Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ahkab   Aya:
وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ اِحْسٰنًا ؕ— حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ كُرْهًا وَّوَضَعَتْهُ كُرْهًا ؕ— وَحَمْلُهٗ وَفِصٰلُهٗ ثَلٰثُوْنَ شَهْرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَبَلَغَ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً ۙ— قَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَعَلٰی وَالِدَیَّ وَاَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَاَصْلِحْ لِیْ فِیْ ذُرِّیَّتِیْ ؕۚ— اِنِّیْ تُبْتُ اِلَیْكَ وَاِنِّیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
او سپارښتنه مو کړې انسان ته د مور او پلار سره د ښېګڼې کولو، پورته کړی دی مور ده لرهر( په خېټه کې) په (ډېر) كړاو سره او په كړاو سره يې زېږولى، او په خېټه كېدل او له تي شوکېدل يې (ټول) دېرش مياشتې دي، تر دې چې هغه بيا ځوانۍ او څلوېښتو كلونو ته ورسېد، وېلې زما پالونکيه توفيق راكړې چې ستا د هغه نعمت شكر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې لورولى او چې داسې نېک عملونه وكړم چې ته پرې راضي كيږې او خېلخانه (اولاد) مې هم نېکه وګرځوه، ما تا ته توبه اېستلې او زه له مسلمانانو څخه يم.
Tafsiran larabci:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَیِّاٰتِهِمْ فِیْۤ اَصْحٰبِ الْجَنَّةِ ؕ— وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِیْ كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟
دوى هغه خلك دي چې غوره کړنې يې موږ قبلوو او له بدو يې تېرېږو، دوى په جنتيانو كې دي (دا) هغه رښتينې ژمنه ده چې دوى سره كېدله.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْ قَالَ لِوَالِدَیْهِ اُفٍّ لَّكُمَاۤ اَتَعِدٰنِنِیْۤ اَنْ اُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُوْنُ مِنْ قَبْلِیْ ۚ— وَهُمَا یَسْتَغِیْثٰنِ اللّٰهَ وَیْلَكَ اٰمِنْ ۖۗ— اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ ۚ— فَیَقُوْلُ مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او هغه (چا) چې ويې ويل مور او پلار خپل ته: افسوس دی په تاسو دواړو! آیا ویروئ تاسو ما لره چې زه به بیا را وویستلی شم بیا (د ځمکې نه) او حال دا چې تیرې شوې دي ډیرې پیړۍ زما نه وړاندې او دوی دواړو فریاد کاوه الله تعالی ته د (زوی په باره کې) تباه به شې، ایمان راوړه، یقینا وعده د الله تعالی رښتیا ده، نو وایي: ندي دا مګر نقل شوي (دروغ) کېسې د ړومبنیو.
Tafsiran larabci:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا خٰسِرِیْنَ ۟
دا هغه خلک دي چې په اړه یي (د عذاب) پریکړه شوې ده، د هغو ولسونو په ډله كې چې له دوی مخکې تېر شوي له پېريانو او انسانانو څخه، هغوى بېشكه تاوانيان دي.
Tafsiran larabci:
وَلِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا ۚ— وَلِیُوَفِّیَهُمْ اَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
او هر يوه ته به د خپلو عملونو درجې وي تر څو د خپلو عملونو پوره بدله وركړى شي او ظلم به نه پرې كيږي.
Tafsiran larabci:
وَیَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَلَی النَّارِ ؕ— اَذْهَبْتُمْ طَیِّبٰتِكُمْ فِیْ حَیَاتِكُمُ الدُّنْیَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا ۚ— فَالْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُوْنِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُوْنَ ۟۠
او هغه ورځ چې كافران اور ته وړاندې كړل شي چې تاسي خو خپلې ښېګڼې په دنيايي ژوند كې وړي دي او ګټه مو ترې اخيستې ده نو نن به د سپكوونكي عذاب سزا دركول كيږي، په دې چې تاسي په ناحقه په ځمكه كې لويي او سرغړونه كوله.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'ahkab
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa