Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'zumar   Aya:
اَفَمَنْ شَرَحَ اللّٰهُ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ فَهُوَ عَلٰی نُوْرٍ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— فَوَیْلٌ لِّلْقٰسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ مِّنْ ذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
ایا هغه څوک چې پرایزي الله سینه د هغه اسلام ته، نو هغه خو د خپل رب له لورې په يوه رڼا (كې) وي، نو د هغو كسانو لپاره تباهي ده چې د الله له يادولو يې زړونه سخت دي، دوى په څرګند بې لارېتوب كې دي.
Tafsiran larabci:
اَللّٰهُ نَزَّلَ اَحْسَنَ الْحَدِیْثِ كِتٰبًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِیَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُوْدُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ۚ— ثُمَّ تَلِیْنُ جُلُوْدُهُمْ وَقُلُوْبُهُمْ اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُدَی اللّٰهِ یَهْدِیْ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟
الله يو ډېر غوره كلام نازل كړى، داسې كتاب چې (آيتونه يې) يو بل ته ورته او بيا بيا لوستل كيږي، د هغو كسانو پوستكي ترې لړزيږي چې خپل رب نه وېره كوي، وروسته يې پوستكي او زړونه د الله يادولو په لور نرم شي، دا د الله لارښوونه ده، چا ته چې الله وغواړي په دې سره يې لارښوونه كوي، او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو بيا د هغه لپاره لارښود نشته.
Tafsiran larabci:
اَفَمَنْ یَّتَّقِیْ بِوَجْهِهٖ سُوْٓءَ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَقِیْلَ لِلظّٰلِمِیْنَ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟
نو آيا څوك چې د قيامت ورځې له ناكاره عذابه په خپل مخ (ډال كولو) سره ځان ساتي، او (داسې) ظالمانو ته به وويل شي تاسو چې څه ترلاسه كول هغه وڅكئ.
Tafsiran larabci:
كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
له دوى مخكې خلكو هم (دا خبرې) دروغ وګڼلې نو له يو داسې لوري عذاب ورته راغلو چې دوى نه پوهېدل.
Tafsiran larabci:
فَاَذَاقَهُمُ اللّٰهُ الْخِزْیَ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
نو الله د دنيا په ژوند كې (هم) رسوايي ور وڅكله او د آخرت عذاب خو حتماً ډېر لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ
او بېشكه موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثال بيان كړی، تر څو هغوى پند واخلي.
Tafsiran larabci:
قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا غَیْرَ ذِیْ عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
(دا) يو عربي قراّن دى، پرته له څه كوږوالي، د دې لپاره چې دوى ځان وساتي.
Tafsiran larabci:
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِیْهِ شُرَكَآءُ مُتَشٰكِسُوْنَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیٰنِ مَثَلًا ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ ۚ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
الله يو مثال بيانوي: يو سړى (مريى) دى چې په هغه كې (ګڼ) يو بل سره مخالف شريكان دي، او (يو) بل سړى سلامت د يو سړي دى، نو آيا دواړه مثالونه سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده خو د هغوى زياتره نه پوهيږي.
Tafsiran larabci:
اِنَّكَ مَیِّتٌ وَّاِنَّهُمْ مَّیِّتُوْنَ ۟ؗ
بېشكه ته مړ كېدونكى يې او دوى هم مړه كېدونكي دي.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عِنْدَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُوْنَ ۟۠
بيا به تاسي (ټول) د قيامت په ورځ د خپل رب پر وړاندې جګړې کوئ.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'zumar
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa