Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nisaa   Aya:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْا قَوّٰمِیْنَ بِالْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلّٰهِ وَلَوْ عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَوِ الْوَالِدَیْنِ وَالْاَقْرَبِیْنَ ۚ— اِنْ یَّكُنْ غَنِیًّا اَوْ فَقِیْرًا فَاللّٰهُ اَوْلٰی بِهِمَا ۫— فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوٰۤی اَنْ تَعْدِلُوْا ۚ— وَاِنْ تَلْوٗۤا اَوْ تُعْرِضُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟
اى مومنانو (تل) په عدل (محكم) ولاړ اوسېږئ، د الله لپاره شاهدان، كه څه هم پر خپلو ځانو مو وي يا پر مور، پلار او خپلوانو، شتمن وي كه بېوزله، خو الله تر هر چا زيات د هغو دواړو خواو خيرغوښتونكى دى، نو په (خپل) هوس پسې مه ځئ چې بيا له حقه هم واوړئ او كه ژبې واړوئ راواړوئ يا څنګ وكړئ نو بې شكه په هغو كارو الله ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَالْكِتٰبِ الَّذِیْ نَزَّلَ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَالْكِتٰبِ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِاللّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَكُتُبِهٖ وَرُسُلِهٖ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟
اى مومنانو! په الله، په رسول او په هغه كتاب ايمان راوړئ چې الله پر خپل رسول را نازل كړى او په هغه كتاب چې مخکې يې نازل كړى او څوك چې له الله، ملايكو يى، كتابونو يى، رسولانو يې او وروستۍ ورځې نه منكر شي نو رښتيا چې هغه په بې لاريتوب كې ډېر لرې ولاړ.
Tafsiran larabci:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا ثُمَّ اٰمَنُوْا ثُمَّ كَفَرُوْا ثُمَّ ازْدَادُوْا كُفْرًا لَّمْ یَكُنِ اللّٰهُ لِیَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِیَهْدِیَهُمْ سَبِیْلًا ۟ؕ
يقيناً هغوى چې ايمان راوړو بيا كافر شول بيا يې ايمان راوړو بيا كافر شول او بيا يى په كفر كې ښه زياتوالى وكړ نو الله به نه دوى ته بخښنه وكړي او نه به ورته سمه لار وښايي.
Tafsiran larabci:
بَشِّرِ الْمُنٰفِقِیْنَ بِاَنَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمَا ۟ۙ
منافقانو ته زېرى وركړه چې دوى ته دردناك عذاب (ټاكل شوى) دى.
Tafsiran larabci:
١لَّذِیْنَ یَتَّخِذُوْنَ الْكٰفِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— اَیَبْتَغُوْنَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَاِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا ۟ؕ
هماغه كسان چې له مومنانو پرته كافران په دوستۍ نيسي، آيا د هغو په خوا كې عزت لټوي؟ حال دا چې عزت خو ټول الله سره دى.
Tafsiran larabci:
وَقَدْ نَزَّلَ عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ اَنْ اِذَا سَمِعْتُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ یُكْفَرُ بِهَا وَیُسْتَهْزَاُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوْا مَعَهُمْ حَتّٰی یَخُوْضُوْا فِیْ حَدِیْثٍ غَیْرِهٖۤ ۖؗ— اِنَّكُمْ اِذًا مِّثْلُهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ جَامِعُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْكٰفِرِیْنَ فِیْ جَهَنَّمَ جَمِیْعَا ۟ۙ
او حقيقت دا دى چې تاسو ته خو په كتاب كې دا نازل شوى وو چې كله مو واورېدل د الله په ايتونو كفر كيږي او ملنډې پرې وهل كيږي نو تر هغه مه ورسره كېنئ چې په نورو خبرو كې بوخت شي، كنه بيا خو به تاسو هم د دوى په شان وئ، بې شكه الله په جهنم كې د منافقانو او (نورو) كافرانو راټولوونكى دى.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'nisaa
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa