Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Aya: (82) Sura: Suratu Al'ma'ida
لَتَجِدَنَّ اَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الْیَهُوْدَ وَالَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا ۚ— وَلَتَجِدَنَّ اَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰی ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّ مِنْهُمْ قِسِّیْسِیْنَ وَرُهْبَانًا وَّاَنَّهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
ته به ومومې -ای پیغمبره- ډیر زیات د خلکو نه دښمني کوونکي د هغه چا سره چې په تا يې ایمان راوړی، او د ښمني کوونکي هغه دین سره چې تا پرې راتګ کړی یهودیان؛ د وجې د هغه حسد او کینې او تکبر نه چې هغوی پکې دي، او بندګې کوونکي بتانو لره، او نور د هغه چا نه چې په الله تعالی یې شرک کړی، او خامخا ته به ومومې نزدې د دوی نه مینه کوونکي د هغه چا سره چې ایمان يې راوړی په تا باندې، او په هغه څه چې تا پرې راتګ کړی هغه کسان چې وايې دوی خپلو ځانونو باره کې: چې دوی نصارا دي، او وجه د نزدیوالي د دوی په دوستۍ کې دې مومنانو سره دا ده چې په دوی کې علماء او عابدان شته دی، او ځکه چې دوی تواضع کوونکي دي، نه دي لویې کوونکي؛ ځکه چې د لویې کوونکي سړي زړه ته خیر نه رسیږي.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• ترك الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر موجب لِلَّعْنِ والطرد من رحمة الله تعالى.
پریښودل د امر کولو په نیکو باندې او بندول د بدیو نه واجبوونکي دي لپاره د لعنت او د شړلو د الله تعالی له رحمت څخه.

• من علامات الإيمان: الحب في الله والبغض في الله.
د ایمان له نښو څخه دا دي: مینه کول د الله تعالی لپاره او کینه کول د الله تعالی لپاره.

• موالاة أعداء الله توجب غضب الله عز وجل على فاعلها.
د الله تعالی د دښمنانو سره دوستي کول سبب ګرځې د غصې د الله تعالی د دې عمل والاو سره.

• شدة عداوة اليهود والمشركين لأهل الإسلام، وفي المقابل وجود طوائف من النصارى يدينون بالمودة للإسلام؛ لعلمهم أنه دين الحق.
سخته دښمني د یهودیانو او مشرکانو د اسلام والاو سره، او د دې په مقابل کې داسې ډلې شته د نصاراو څخه چې دین ګڼي دوستي کول د اسلام سره؛ د وجې د پوهې د دوی نه چې یقینا دا حق دین دی.

 
Fassarar Ma'anoni Aya: (82) Sura: Suratu Al'ma'ida
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Rufewa