Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Aya: (53) Sura: Suratu Al'ahzab
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتَ النَّبِیِّ اِلَّاۤ اَنْ یُّؤْذَنَ لَكُمْ اِلٰی طَعَامٍ غَیْرَ نٰظِرِیْنَ اِنٰىهُ وَلٰكِنْ اِذَا دُعِیْتُمْ فَادْخُلُوْا فَاِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوْا وَلَا مُسْتَاْنِسِیْنَ لِحَدِیْثٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ یُؤْذِی النَّبِیَّ فَیَسْتَحْیٖ مِنْكُمْ ؗ— وَاللّٰهُ لَا یَسْتَحْیٖ مِنَ الْحَقِّ ؕ— وَاِذَا سَاَلْتُمُوْهُنَّ مَتَاعًا فَسْـَٔلُوْهُنَّ مِنْ وَّرَآءِ حِجَابٍ ؕ— ذٰلِكُمْ اَطْهَرُ لِقُلُوْبِكُمْ وَقُلُوْبِهِنَّ ؕ— وَمَا كَانَ لَكُمْ اَنْ تُؤْذُوْا رَسُوْلَ اللّٰهِ وَلَاۤ اَنْ تَنْكِحُوْۤا اَزْوَاجَهٗ مِنْ بَعْدِهٖۤ اَبَدًا ؕ— اِنَّ ذٰلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللّٰهِ عَظِیْمًا ۟
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان رواړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي، د نبي عليه السلام کوټو ته مه ننوځئ مګر وروسته تردې چې ډوډۍ ته ستاسو په بللو سره د ننوتلو اجازه درته وشي، خو ناسته مو داسې مه اوږدوئ چې د ډوډۍ د پخېدو انتظار کوئ، بلکې کله چې ډوډۍ ته وبلل شوئ، نو ننوځئ، اوکله مو چې وخوړه، نو ووځئ، له هغه وروسته کرار مه کېنئ چې ځينې مو د ځينو په خبرو خوند اخلئ، ځکه دغه ناسته نبي صلی الله عليه وسلم ته اذيت رسوي، خو هغه شرميږي له دې چې له تاسو د وتلو غوښتنه وکړي، او الله په حقه له امر کولو نه شرميږي، نو تاسو ته يې ترې د وتلو امر وکړ تر څو هغه صلی الله عليه وسلم ته په ناسته اذيت ونه رسوئ، او کله چې د نبي صلی الله عليه وسلم له مېرمنو د اړتيا کوم لوښی څه غواړئ، نو د اړتيا توکي د پردې تر شا ترې وغواړئ داسې مخامخ يې مه ترې غواړئ چې تاسو هغوی وينئ، د هغوی د خونديتوب لپاره، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرتبې له امله، دغه د پردې ترشا غوښتنه ستاسو او د هغوی د زړونو لپاره ډېره پاکيزه ده، ترڅو شيطان ستاسو او د هغوی زړونو ته کومه د وسوسې او ناروا ښايسته کولو لار پيدا نه کړي، او ای مؤمنانو ستاسو لپاره په کار نه دي چې په خبرو د ځنډ له امله د الله رسول اذيت کړئ، او نه دا درته روا دي چې د هغه له وفات وروسته له مېرمنو سره يې نکاح وکړئ، هغوی د مؤمنانو ميندې دي، او د هيچا لپاره روا نه ده چې له خپلې مور سره نکاح وکړي، د آذیت یو ډول د هغه له وفات وروسته یې له مېرمنو سره نکاح کول دي، دا ناروا کار دی او د الله په وړاندې لويه ګناه شمېرل کيږي.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• عظم مقام النبي صلى الله عليه وسلم عند ربه؛ ولذلك عاتب الصحابة رضي الله عنهم الذين مكثوا في بيته صلى الله عليه وسلم لِتَأَذِّيه من ذلك.
د نبي - صلی الله عليه وسلم - د خپل پالونکي په وړاندې د مقام لوی والی، له همدې امله يې هغه صحابه رضي الله عنهم ملامت کړل چې د هغه صلی الله عليه وسلم په کور کې ترځنډه ناست وو، چې له دغه څخه ورته تکليف و.

• ثبوت صفتي العلم والحلم لله تعالى.
د الله لپاره د پوهې او زغم صفتونو ثبوت.

• الحياء من أخلاق النبي صلى الله عليه وسلم.
حیا د نبي صلی الله عليه وسلم له اخلاقو څخه ده.

• صيانة مقام أمهات المؤمنين زوجات النبي صلى الله عليه وسلم.
د مؤمنانو د ميندو؛ د نبي - صلی الله عليه وسلم - د مېرمنو د مقام خونديتوب.

 
Fassarar Ma'anoni Aya: (53) Sura: Suratu Al'ahzab
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Rufewa