Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassara da yaren Pashto na taƙaitaccen Tafsirin AlƘur'ani mai girma.

external-link copy
11 : 65

رَّسُوْلًا یَّتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ مُبَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَمَنْ یُّؤْمِنْ بِاللّٰهِ وَیَعْمَلْ صَالِحًا یُّدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— قَدْ اَحْسَنَ اللّٰهُ لَهٗ رِزْقًا ۟

دغه ياد (ذکر) هغه رسول دی چې پر تاسو د الله داسې څرګندوونکي ايتونه لولي چې هيڅ پټوالی پکې نشته، په دې هيله چې هغه کسان د لارورکۍ له تيارو څخه د لارښوونې رڼا ته را وباسي چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه د رسول تصديق يې کړی او نېک عملونه يې کړي دي، او څوک چې پر الله باور لري او نېک عمل کوي، الله به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي تل به پکې اوسېدونکی وي، الله هغه ته ښه روزي ورکړې چې داسې جنت ته يې ننه اېستلی چې نعمتونه يې نه ختميږي. info
التفاسير:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• عدم وجوب الإرضاع على الحامل إذا طلقت.
پر بلاربه ښځه تی ورکول واجب نه دي کله چې هغه طلاقه شوې وي. info

• التكليف لا يكون إلا بالمستطاع.
تکليف له وس سره سم وي. info

• الإيمان بقدرة الله وإحاطة علمه بكل شيء سبب للرضا وسكينة القلب.
د الله پر قدرت او پر هرڅه د هغه د پوهې پر چاپېروالي ايمان لرل د الله د رضا او د زړه د ډاډ لامل دی. info