Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Aya: (28) Sura: Suratu Al'nahl
الَّذِیْنَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ظَالِمِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۪— فَاَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوْٓءٍ ؕ— بَلٰۤی اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
هغه کسان دي چې اخلي به ساګانې د هغوی ملک الموت او د هغه ملګري د ملاېکو نه او حال دا چې دوی پوښلي ځانونه خپل په ظلم سره په کفر کولو په الله تعالی باندې، نو دوی غاړه کیښوده تسلیم شول په دوی باندې د مرګ د راتللو د وجې نه، او دوی انکار وکړ، د هغه کفر او ګناهونو څخه چې دوی پکې وو؛ د دوی دا ګومان و چې ګویا کې دا انکار به دوی ته فایده ورسوي، نو دوی ته به وویل شي: تاسې دروغ وايې، بیشکه تاسې کافرانو وئ ګناهونه مو کول، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغو عملونو چې تاسې په دنیا کې کول، په هغه باندې د دې نه هیڅ شي پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به درله پرې سزا درکوي.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• فضيلة أهل العلم، وأنهم الناطقون بالحق في الدنيا ويوم يقوم الأشهاد، وأن لقولهم اعتبارًا عند الله وعند خلقه.
د اهل علم (علماوو) فضیلت، او یقینا دوی ګویا دي په حق باندې په دنیا کې او په هغه ورځ چې ګواهي کوونکي به راپاڅیږي (د قیامت ورځ)، او د دوی وینا د الله تعالی په نزد هم مقبوله ده او د هغه د مخلوقاتو په نزد هم مقبوله ده.

• من أدب الملائكة مع الله أنهم أسندوا العلم إلى الله دون أن يقولوا: إنا نعلم ما كنتم تعملون، وإشعارًا بأنهم ما علموا ذلك إلا بتعليم من الله تعالى.
د ملاېکو د الله تعالی سره د ادب څخه دا دی چې دوی د علم نسبت الله تعالی ته وکړ پرته لدې چې ووايې: چې یقینا مونږ پوهیږو په هغه څه چې تاسې کول، او په دې کې خبر ورکول دي چې یقینا دوی په دې نه پوهیدل مګر د الله تعالی له طرفه دوی ته دا ښودل شوي وو.

• من كرم الله وجوده أنه يعطي أهل الجنة كل ما تمنوه عليه، حتى إنه يُذَكِّرهم أشياء من النعيم لم تخطر على قلوبهم.
د الله تعالی د کرم او سخا څخه دادي چې هغه جنتیانو ته هر هغه څه ورکوي چې هغوی يې تمنا او ارزو وکړي، تر دې چې داسې نعمتونه ورته یادوي چې د دوی په زړونو بیخې راغلي هم نه وي.

• العمل هو السبب والأصل في دخول الجنة والنجاة من النار، وذلك يحصل برحمة الله ومنَّته على المؤمنين لا بحولهم وقوتهم.
عمل او نیکې سبب او اصل دی د جنت په ننوتلو او د اور څخه په خلاصۍ کې، او دا حاصلیږي د الله تعالی په رحمت او احسان سره په مومنانو باندې نه د هغوي په قدرت او طاقت سره.

 
Fassarar Ma'anoni Aya: (28) Sura: Suratu Al'nahl
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Rufewa