Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'bakara   Aya:
قُلْ اِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ عِنْدَ اللّٰهِ خَالِصَةً مِّنْ دُوْنِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
دوی ته ووایه (اې محمده!) که چېرې د آخرت كور له نورو ټولو انسانانو پرته يوازې تاسو له پاره خاص ګرځول شوی وي، نو تاسې ته ښايي چې د مرګ غوښتنه وکړئ كه تاسې رښتیني یاست.
Tafsiran larabci:
وَلَنْ یَّتَمَنَّوْهُ اَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
او هیڅکله به د مرګ هیله ونه کړي، په سبب د هغو عملونو چې د دوی لاسونو وړاندې لېږلي دي او الله د ظالمانو په (احوالو) ښه پوه دی.
Tafsiran larabci:
وَلَتَجِدَنَّهُمْ اَحْرَصَ النَّاسِ عَلٰی حَیٰوةٍ ۛۚ— وَمِنَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا ۛۚ— یَوَدُّ اَحَدُهُمْ لَوْ یُعَمَّرُ اَلْفَ سَنَةٍ ۚ— وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهٖ مِنَ الْعَذَابِ اَنْ یُّعَمَّرَ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
او ته به هرومرو دوی له بل هر چا څخه پر ژوند ډېر حريصان ومومې او له مشرکانو څخه هم ډېر حریصان دي، هر یو د دوی (یهودو) خوښوي چې کاش زر کاله عمر وکړي او نه دی دا (ډېر عمر) ده لره د عذاب څخه خلاصوونکی، دا چې ډیر عمر ورکړل شي، او الله ښه لیدونکی دی په هر څه چې دوی يې کوي.
Tafsiran larabci:
قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِیْلَ فَاِنَّهٗ نَزَّلَهٗ عَلٰی قَلْبِكَ بِاِذْنِ اللّٰهِ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ وَهُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
ووایه (اې محمده!) هر څوک چې د جبریل دښمن وي (نو ودې مري له قهره!) ځکه چې هغه (جبریل) نازل کړی دی قرآن ستا پر زړه په اذن (او حکم) د الله په داسې حال کې چې تصدیق کوونکی دی (دا کتاب) د هغو کتابونو چې پخوا له ده دی، او لارښوونکی دی او زیری ورکوونکی دی مؤمنانو ته.
Tafsiran larabci:
مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّلّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَرُسُلِهٖ وَجِبْرِیْلَ وَمِیْكٰىلَ فَاِنَّ اللّٰهَ عَدُوٌّ لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟
څوك چې د الله او د هغه د پرښتو او د هغه د پېغمبرانو او د جبريل او ميكائيل دښمن وي نو الله د دې كافرانو دښمن دى.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ۚ— وَمَا یَكْفُرُ بِهَاۤ اِلَّا الْفٰسِقُوْنَ ۟
او په تحقیق مونږ تاته روښانه آیاتونه نازل کړي دي او له فاسقانو پرته بل څوک پرې نه کافر کېږي.
Tafsiran larabci:
اَوَكُلَّمَا عٰهَدُوْا عَهْدًا نَّبَذَهٗ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
او هر کله چې دوی یو عهد (هوډ) کړی، نو له دوی څخه یوې دلې هغه مات کړی دی، بلكې ډېری کسان د دوی (د زړه له كومي) ايمان نه راوړي.
Tafsiran larabci:
وَلَمَّا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِیْقٌ مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ ۙۗ— كِتٰبَ اللّٰهِ وَرَآءَ ظُهُوْرِهِمْ كَاَنَّهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ؗ
او هر کله چې راغی دوی ته رسول (محمد) له طرفه د الله چې تصدیقوونکی دی د هغه کتاب (تورات) چې له دوی سره دی، نو له دې اهل كتابو څخه يوې ډلې د الله كتاب په داسې شان شاته وغورځاوه ، لكه چې دوى په هېڅ نه پوهېږي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'bakara
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa