Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Aya: (36) Sura: Suratu Al'kahf
وَّمَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً ۙ— وَّلَىِٕنْ رُّدِدْتُّ اِلٰی رَبِّیْ لَاَجِدَنَّ خَیْرًا مِّنْهَا مُنْقَلَبًا ۟ۚ
او زه ګمان نه کوم چې ګویا کې قیامت دی قایمیدونکی وي، بیشکه دا خو یوه روانه زندګي ده، او بالفرض که واقع هم شي نو کله چې زه بیرته راژوندی کړی شم او خپل رب ته وګرځول شم خامخا زه به بیاموم وروسته د بیرته راژوندي کولو نه هغه ته غوره زما د دې باغ نه، نو دا چې زه په دنیا کې مالدار یم دا تقاضا کوي چې زه دې بیرته د راژوندې کیدلو وروسته هم مالداره اوسم.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• على المؤمن ألا يستكين أمام عزة الغني الكافر، وعليه نصحه وإرشاده إلى الإيمان بالله، والإقرار بوحدانيته، وشكر نعمه وأفضاله عليه.
په مومن باندې لازمه ده چې د مالدار کافر د قوت مخې ته سر ټیټ نه کړي، او په دې باندې لازمه ده نصیحت کول او ښودنه کول دې کافر ته په الله تعالی باندې د ایمان راوړلو طرف ته، او اقرار کولو ته په يووالي د هغه، او شکر کولو ته د هغه د نعمتونو او مهربانیانو په هغه باندې.

• ينبغي لكل من أعجبه شيء من ماله أو ولده أن يضيف النعمة إلى مُولِيها ومُسْدِيها بأن يقول: ﴿ما شاءَ اللهُ لا قُوَّةَ إلَّا بِاللهِ﴾.
پکار ده چې یو چا لره یو شی په تعجب کې واچوي د خپل مال او بچو څخه باید د نعمت اضافت خپل مولا او ورکوونکي ته وکړي چې داسې ووایي: کیږي هغه څه چې الله تعالی یې غواړي، نشته طاقت او قدرت مګر د الله تعالی په توفیق.

• إذا أراد الله بعبد خيرًا عجل له العقوبة في الدنيا.
کله چې الله تعالی یو بنده ته د خیر اراده وکړي هغه لره په دنیا کې په تلوار سره سزا ورکړي.

• جواز الدعاء بتلف مال من كان ماله سبب طغيانه وكفره وخسرانه.
مشروعیت د دعا په هلاکت د مال د هغه چا چې مال د هغه د سرکښۍ او کفر او تاوان سبب وي.

 
Fassarar Ma'anoni Aya: (36) Sura: Suratu Al'kahf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Rufewa