Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Aal'Imran   Aya:
رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا بِمَاۤ اَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُوْلَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
او حواریینو همدا راز وویل: اې ربه! مونږ په هغه څه باور لرو کوم انجیل چې تا نازل کړی، او د عیسی علیه السلام تابعداري کوو، نو مونږ پر حق باندې له شاهدانو وګرځوې کوم چې پر تا او ستا په استازو ایمان لري.
Tafsiran larabci:
وَمَكَرُوْا وَمَكَرَ اللّٰهُ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الْمٰكِرِیْنَ ۟۠
او د بني اسرائیلو کافرانو چل وکړ کله چې دوی د عیسی علیه السلام د وژلو هڅې وکړې، نو الله تعالی دوی ته تدبیر جوړ کړ چې په بې لارېتوب کې یې پرېښودل، او عیسی علیه السلام ته ورته څېره یې په یو بل سړي واچوله، او الله ښه تدبیر جوړوونکی دی؛ ځکه چې د هغه نه سخت تدبیر نیوونکی نشته پر دښمنانو د هغه.
Tafsiran larabci:
اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسٰۤی اِنِّیْ مُتَوَفِّیْكَ وَرَافِعُكَ اِلَیَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَجَاعِلُ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْكَ فَوْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۚ— ثُمَّ اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاَحْكُمُ بَیْنَكُمْ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟
او الله تعالی -همداسې- تدبیر ونیو دوی ته چې کله یې عیسی علیه السلام ته وویل: ای عیسی، زه ستا اخیستونکی یم پرته له مرګه، او ستا تنې او روح لره ځانته پورته کوونکی یم، او د کافرانو د پلیتیو څخه ستا پاکوونکی یم او لرې کوونکی یم ستا له دوی څخه، او ګرځوونکی یم د هغو کسانو چې پر حق دین سره یې ستا تابعداري کړې ده -چې د هغې څخه پر محمد صلی الله علیه وسلم ایمان راوړل هم دي- پورته پر کافرانو د قیامت تر ورځې پورې په دلیل او عزت سره، بیا یوازې ما ته ستا ستېدل دي د قیامت په ورځ، چې پرېکړه وکړم ستاسو تر منځ په هغه څه کې چې تاسو پکې اختلاف کولو.
Tafsiran larabci:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَاُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟
پس هغه کسان چې کافر دي پر تا او په هغه حق چې تا ورته راوړی دی نو زه به ورته په دنیا کې دردناک عذاب ورکړم په وژلو، بندي کولو، خوارولو او داسې نور، او په آخرت کې په عذاب د اور سره، او نشته دوی لره مرستندوی چې له دوی عذاب لرې کړي.
Tafsiran larabci:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُوَفِّیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او هغه کسانو چې پر تا او پر هغه حق چې تا ورته راوړی ایمان لري، او مونځ او روژه او خپلولي پالل او داسې نورې ښې کړنې یې کړي؛ نو بېشکه الله تعالی به دوی ته د عملونو ثواب پوره ورکړي چې هېڅ هم ترې کم نکړي، او دا خبره د مسیح (عیسی) د هغو تابعدارانو په اړه ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم د رالېږلو څخه مخکې وو د کوم پېغمبر په اړه چې مسیح خپله زېری ورکړی و، او الله ظالمان نه خوښوي، او د سترو ظلمونو څخه د الله سره شریک جوړول او د هغه پېغمبران دروغجن ګڼل دي.
Tafsiran larabci:
ذٰلِكَ نَتْلُوْهُ عَلَیْكَ مِنَ الْاٰیٰتِ وَالذِّكْرِ الْحَكِیْمِ ۟
دا څه چې مونږ پر تا لولو د عیسی علیه السلام د خبرونو څخه د څرګندو نښو څخه دي چې د هغه څه په صحت دلالت کوي چې تاته نازل شوی دی، او د متقیانو لپاره پند دی، کلک دی چې باطل نشي ورتللای.
Tafsiran larabci:
اِنَّ مَثَلَ عِیْسٰی عِنْدَ اللّٰهِ كَمَثَلِ اٰدَمَ ؕ— خَلَقَهٗ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟
د عیسی علیه السلام د پېدایښت مثال د الله تعالی په نزد د آدم علیه السلام له خاورې څخه د پېدایښت په څېر دی، پرته له پلار او مور، بلکه الله تعالی ورته وویل: بشر شه، پس هماغسې شو څرنګه چې یې غوښتل، پس څرنګه دعوه لري چې هغه معبود دی ځکه چې پرته له پلار څخه پېدا شوی دی، په داسې حال کې چې دوی مني چې آدم بشر دی، سره له دې چې هغه هم پرته له مور او پلار څخه پېدا شوی دی؟!
Tafsiran larabci:
اَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟
د عیسی علیه السلام په اړه حق هماغه دی کوم چې تاته ستا د رب لخوا نازل شوی دی، نو له شکمنو او مترددو خلکو مه کېږه، بلکه کلک اوسه په هغه حق چې ته پرې یې.
Tafsiran larabci:
فَمَنْ حَآجَّكَ فِیْهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ اَبْنَآءَنَا وَاَبْنَآءَكُمْ وَنِسَآءَنَا وَنِسَآءَكُمْ وَاَنْفُسَنَا وَاَنْفُسَكُمْ ۫— ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَّعْنَتَ اللّٰهِ عَلَی الْكٰذِبِیْنَ ۟
ای پېغمبره! که څوک د نجران د نصاراو څخه درسره د عیسی علیه السلام په اړه جګړه کوي په دې دعوه چې هغه د الله بنده ندی پس له دې چې تاته د هغه په اړه سم علم راغلی، نو ته ورته ووایه: راشئ خپل بچي او ستاسو بچي، خپلې ښځې او ستاسو ښځې، خپل ځانونه او تاسو، حاضرېدو ته راوبلو، او ټول سره راټول شو، بیا الله تعالی ته عاجزي وکړو په دعا سره چې له مونږ او تاسي څخه په دروغجنو خپل لعنت راولېږي.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• من كمال قدرته تعالى أنه يعاقب من يمكر بدينه وبأوليائه، فيمكر بهم كما يمكرون.
د الله تعالی د ځواک د بشپړتیا څخه دا دي چې سزا ورکوي هغه چا ته د ده دین او دوستانو سره چل کوي، نو الله ورته تدبیر جوړوي څرنګه چې دوی چل کوي.

• بيان المعتقد الصحيح الواجب في شأن عيسى عليه السلام، وبيان موافقته للعقل فهو ليس بدعًا في الخلقة، فآدم المخلوق من غير أب ولا أم أشد غرابة والجميع يؤمن ببشريته.
د عیسی علیه السلام په اړه د سمې او واجبې عقیدې بیان او د دې بیان چې هغه د عقل سره سمون خورې او په پېدایښت کې څه نوي نه دي، پس آدم چې پرته له پلار او مور څخه پېدا شوی و له ده سخت د حېرانتیا وړ دی خو ټول یې په بشریت باور لري.

• مشروعية المُباهلة بين المتنازعين على الصفة التي وردت بها الآية الكريمة.
د شخړې کوونکو تر منځ په هغې طریقه د مباهلې مشروعیت کومه چې په آیت کې راغلې ده.

 
Fassarar Ma'anoni Sura: Aal'Imran
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wanda aka buga a Cibiyar Tafsiri da karatuttukan AlƘur'ani.

Rufewa