Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Fassarar Ma'anoni Sura: Al'hashr   Aya:
فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَاۤ اَنَّهُمَا فِی النَّارِ خَالِدَیْنِ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
نو د دواړو پایله داسې شوه چې هغوى به په اور كې وي، تل به پكې اوسېدونكي وي او همدا د ظالمانو جزا ده.
Tafsiran larabci:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی له الله څخه ووېرېږئ او هر كس دې وګوري چې د سبا لپاره يې څه وړاندې لېږلي؟ او له الله څخه وېره كوئ، بېشكه الله خو ستاسي په كړنو ښه خبر دى.
Tafsiran larabci:
وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ نَسُوا اللّٰهَ فَاَنْسٰىهُمْ اَنْفُسَهُمْ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
او د هغو خلكو غوندې مه كېږئ چې الله يې هېر كړ نو هغه (الله) بيا د هغوى خپل ځانونه ترې هېر كړل، دغه خلك فاسقان دي.
Tafsiran larabci:
لَا یَسْتَوِیْۤ اَصْحٰبُ النَّارِ وَاَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ؕ— اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، جنتيان خو بريالي (خلك) دي.
Tafsiran larabci:
لَوْ اَنْزَلْنَا هٰذَا الْقُرْاٰنَ عَلٰی جَبَلٍ لَّرَاَیْتَهٗ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْیَةِ اللّٰهِ ؕ— وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟
كه موږ دا قرآن پر يو غره رانازل كړى واى، نو هرومرو به دې هغه د الله له ډاره وېرېدونكى ټوټه ټوټه كېدونكى ليدلى واى. او دا بېلګې د خلكو لپاره ځكه بيانوو چې ښايي هغوى فكر وكړي.
Tafsiran larabci:
هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ ۚ— هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ ۟
الله همغه دى چې له هغه پرته بل حقدار د بندګۍ نشته، په پټو او ښكاره وو عالم دى، همغه ډېر مهربان بخښونكى دى.
Tafsiran larabci:
هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— اَلْمَلِكُ الْقُدُّوْسُ السَّلٰمُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَیْمِنُ الْعَزِیْزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
هغه الله دى چې پرته له هغه بل حقدار د بندګۍ نشته، پاچا، ډېر سپېڅلى، له ټولو نيمګړتياوو پاك، امن وركوونكى، ساتونكى، برلاسى، زورور او د لويي څښتن دى. له هغو خبرو الله لره پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي.
Tafsiran larabci:
هُوَ اللّٰهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ؕ— یُسَبِّحُ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
همغه الله دى چې پيداکوونکی، رامنځته کوونکی، شکل وركوونكى دى، هغه لره ښایسته نومونه دي، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (ټول) د هغه پاكي وايي او همغه برلاسى حكمتونو والا دى.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'hashr
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Cibiyar fassara ta Ruwwad - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Wani gungu na cibiyar fassara ta Ruwad ne suka fassarasu tare da haɗin gwiwar Ƙungiyar Da'awa ta Rabwah da Kungiyar hidimtawa abinda Musulunci ya kunsa da yaruka

Rufewa