Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Muhammad   Aya:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَتَمَتَّعُوْنَ وَیَاْكُلُوْنَ كَمَا تَاْكُلُ الْاَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ ۟
پرته له شکه الله هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي داسې جنتونو ته ننباسي چې ترماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی په دنيا کې د خپلو نفسي غوښتنو په پيروۍ څه(لږه) ګټه پورته کوي، خوراک کوي لکه د څارویو په څېر، يوازې له خېټو او فرجونو سره يې اندېښنه وي، او د قيامت په ورځ اور د هغوی داسې هستوګنځی دی چې پناه به وروړي.
Tafsiran larabci:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ هِیَ اَشَدُّ قُوَّةً مِّنْ قَرْیَتِكَ الَّتِیْۤ اَخْرَجَتْكَ ۚ— اَهْلَكْنٰهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ ۟
او د پخوانيو امتونو له کليو څخه څومره داسې کلي وو چې د ځواک له پلوه پياوړي او د مالونو او اولادونو له پلوه د هغې مکې څخه زيات وو چې خلکو يې ته ترې اېستلی يې، موږ هغوی تباه کړل ځکه هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل، نو هغوی لره کوم مرستندوی نه و چې د الله له عذابه يې ژغورلي وای کله چې ورته راغی، نو د مکې د خلکو تباهي مو هم نه شي بې وسې کولای که مو هغه وغوښتله.
Tafsiran larabci:
اَفَمَنْ كَانَ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ كَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟
آيا هغه څوک چې د خپل پالونکي له لورې ښکاره دليل او څرګند حجت ولري او په بصيرت سره یې عبادت کوي، د هغه چا غوندې دی چې شيطان يې ناوړه کړنه ورته ښايسته کړې او د هغه څه پيروي يې کړې چې نفسي غوښتنو يې ورکاږه کړي دي لکه د بوتانو عبادت، د ګناهونو ترسره کول او د رسولانو درواغجن ګڼل؟!.
Tafsiran larabci:
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— فِیْهَاۤ اَنْهٰرٌ مِّنْ مَّآءٍ غَیْرِ اٰسِنٍ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ لَّبَنٍ لَّمْ یَتَغَیَّرْ طَعْمُهٗ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۚ۬— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّی ؕ— وَلَهُمْ فِیْهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِی النَّارِ وَسُقُوْا مَآءً حَمِیْمًا فَقَطَّعَ اَمْعَآءَهُمْ ۟
د هغه جنت صفت چې الله يې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره له متقيانو سره ژمنه کړې ده چې هغوی به ور ننباسي: داسې دی چې په هغو کې د اوبو داسې ويالې دي چې د زيات ځنډ له امله يې بوی او خوند نه بدليږي، او د شيدو داسې ويالې دي پکې چې خوند يې نه خرابيږي، په هغو کې د څښونکو لپاره د خوندورو شرابو ويالې دي او د داسې ګبينو (شهدو) ويالې دي چې د بل څه له ګډوالي څخه به پاک وي، او هغوی لره پکې هرډول مېوې دي چې هغوی يې غواړي، او د دغو ټولو سربېره هغوی لره د الله له لوري د هغوی د ګناهونو له منځه وړل دي، چې پر هغو به يې نه نيسي، آيا هغه څوک چې دا ډول بدله يې وي له هغه چا سره برابرېدلای شي چې هغه تل په اور کې وي او هيڅکله نه ترې وځي، او سختې ګرمې اوبه ورڅښل کيږي، تر دې چې د خېټو کولمې يې د سخت ګرموالي له امله ټوټې ټوټې شي؟!
Tafsiran larabci:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا خَرَجُوْا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ اٰنِفًا ۫— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟
او ای رسوله! له منافقانو ځينې تاته داسې غوږ نيسي چې مني يې نه، بلکې له مخ اړولو سره وي، تر دې چې کله له تا بېرون ووځي، هغو خلکو ته وايي چې الله پوهه ورکړې: هغه په خپلو نېږدو خبرو کې څه وويل؟ د ځان په ناپوهه نيولو او مخ اړولو سره، همدوی هغه کسان دي چې الله يې پر زړونو ټاپه وهلې، نو ښېګڼې ته نه رسيږي، او د خپلو هوسونو پيروي يې کړې چې له حقه يې ړانده کړي دي.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًی وَّاٰتٰىهُمْ تَقْوٰىهُمْ ۟
او هغو کسانو چې حق لارې او د هغه څه پیروۍ ته يې لارموندلې چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی، هغوی ته به يې پالونکی لارښوونه او ښېګڼې ته توفيق لا ورزيات کړی، او پر هغه څه عمل کول يې ورښودلي چې له اوره يې ساتي.
Tafsiran larabci:
فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً ۚ— فَقَدْ جَآءَ اَشْرَاطُهَا ۚ— فَاَنّٰی لَهُمْ اِذَا جَآءَتْهُمْ ذِكْرٰىهُمْ ۟
نو آيا کافران د قيامت له ناڅاپه راتګ پرته چې هغوی لره دې پرې پخوانۍ پوهه وي د بل څه انتظار کوي؟! نښانې خو يې راغلې دي، چې له هغو د نبي صلی الله عليه وسلم رالېږل او د سپوږمۍ چاودېدل دي، نو څنګه به هغوی پند واخلي کله چې هغوی لره قيامت راشي؟
Tafsiran larabci:
فَاعْلَمْ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوٰىكُمْ ۟۠
نو ای رسوله! ډاډمن اوسه( پر دې چې) له الله پرته بل معبود نشته، او د خپلوګناهونو، د مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو لپاره له الله نه بښنه وغواړه، الله ستاسو د ورځې په تصرف او د شپې په هستوګنځي پوهيږي، له دې څېزونو څخه هیڅ هم له الله څخه پټ ندي.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• اقتصار همّ الكافر على التمتع في الدنيا بالمتع الزائلة.
د کافر فکر يوازې په دنيا کې په ختمېدونکې توښې پورې تړلی دی.

• المقابلة بين جزاء المؤمنين وجزاء الكافرين تبيّن الفرق الشاسع بينهما؛ ليختار العاقل أن يكون مؤمنًا، ويختار الأحمق أن يكون كافرًا.
د مؤمنانو او کافرانو د بدلې ترمنځ پرتله کول د دواړو ترمنځ ډېرلوی توپير بيانوي، ترڅو هوښيار دا غوره کړي چې مؤمن وي او کم عقل دا غوره کړي چې هغه دې کافر وي.

• بيان سوء أدب المنافقين مع رسول الله صلى الله عليه وسلم.
له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د منافقانو د بې ادبۍ بيان.

• العلم قبل القول والعمل.
له وينا او عمل مخکې پوهه اړینه ده.

 
Fassarar Ma'anoni Sura: Muhammad
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wanda aka buga a Cibiyar Tafsiri da karatuttukan AlƘur'ani.

Rufewa