Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nahl   Aya:
وَاَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَاَنْهٰرًا وَّسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۙ
او په ځمكه كې يې كلک غرونه واچول چى درباندې ونه خوځيږي، او (پيدا كړې يې دى) ويالې او لارې چې تاسو لار ومومئ.
Tafsiran larabci:
وَعَلٰمٰتٍ ؕ— وَبِالنَّجْمِ هُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
او (پيدا كړې يې دي) علامې (نښانې) او په ستورو سره (هم) دوى لار مومي.
Tafsiran larabci:
اَفَمَنْ یَّخْلُقُ كَمَنْ لَّا یَخْلُقُ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
نو آيا هغه څوک چې پيدا كوي د هغه چا په شان دی چې هېڅ هم نه پيدا كوي؟ آيا تاسي پند نه اخلئ؟
Tafsiran larabci:
وَاِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او كه تاسي د الله د نعمتونو شمېرل وغواړئ نه يې شئ شمېرلى، بې شکه هغه ډېر بخښونكى او مهربان دى.
Tafsiran larabci:
وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟
او الله تعالی پوه دی په هغه څه چې تاسو یې پټوئ او په هغه څه چې ښکاره کوئ یې.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ ۟ؕ
او هغوى چې له الله پرته نور څه رابلي، هغه هېڅ نه پيدا كوي بلكې خپله مخلوق دي.
Tafsiran larabci:
اَمْوَاتٌ غَیْرُ اَحْیَآءٍ ؕۚ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۙ— اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟۠
مړه دي، نه ژوندي، او نه پوهيږي چې بيا به كله راپاڅول شي.
Tafsiran larabci:
اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ قُلُوْبُهُمْ مُّنْكِرَةٌ وَّهُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ ۟
په حقه سره ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هغوى چې آخرت نه مني، زړونه يې منكر او دوى په لويي كې تللي دي.
Tafsiran larabci:
لَا جَرَمَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِیْنَ ۟
شک نشته چې الله ښه پوهيږي په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې څرګندوي يې، بې شکه هغه لویي کوونکي نه خوښوي.
Tafsiran larabci:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ مَّاذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ ۙ— قَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
او چې ورته وويل شي رب مو څه نازل كړي؟ وايي: د ړومبنيو څه نكلونه (کیسې).
Tafsiran larabci:
لِیَحْمِلُوْۤا اَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ۙ— وَمِنْ اَوْزَارِ الَّذِیْنَ یُضِلُّوْنَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَزِرُوْنَ ۟۠
تر څو د قيامت په ورځ هم خپل پيټي پوره په شا كړي او هم د هغو له پېټو چې په ناپوهي كې دوى بې لارې كړي دي، ګورئ څومره بد پيټي دي چې دوى يې وړي.
Tafsiran larabci:
قَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتَی اللّٰهُ بُنْیَانَهُمْ مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَیْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
له دوى مخكې خلكو هم (دغسې) چلونه جوړ كړي وو خو الله يې د چلونو كلا له بېخه ونړوله، چت يې له پاسه پرې وغورځېد او له يو داسې لوري آفت ورباندې راغى چې دوى نه پوهېدل.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nahl
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa