Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Almu'aminoun   Aya:

مؤمنون

daga cikin abunda Surar ta kunsa:
بيان فلاح المؤمنين وخسران الكافرين.
د مومنانو د بريا او د کافرانو د ناکامۍ بيان.

قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
بېشکه پر الله ايمان راوړونکي او د هغه پر شريعت عمل کوونکي پر هغه څه بريالي شول چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي شول چې ترې وېرېدل.
Tafsiran larabci:
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خٰشِعُوْنَ ۟ۙ
هغه کسان چې په خپل لمانځه کې عاجزي کوونکي دي په داسې حال کې چې غړي يې پکې آرامه شوي او زړونه يې له بوختياوو فارغه شوي دي.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې له باطل، چټياتو او هغو ويناوو اوکړنو مخ اړوونکي دي چې په هغو کې ګناه وي.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِلزَّكٰوةِ فٰعِلُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې له رذايلو څخه د ځانونو د پاکوالي او خپلو مالونو د پاکوالي په موخه زکات ورکوونکي دي.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې له زنا، لواطت، او نارواوو څخه په لېرې والي د خپلو عورتونو ساتونکي دي، او هغوی پاک لمني او پاکيزه دي.
Tafsiran larabci:
اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَ ۟ۚ
پرته له مېرمنو يې او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان دي؛ نو له هغوی څخه د کوروالي په کولو او داسې نور څه کې د ګټې په اخېستلو سره نه ملامتيږي.
Tafsiran larabci:
فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ ۟ۚ
نو څوک چې له خپلو مېرمنو او هغو مينځو پرته چې څښتنان يې وي له نورو څخه خوند لټوي هغوی د الله له پولو اوښتونکي دي چې د الله له حلال کړي شيانو څخه د هغه حرام کړل شويو شيانو ته تېری کوي.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې د الله او د هغه بندګانو لخوا د ورکړل شوي امانت او خپلو ژمنو خيال ساتونکي دي، چې نه يې ضايع کوي بلکې وفا پرې کوي.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَوٰتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟ۘ
او هغه کسان چې تل د خپلو لمنځونو ساتنه کوي چې په خپلو وختونو کې يې د ټولو ارکانو، واجباتو او مستحباتو سره اداکوي.
Tafsiran larabci:
اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْوٰرِثُوْنَ ۟ۙ
هغه کسان چې پر دغو صفاتو متصف دي همدوی وارثان دي.
Tafsiran larabci:
الَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْفِرْدَوْسَ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
هغه کسان چې لوړ جنت په ميراث وړي هغوی به تل پکې اوسېدونکي وي چې نعمتونه به يې پکې نه ختميږي.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ طِیْنٍ ۟ۚ
موږ د بشر پلار آدم عليه السلام له خټې پيداکړ، چې له سوچه خاورې څخه اخېستل شوې وه او له داسې اوبو څخه اېستل شوې وه چې هغه اوبه د زمکې له خاورې سره ګدې شوې وې.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ جَعَلْنٰهُ نُطْفَةً فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ ۪۟
بیا مو د هغه اولاد د نسلونو په توګه له داسې نطفې څخه پيداکړل چې په رحم (اولادځای) کې د پيدايښت تر ورځې ځای پر ځای کيږي.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظٰمًا فَكَسَوْنَا الْعِظٰمَ لَحْمًا ۗ— ثُمَّ اَنْشَاْنٰهُ خَلْقًا اٰخَرَ ؕ— فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ اَحْسَنُ الْخٰلِقِیْنَ ۟ؕ
بيا مو وروسته له دې په رحم کې ځای پرځای شوې نطفه د وينې سره ټوټه وګرځوله، بيا مو دغه د وينې سره ټوټه د ژوول شوې غوښې غوندې ټوټه وګرځوله، بيا مو دغې د غوښې ټوټې ته سخت هډوکي ور پيداکړل، چې دغو هډوکو ته مو غوښه ورواغوستله، بيا مو په هغه کې د روح په پو کولو او د ژوند حالت ته په را اېستلو بل مخلوق وګرځاوه؛ نو الله برکتناک دی او ترټولو غوره پيداکوونکی دی.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ اِنَّكُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ لَمَیِّتُوْنَ ۟ؕ
بيا تاسو ای خلکو! د دغو پړاوونو څخه له تېرېدو وروسته ژر ده د خپلو وختونو په را رسېدو سره مړه کېږئ.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ تُبْعَثُوْنَ ۟
بيا تاسو له مړه کېدو وروسته له قبرونو څخه د قيامت په ورځ راپاڅول کېږئ، تر څو د هغه څه په اړه حساب درسره وشي چې وړاندې مو لېږلي دي.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَآىِٕقَ ۖۗ— وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غٰفِلِیْنَ ۟
بېشکه مو ستاسو د پاسه ای خلکو! اوه آسمانونه پيداکړي دي چې ځينې يې د ځينو د پاسه دي، او موږ له خپل مخلوق څخه بې خبره نه يو او نه يې هېروونکي يو.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• للفلاح أسباب متنوعة يحسن معرفتها والحرص عليها.
د بريا لپاره بېلابېلې لارې دي چې پېژندګلوي او پر هغو حرص کول غوره کار دی.

• التدرج في الخلق والشرع سُنَّة إلهية.
په مخلوق او شريعت کې له تدريج څخه کار اخېستل د الله سنت دي.

• إحاطة علم الله بمخلوقاته.
د الله د پوهې چاپېروالی پر مخلوقات يې.

 
Fassarar Ma'anoni Sura: Almu'aminoun
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wanda aka buga a Cibiyar Tafsiri da karatuttukan AlƘur'ani.

Rufewa