Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'bakara   Aya:
وَاِذْ یَرْفَعُ اِبْرٰهٖمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَیْتِ وَاِسْمٰعِیْلُ ؕ— رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او هغه وخت هم را یاد کړه چې ابراهیم او اسماعیل د خونې بنسټونه کیښوول او په دعاء کې یې ویل چې: اې زمونږ ربه! زمونږ هلې ځلې ومنه ته ښه اوریدونکی او ښه پوه یې.
Tafsiran larabci:
رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَیْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّیَّتِنَاۤ اُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ ۪— وَاَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَیْنَا ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
ای زمونږ ربه! مونږ دواړه ستا حکم منونکي وګرځوه، او زمونږ په اولادې کې هم یوه حکم منونکې ډله راپورته کړه، د حج احکام، او د عبادت لیارې لیکې راوښایه، توبه مو ومنه، بې شکه چې ته ښه توبه منونکی ډیر مهربان یې.
Tafsiran larabci:
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِكَ وَیُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَیُزَكِّیْهِمْ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
ای زمونږ ربه! په دوی کې یو داسې استازی راپاڅوه چې ستا ایتونه ورته ولولي کتاب او حکمت ور وښايې او پاک یې کړي، بې شکه چې ته د لوي توان او حکمت څښتن یې.
Tafsiran larabci:
وَمَنْ یَّرْغَبُ عَنْ مِّلَّةِ اِبْرٰهٖمَ اِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهٗ ؕ— وَلَقَدِ اصْطَفَیْنٰهُ فِی الدُّنْیَا ۚ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او څوک دی چې د ابراهیم له دین او لیارې څخه کرکه وکړي؟ پرته له هغه چې: خپل ځان یې پخپله په ناپوهۍ کې اچولی وي، مونږ ابراهیم په دنیا کې د خپل رسالت لپاره غوره کړی ؤ او په اخرت کې به هم د نیکانو په ډله کې وي.
Tafsiran larabci:
اِذْ قَالَ لَهٗ رَبُّهٗۤ اَسْلِمْ ۙ— قَالَ اَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
ځکه چې کله ورته خپل رب وویل: غاړه کیږده! ځواب یې ورکړ : ما د ګرد عالم پالونکي ته پوره غاړه ایښې ده.
Tafsiran larabci:
وَوَصّٰی بِهَاۤ اِبْرٰهٖمُ بَنِیْهِ وَیَعْقُوْبُ ؕ— یٰبَنِیَّ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰی لَكُمُ الدِّیْنَ فَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَاَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟ؕ
په همدې لیارې د تللو غوښتنه ابراهیم او یعقوب له خپلې اولادې څخه کړې وه او ورته يې ویلې وو چې :اې زامنو! الله پاک تاسې ته همدا دین غوره کړی دی نو باید هومره کلکې منګولې پرې ولګوئ چې : مرګ درته راځي نو باید تاسې مسلمان واست.
Tafsiran larabci:
اَمْ كُنْتُمْ شُهَدَآءَ اِذْ حَضَرَ یَعْقُوْبَ الْمَوْتُ ۙ— اِذْ قَالَ لِبَنِیْهِ مَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ بَعْدِیْ ؕ— قَالُوْا نَعْبُدُ اِلٰهَكَ وَاِلٰهَ اٰبَآىِٕكَ اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ اِلٰهًا وَّاحِدًا ۖۚ— وَّنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
ایا تاسې حاضر واست چې کله د یعقوب اخرنۍ سلګۍ شوې نو له خپلو بچیانو څخه یې پوښتنه وکړه، له ما وروسته به د څه عبادت کوئ؟ هغوی ځواب ورکړ چې مونږ به د هغه یو الله عبادت کوو چې ستا رب دی، ستا د پلرونو هر یو ابراهیم، اسماعیل، او اسحاق رب هم دی، او مونږ هم پوره غاړه ورته ایښې ده.
Tafsiran larabci:
تِلْكَ اُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۚ— لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَّا كَسَبْتُمْ ۚ— وَلَا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
دا یو ټولی ؤ چې تیر شوی دی څه یې چې کړي، ګټه او تاوان یې د هغوی دی او تاسې به د خپلو کړو ښه او بد وینۍ او د هغوی د کړنو په هکله نه پوښتل کیږۍ.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'bakara
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassarar ma'anonin AlƘur'ani mai girma zuwa harshan Bashto wanda Maulawi Janbaz Sarfaraz ya fassarasu.

Rufewa