Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'naml   Aya:
اَمَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَمَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
آیا هغه څوك چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې (هم) تكراروي؟ او هغه څوک چې له آسمان او ځمكې تاسو ته روزي دركوي [چې هغه یوالله دی]؟ آيا دې الله سره كوم بل معبود شریک شته [چې دا کارونه وکړي ]؟ ورته وايه كه تاسي رښتيني ياست دليل مو راوړئ.
Tafsiran larabci:
قُلْ لَّا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الْغَیْبَ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟
ورته ووايه: په آسمانو او ځمكه كې هيڅوك په غيبو نه پوهيږي او هغوى (په دې هم) نه پوهيږي چې كله به راپاڅول كيږي؟
Tafsiran larabci:
بَلِ ادّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ ۫— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْهَا ۫— بَلْ هُمْ مِّنْهَا عَمُوْنَ ۟۠
بلكې د آخرت په هكله د هغوى علم ختم شوى دى، (نه) بلكې هغوى له هغه نه په شك كې لاڅه چې ترې ړانده دي.
Tafsiran larabci:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا وَّاٰبَآؤُنَاۤ اَىِٕنَّا لَمُخْرَجُوْنَ ۟
او كافران وايي: آيا كله چې موږ او زموږ پلرونه خاورې شوي يو؛ نو آيا بيا را اېستل كېدونكي يو.
Tafsiran larabci:
لَقَدْ وُعِدْنَا هٰذَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
بې شكه دا ژمنه خو له موږ سره او مخكې زموږ له پلرونو سره هم شوې وه، دا همغه د پخوانيو له درواغجنو كيسو پرته بل څه نه دي.
Tafsiran larabci:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
ورته ووايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د مجرمانو پايله څنګه وه.
Tafsiran larabci:
وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُنْ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟
پر هغوى مه خپه كېږه او مه يې په هغو چلونو زړه تنګى كېږه چې هغوى يې جوړوي.
Tafsiran larabci:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او هغوى وايي چې (ښه) دا ژمنه به كله وي، كه تاسي رښتيني ياست؟
Tafsiran larabci:
قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
ووايه د كوم عذاب لپاره چې تاسي بيړه كوئ كيدى شي د هغه يوه برخه تاسي ته بيخي نږدې شوې وې [تاسو امید ولرئ].
Tafsiran larabci:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟
او يقيناً ستا رب هرومرو پر خلكو د لورينې څښتن دى خو هغوى زياتره شكر نه باسي.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
او بې شكه ستا رب خامخا په هغه څه پوهيږي چې د هغوى سينو دننه پټ كړي او څه چې هغوى يې څرګندوي.
Tafsiran larabci:
وَمَا مِنْ غَآىِٕبَةٍ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟
او په آسمان او ځمكه كې هيڅ داسې كوم پټ شى نشته چې په يو څرګند كتاب كې نه وي.
Tafsiran larabci:
اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَقُصُّ عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَكْثَرَ الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
بې شكه دا قرآن بني اسرائيلو ته زياتره هغه خبرې بيانوي چې هغوى پكې اختلاف كوي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'naml
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa