطالب اليمين أن يستثني بعض الأمور التي يرى أنها ليست في مقدور من يحلف اليمين.
د لوړې غوښتونکي لپاره روا دي ځينې هغه چارې مستثنا کړي چې د لوړې اخېستونکي تر توان پورته ورته ښکاره شي.

• من الأخذ بالأسباب الاحتياط من المهالك.
د اسبابو له اختيار څخه د تباهۍ پر وړاندې احتیاط کول دي.

 
Fassarar Ma'anoni Sura: Yusuf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wanda aka buga a Cibiyar Tafsiri da karatuttukan AlƘur'ani.

Rufewa