Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'kahf   Aya:
مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ وَّلَا لِاٰبَآىِٕهِمْ ؕ— كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ؕ— اِنْ یَّقُوْلُوْنَ اِلَّا كَذِبًا ۟
په دې كې نه دوى څه پوهه لري، نه يې پلرونه، ډېره لويه (غلطه) خبره يې له خولي راوځي، خو پرته له دروغو بل څه نه وايي.
Tafsiran larabci:
فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ اِنْ لَّمْ یُؤْمِنُوْا بِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَسَفًا ۟
نو ښايې ته له ډېره غمه د هغوى په وروسته ګرځېدو د خپل ځان وژونكى يې، كه په دې خبره يې ايمان رانه وړلو.
Tafsiran larabci:
اِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَی الْاَرْضِ زِیْنَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ اَیُّهُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ۟
څه چې پر دې ځمكه دي هغه مو د هغې لپاره ښكلا ګرځولې، تر څو هغوى وازميو چې كوم يو يې په عمل كې ډېر غوره دى.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّا لَجٰعِلُوْنَ مَا عَلَیْهَا صَعِیْدًا جُرُزًا ۟ؕ
او څه چې پر هغې دي، يقيناً موږ يې هوار ډاګ جوړونكي يو.
Tafsiran larabci:
اَمْ حَسِبْتَ اَنَّ اَصْحٰبَ الْكَهْفِ وَالرَّقِیْمِ كَانُوْا مِنْ اٰیٰتِنَا عَجَبًا ۟
آيا ته انګېرې چې د سمڅې او تختې والا زموږ له عجيبه نښانو څخه دي؟
Tafsiran larabci:
اِذْ اَوَی الْفِتْیَةُ اِلَی الْكَهْفِ فَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اٰتِنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً وَّهَیِّئْ لَنَا مِنْ اَمْرِنَا رَشَدًا ۟
كله چې هغو زلميانو سمڅې ته پناه يوړه نو ويې ويل: زموږ ربه! له خپل لوري دې موږ ته رحمت راكړه او په (دې) كار كې مو سمون راوله.
Tafsiran larabci:
فَضَرَبْنَا عَلٰۤی اٰذَانِهِمْ فِی الْكَهْفِ سِنِیْنَ عَدَدًا ۟ۙ
نو هغوى مو په هماغې سمڅه كې یو شمېر كلونو پورې په درانده خوب ويده كړل.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ بَعَثْنٰهُمْ لِنَعْلَمَ اَیُّ الْحِزْبَیْنِ اَحْصٰی لِمَا لَبِثُوْۤا اَمَدًا ۟۠
بيا مو را پاڅول ترڅو وګورو د هغو له دوو ډلونه كومه يوه د خپلې استوګنې موده ښه شميرلاى شي.
Tafsiran larabci:
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْكَ نَبَاَهُمْ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّهُمْ فِتْیَةٌ اٰمَنُوْا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنٰهُمْ هُدًی ۟ۗۖ
موږ یې ریښتیني کیسه درته کوو، هغوى څو تنه زلميان وو چې پر خپل پروردګار يې ايمان راوړى و او موږ یې هدايت لا ور زیات کړ.
Tafsiran larabci:
وَّرَبَطْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اِذْ قَامُوْا فَقَالُوْا رَبُّنَا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَنْ نَّدْعُوَاۡ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلٰهًا لَّقَدْ قُلْنَاۤ اِذًا شَطَطًا ۟
او د هغوى زړونه مو لا هغه مهال ورټينـګ كړي و كله چې دوى پاڅېدل او ويې ويل: زموږ رب خو هماغه د آسمانو او ځمكې رب دى، هېڅكله به له هغه پرته بل معبود راونه بولو، كنه بيا خو به مو ډېره غلطه خبره كړي وي.
Tafsiran larabci:
هٰۤؤُلَآءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً ؕ— لَوْلَا یَاْتُوْنَ عَلَیْهِمْ بِسُلْطٰنٍ بَیِّنٍ ؕ— فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۟ؕ
زموږ دې قوم خو د الله نه پرته نور معبودان نيولي دي، د هغوى لپاره ولې كوم څرګند دليل نه راوړي؟ نو څوک به له هغه چا ډېر ظالم وي چې الله پورې دروغ تړي؟
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'kahf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa