Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'rahman   Aya:
مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ
هغه دوه دریابونه (داسې) بهولي چې سره نښتي دي.
Tafsiran larabci:
بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ
خو ترمنځ يې يوه پرده ده چې يو پر بل نه ورګډيږي.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ
له هغو دواړو ملغرې او مرجان راوزي.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ
او هغه (الله) لره په درياب كې د غرونو غوندې لوړې چلېدونكې بېړۍ دي.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ
هغه ټول چې پر هغې (ځمكه) دي، فنا كېدونكي دي.
Tafsiran larabci:
وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ
او (يوازې) ستا د پالونکي مخ (ذات) پاتې كيږي چې د لوى شان او عزت څښتن دى.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ
څوك چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، ټول هغه ته سوالونه كوي. هغه هره ورځ (تل) په يو څه كار كې دى.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ
زر دی موږ به به ستاسو طرف ته متوجه (او فارغ) شو ای پیریانو او انسانانو.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ
اې د پېريانو او انسانو ډلې! كه تاسو كولاى شئ چې د آسمانونو او ځمكې له څنډو (بهر) وتښتئ نو وتښتئ! خو تاسي له ډېر ځواك پرته نه شئ تښتېداى.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ
پر تاسې دواړو به د اور لمبې او لوګي راخوشې كړى شي بيا به مقابله نه شئ كولاى.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ
نو كله چې آسمان وچوي او تك سور ګل د سرې څرمنې غوندې شي.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ
نو په هغه ورځ به نه انسان له خپلې ګناه وپوښتل شي او نه كوم پېرى.
Tafsiran larabci:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟
Tafsiran larabci:
یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ
مجرمان به پر خپلو خپلو نښو پېژندل کيږي او له تنديو او پښو به رانيول کيږي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'rahman
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa