Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Aya: (203) Sura: Suratu Al'a'raf
وَاِذَا لَمْ تَاْتِهِمْ بِاٰیَةٍ قَالُوْا لَوْلَا اجْتَبَیْتَهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَاۤ اَتَّبِعُ مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ مِنْ رَّبِّیْ ۚ— هٰذَا بَصَآىِٕرُ مِنْ رَّبِّكُمْ وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
او کله چې ته راوړې -ای پیغمبره- یوه معجزه؛ دوی تا دروغجن ګڼي او د هغې نه مخ اړوي، او که ته دوی ته معجزه رانه وړې دوی بیا وایې: ولې دې یوه معجزه له ځان نه جوړه نه کړه، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: ندي ما لره چې زه د خپل ځان نه یوه معجزه راوړم، او زه تابعداري نه کوم مګر د هغه څه چې الله تعالی يې ما ته وحي کوي، دا قرآن کریم چې زه یې په تاسو لولم معجزې او دلیلونه دي د الله تعالی له طرفه چې ستاسو پیدا کوونکی دی او ستاسو د چارو سمبالوونکی دی، او دا قرآن کریم لارښود او رحمت دی د الله مؤمنو بندګانو ته، او هر چې پرته له مومنانو دي نو پس هغوی ګمراهان او بدبخته دي.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• في الآيات بشارة للمسلمين المستقيمين على صراط نبيهم صلى الله عليه وسلم بأن ينصرهم الله كما نصر نبيه وأولياءه.
پر عاقل لازمه ده چې د الله تعالی عبادت وکړي، ځکه همغه ذات دی چې د دين ګټې ثابتوي د داسې کتاب پر نازلولو سره چې په دين کې پر لويو علومو او دنيوي ګټو مشتمل دی له خپلو بنده ګانو د نېکانو پر مسلطولو او هغوی لره يې په ساتلو او د هغوی په مرسته کولو، نو د هغه چا دښمني زيان نشي ورته رسولای چې دښمني ورسره کوي.

• في الآيات جماع الأخلاق، فعلى العبد أن يعفو عمن ظلمه، ويعطي من حرمه، ويصل من قطعه.
په دغه آیتونو کې د خپل نبي صلی الله عليه وسلم پر نېغه لاره تلونکو مسلمانانو لپاره زيری دی، چې الله به يې مرسته کوي، لکه څنګه يې چې د خپل نبي او دوستانو مرسته کړې ده.

• على العبد إذا مَسَّه سوء من الشيطان - فأذنب بفعل محرم، أو ترك واجب - أن يستغفر الله تعالى، ويستدرك ما فرط منه بالتوبة النصوح والحسنات الماحية.
په يادو آيتونو کې د نېکو اخلاقو ټولګه ده، چې پر بنده لازمه ده هغه چاته بخښنه وکړي چې ظلم يې پرې کړی دی، هغه چاته څه ورکړي چې بې برخې کړی يې دی او له هغه چا سره خپلوي وپالي چې پرې کړې يې ده.

• الواجب على العاقل عبادة الله تعالى؛ لأنه هو الذي يحقق له منافع الدين بإنزال الكتاب المشتمل على العلوم العظيمة في الدّين، ومنافع الدنيا بتولّي الصالحين من عباده وحفظه لهم ونصرته إياهم، فلا تضرهم عداوة من عاداهم.
پر بنده لازم دي، چې کله شيطان کوم زيان ورورسوي- بیا - د ناروا په ترسره کولو يا واجب په پرېښودلو سره ګناه وکړي، له الله تعالی دې بښنه وغواړي او د نصوح توبې په اېستلو او د ګناهونو په له منځه وړونکو نېکيو دې د هغې تېروتنې تلافي وکړي.

 
Fassarar Ma'anoni Aya: (203) Sura: Suratu Al'a'raf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Rufewa