Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Aya: (70) Sura: Suratu Al'a'raf
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّٰهَ وَحْدَهٗ وَنَذَرَ مَا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا ۚ— فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
وویل هغه ته قوم د هغه: آیا ته راغلی یې مونږ ته -ای هوده-! د دې لپاره چې مونږ ته یوازې د الله تعالی په عبادت کولو باندې امر وکړې، او د دې لپاره چې مونږ پریږدو هغه څه چې بندګي یې کوله زمونږ مشرانو؟! نو راوړه مونږ ته هغه عذاب چې ته پرې مونږ ویروې که چیرته ته ريښتونی یې په هغه څه کې چې ته یې دعوا کوې.
Tafsiran larabci:
daga cikin fa'idodin Ayoyin wannan shafi:
• ينبغي التّحلّي بالصبر في الدعوة إلى الله تأسيًا بالأنبياء عليهم السلام.
د پیغمبرانو علیهم السلام په نقش قدم باندې د تلو له مخې الله تعالی ته د بلنې پر مهال د صبر په ګاڼه ځان سمبالول پکار دي.

• من أولويات الدعوة إلى الله الدعوة إلى عبادة الله وحده لا شريك له، ورفض الإشراك به ونبذه.
الله تعالی ته د بلنې له لومړیتوبونو څخه یوازې د هغه عبادت ته پرته له شرک څخه بلنه ده، او د هغه سره پخپله شرک نه کول او له شرک کولو څخه د نورو منع کول دي.

• الاغترار بالقوة المادية والجسدية يصرف صاحبها عن الاستجابة لأوامر الله ونواهيه.
په مادې او بدني قوت باندې دوکه کیدل سړی الله تعالی ته له غاړې ایښودلو او له نواهیو څخه یې ځان ژغورلو نه اړوي.

• النبي يكون من جنس قومه، لكنه من أشرفهم نسبًا، وأفضلهم حسبًا، وأكرمهم مَعْشرًا، وأرفعهم خُلُقًا.
پیغمبر د خپل قوم له جنس نه وي، لیکن دا په هغوی کې د عزتمند نسب څخه وي، او د غوره کورنۍ څخه وي، او ډير عزتمند وي په اعتبار د زندګۍ، او ډیر اوچت وي په اعتبار د اخلاقو سره.

• الأنبياء وورثتهم يقابلون السّفهاء بالحِلم، ويغضُّون عن قول السّوء بالصّفح والعفو والمغفرة.
پیغمبران او د هغوی وارثان د کم عقلانو سره نرمي کوي، او سترګي پټوي له بدې وینا څخه په مخ اړولو او بخښنې سره.

 
Fassarar Ma'anoni Aya: (70) Sura: Suratu Al'a'raf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Rufewa