Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Maryam   Aya:
اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ كَفَرَ بِاٰیٰتِنَا وَقَالَ لَاُوْتَیَنَّ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ؕ
آيا هغه كس دې وليدو چې زموږ له آيتونو انكار كوي او وايي چې ماته خو به مال او اولاد همداسې راكول كيږي.
Tafsiran larabci:
اَطَّلَعَ الْغَیْبَ اَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۙ
آيا هغه له غيبو خبر شوى كه له رحمن نه يې څه لوز اخيستى؟
Tafsiran larabci:
كَلَّا ؕ— سَنَكْتُبُ مَا یَقُوْلُ وَنَمُدُّ لَهٗ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا ۟ۙ
هيڅكله داسې نه ده، موږ هغه څه ليكو چې دى يې وايي او هغه ته به عذاب لا ورزيات کړو.
Tafsiran larabci:
وَّنَرِثُهٗ مَا یَقُوْلُ وَیَاْتِیْنَا فَرْدًا ۟
او څه چې دا يادوي، هغه به موږ ته راپاتې او ايكى يوازې به راځي.
Tafsiran larabci:
وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لِّیَكُوْنُوْا لَهُمْ عِزًّا ۟ۙ
او دوى الله نه پرته څه خدايان نيولي چې د دوى لپاره ملاتړي وي.
Tafsiran larabci:
كَلَّا ؕ— سَیَكْفُرُوْنَ بِعِبَادَتِهِمْ وَیَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِمْ ضِدًّا ۟۠
هيڅكله نه، هغوى به يې له عبادته منكر او د دوى پر ضد (دښمنان) شي.
Tafsiran larabci:
اَلَمْ تَرَ اَنَّاۤ اَرْسَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ تَؤُزُّهُمْ اَزًّا ۟ۙ
آيا نه دې دي ليدلي چې شيطانان مو دغو منكرانو ته ورخوشي كړي چې دوى (د حق دښمنۍ ته) ښه وهڅوي.
Tafsiran larabci:
فَلَا تَعْجَلْ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا ۟ۚ
نو پر دوى تلوار مه كوه، موږ حقيقتاً د دوى لپاره (ورځې) شمارو.
Tafsiran larabci:
یَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِیْنَ اِلَی الرَّحْمٰنِ وَفْدًا ۟ۙ
هغه ورځ چې متقيان (ځان ساتونكي) به لكه بلل شوي مېلمانه رحمن ته راغونډ كړو.
Tafsiran larabci:
وَّنَسُوْقُ الْمُجْرِمِیْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ وِرْدًا ۟ۘ
او مجرمان به د جهنم لور ته (د تږو څارويو په شان) ور وشړو.
Tafsiran larabci:
لَا یَمْلِكُوْنَ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۘ
د سپارښتنې واك به نه شي تر لاسه كولاى، پرته له هغه چې الله نه يې لوز اخيستى وي.
Tafsiran larabci:
وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا ۟ؕ
او دوى وايي چې رحمن څوك په زویتوب نيولي .
Tafsiran larabci:
لَقَدْ جِئْتُمْ شَیْـًٔا اِدًّا ۟ۙ
يقيناً ډېره بده ناوړه خبره مو كړې ده.
Tafsiran larabci:
تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْاَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ۟ۙ
نږدې ده چې اسمانونه ترې وچوي، ځمكه څيرې شي او غرونه دړې وړې راپرېوځي.
Tafsiran larabci:
اَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمٰنِ وَلَدًا ۟ۚ
په دې چې رحمن ته يې د اولاد د شتون دعوی كړې ده.
Tafsiran larabci:
وَمَا یَنْۢبَغِیْ لِلرَّحْمٰنِ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا ۟ؕ
او رحمن ته نه ښايي چې (څوك) اولاد ونيسي.
Tafsiran larabci:
اِنْ كُلُّ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اِلَّاۤ اٰتِی الرَّحْمٰنِ عَبْدًا ۟ؕ
څه (خلك) چې په اسمانو او ځمكه كې دي، ټول رحمن ته د بنده په توګه ورتلونكي دي.
Tafsiran larabci:
لَقَدْ اَحْصٰىهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا ۟ؕ
خامخا هغوى يې راګير كړي او (ښه يې) شمېرلي دي.
Tafsiran larabci:
وَكُلُّهُمْ اٰتِیْهِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَرْدًا ۟
او دوى ټول هغه ته يو يو ورتلونكي دي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Maryam
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa