Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'dour   Aya:
اَمْ تَاْمُرُهُمْ اَحْلَامُهُمْ بِهٰذَاۤ اَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ
بلکې آيا د هغوی په وينا عقلونه يې داسې امر ورته کوي: چې بېشکه هغه فال ګر او لېونی دی؟! نو هغه څه را ټولوي چې په يو تن کې نه شي را ټولېدلای، بلکې هغوی له پولو اوښتونکی قوم دی، نو شريعت او عقل ته نه راګرځي.
Tafsiran larabci:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ تَقَوَّلَهٗ ۚ— بَلْ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ
آيا هغوی وايي: چې پرته له شکه محمد دغه قران له ځانه جوړ کړی دی، او هغه ته وحي نه ده شوې؟! هغه له ځانه نه دی جوړ کړی، بلکې پر هغو له ايمان راوړلو څخه لويي کوي، نو وايي: چې له ځانه يې جوړ کړی.
Tafsiran larabci:
فَلْیَاْتُوْا بِحَدِیْثٍ مِّثْلِهٖۤ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟ؕ
نو د هغه(قرآن) غوندې خبره دې راوړي که څه هم له ځانه جوړه کړل شوې وي که چېرې هغوی په خپله دعوی کې رېښتيني وي چې هغه (قران) له ځانه جوړ کړی دی.
Tafsiran larabci:
اَمْ خُلِقُوْا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَ ۟ؕ
آيا هغوی پرته له کوم داسې پيداکوونکي پيدا کړل شوي دي چې هغوی پيداکوي؟! او که هغوی په خپله د ځانونو پيداکوونکي دي؟! د پیداکړل شوي شتون له پيداکوونکي پرته شونی دی، اونه پيداکوونکی څه پيداکولای شي، نو ولې خپل پيداکوونکی نه لمانځي؟!
Tafsiran larabci:
اَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— بَلْ لَّا یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ
آيا هغوی آسمانونه پيداکړي او که ځمکه؟! بلکې هغوی باور نه لري چې الله د هغوی پيداکوونکی دی، ځکه که يې دغه باور وکړ يو به يې وګڼي، او پر رسول به يې ايمان راوړي.
Tafsiran larabci:
اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَبِّكَ اَمْ هُمُ الْمُصَۜیْطِرُوْنَ ۟ؕ
يا له هغوی سره ستا د پالونکي د روزۍ زېرمې دي نو چاته چې وغواړي ورکوي يې، او له نبوت څخه چې چاته وغواړي ورکوي يې او ترې ايساروي يې؟! يا هغوی له خپلې خوښې سره سم واک لرونکي او تصرف کوونکي دي؟!
Tafsiran larabci:
اَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَّسْتَمِعُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَلْیَاْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ
يا هغوی لره کومه داسې زينه ده چې آسمان ته پرې خېژي ترڅو پکې د الله وحي ته غوږ نيسي چې هغوی ته د دې وحي کيږي چې هغوی پر حق دي؟! نو له هغوی دې هغه څوک له داسې څرګند دليل سره راولي چې دغې وحي ته يې غوږ نيولی وي چې رېښتيني مو وګڼي په هغه څه کې چې تاسې يې دعوی لرئ چې پر حقه ياست.
Tafsiran larabci:
اَمْ لَهُ الْبَنٰتُ وَلَكُمُ الْبَنُوْنَ ۟ؕ
آيا هغه پاک ذات لره لوڼې دي چې تاسو يې بدې ګڼئ او تاسو لره زامن دي چې خوښيږي مو؟!
Tafsiran larabci:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ؕ
ايا ای رسوله! ته له هغوی پر هغه څه کومه بدله غواړې چې د خپل پالونکي له خوا يې ور رسوې؟! نو هغوی له همدې امله د داسې بار پورته کوونکي دي چې د پورته کولو توان يې نه لري.
Tafsiran larabci:
اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟ؕ
يا له هغوی سره د پټو پوهه ده چې خلکو ته هغه څه ليکي چې له پټو يې پرې خبروي، نو پر هغه څه يې خبروي چې ترې غواړي يې؟!
Tafsiran larabci:
اَمْ یُرِیْدُوْنَ كَیْدًا ؕ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا هُمُ الْمَكِیْدُوْنَ ۟ؕ
يا دغه درواغ ګڼونکي پر تا او دين دې کوم چل کول غواړي؟! نو پر الله بروسه وکړه، هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی پر هغوی په خپله چل شوی دی نه پر تا.
Tafsiran larabci:
اَمْ لَهُمْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
آيا هغوی لره له الله پرته په حقه بل معبود دی؟! الله سپېڅلی او پاک دی له هغه شرک څخه چې هغوی يې نسبت ورته کوي. ټول هغه څه چې تېرشول نه وو او په هيڅ حال يې فکر هم نه کيږي.
Tafsiran larabci:
وَاِنْ یَّرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَآءِ سَاقِطًا یَّقُوْلُوْا سَحَابٌ مَّرْكُوْمٌ ۟
او که له آسمانه کومه را لوېدونکې ټوټه وويني وايي به: دغه يوپربل د پاسه ورېځې دي لکه څنګه چې عادتا وي، نو پند نه اخلي او نه ايمان راوړي.
Tafsiran larabci:
فَذَرْهُمْ حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ فِیْهِ یُصْعَقُوْنَ ۟ۙ
ای رسوله! هغوی په خپل ضد او انکار کې يې پرېږده ترڅو له هغې ورځې سره يې مخامخ شي چې پکې عذابيږي به، او هغه د قيامت ورځ ده.
Tafsiran larabci:
یَوْمَ لَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ
په کومه ورځ چې چل به يې لږ او ډېره ګټه هم ور ونه شي رسولای او نه به له عذابه په اېستلو د هغوی مرسته کيږي.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا عَذَابًا دُوْنَ ذٰلِكَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او پرته له شکه د هغوکسانو لپاره چې پر ځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی د آخرت له عذابه مخکې په دنيا کې د وژلو او بندي کولو عذاب دی، او په برزخ کې د قبر عذاب دی؛ خو ډېری يې پر دغه نه پوهيږي، نو ځکه يې پر کفر ولاړ دي.
Tafsiran larabci:
وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَاِنَّكَ بِاَعْیُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ
او ای رسوله! د خپل پالونکي پر پرېکړه او شرعي حکم صبر کوه، ځکه ته زموږ د سترګو په وړاندې او ساتنه کې يې، او د خپل پالونکی په ستاينه دې هغه مهال پاکي بيانوه کله چې له خوبه پاڅېږې.
Tafsiran larabci:
وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاِدْبَارَ النُّجُوْمِ ۟۠
او له شپې د خپل پالونکي پاکي بيانوه، او هغه لره لمونځ کوه، او د سهار لمونځ کوه کله چې ستوري د ورځې د رڼا له امله مخ په ډوبېدو وي.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• الطغيان سبب من أسباب الضلال.
سرکښي د لارورکۍ له لاملونو څخه ده.

• أهمية الجدال العقلي في إثبات حقائق الدين.
د دين د حقيقتونو په اثبات کې د عقلي بحث اهميت.

• ثبوت عذاب البَرْزَخ.
د برزخ د عذاب ثبوت.

 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'dour
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma. - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wanda aka buga a Cibiyar Tafsiri da karatuttukan AlƘur'ani.

Rufewa